<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-26 18:35:52    
په پسرلني اختر کې د چين فولکولوري رسمو رواجونو ته يوه لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو ، چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به په پسرلني اختر کې د چين فولکولوري رسمو رواجونو ته يوه کتنه وکړو

د چين دکرنې د جنتري سره سم د روان کال د جنوري نه ويشتمه نېټه په هېواد کې د عنعنوي اختر لومړې ورځ ده ، پسرلني اختر د چينايانو لپاره تر ټولو ډېر شاندار، مهم او له خوشالۍ څخه يو ډک عنعنوي اختر دی ،دا اختر لکه د لويديځو هېوادونود کريسمس په شان د خلکو لخوا په ډېرې خوښۍ سره لمانځل کيږي ، په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د پسرلني اختر په ورځو کې د چين يو لړ فولکولوري رسمو رواجونه دروپيژنو ٠ ==== اواز ١ =====

د معبدونو په بازارونو کې ساعت تيري د چين د پلازمينې بيجنګ د ښاريانوله پاره يو ډېر مهم فعاليت دی ٠ د معبد بازارپه بيجنک کې څو سوه کاله تاريخ لري ، ډېره پخوا به خلک بودا يانوته د دعاکولو دپاره معبدونو ته تلل ، د وخت په تيريدو سره په دغو فعاليتونو کې ورو ورو د سوداګرۍ بازارونه رامنځته شول چې پکې هنري نمايشونه هم ښودل کيدل ، نو له دې امله د معبد بازار رامنځته شو اوتر اوسه د چين د بيجنګ په ښار کې د يو فولکولوري رسمو رواج په توګه راپاتې شوی دی ٠

د چين د پسرلني اختر په ورځو کې د معبدونو بازارونه د رنګارنګو څراغونو او ګلانو په واسطه ښکلی کيږي او په ګڼه ګوڼو خلک د معبدونوپه بازارونوکې په خوشالۍ سره ساعت تيري کوي او د چين د قومي او ځانګړې هنري نندارې مثلا د ټوکرڅخه د جوړشوي ببرلوبې،دلرګينوپښوبازي اوداسې نورې فولکولوري هنري نندارې ګوري او ځانګړي محلي خوراکونه خوري ، دغه راز خلک کولای شي چې په معبدي بازارونو کې کاغذپرانونه يا کاغذي بادونه ، په قيچي پرې شوي کاغذي تصويرونه ، خاورين هنري اثار او داسې نور په زړه پوري لاسي او هنري صنعتي شيان هم واخلي

د بيجنګ په ښار کې له عنعنوي او سترو معبدي بازارونو څخه په درېو کې چې په جلاجلا توګه د بای يون ګوان ، دونګ يوې مياو او دي تان په نامه معبدونه او پارکونه دی ٠ سږکال د دونګ يوې مياو په نامه د معبد بازارد سلو کالومخکې د پخواني بيجنګ ښار په شان ښکلی شوی او په بازار کې زيات وړوکي او موقتي دکانونه هم د پخوانيو دکانونو په شان جوړشوي دي ٠ په دې بازار کې چايخانې ، رستورانونه او کتابخانې هم موجود دي ، خلک په دغه ځای کې د بيجنګ محلي اکروباتيکي نندارې کتلای شي ، کله چې خلک دلته راځي نو لکه د پخواني بيجنګ ښار ته داخل شوي وي ٠

د بيجنګ د پسرلني اختر د تشکيلاتي کميټې د چارواکي ښاغلي لي وي خوا په نظرد بيجنګ معبدي بازار چې محلي فولکولوري ځانګړتيا لري ډېر زيات بهرني سيلانيان ځانته راجلب کړي دي ، هغه وويل === اواز ٣ ==== د ځينو اروپايي هيوادونو، د امريکې ، جاپان ، د کوريا ملي جمهوريت او د جنوب ختيځي اسيا د ځينو هيوادونو سيلانيان هم چين ته راځي او د چين د عنعنوي اخترځانګړي منظره ګوري ٠ ======== اواز ٤ =======

د چين په بيلابيلو سيمو کې د پسرلني اختر د تيرولوډولونه يو شان نه دي ، په

بيجنګ کې خلک معبدي بازارونو ته ځي ، خو د چين په جنوب د نانجينګ په ښار کې چې د چين پخوانی پلازمينه هم وه د رنګارنګو څراغونو او فانوسونو د غونډو په شکل پسرلني اختر په خوښۍ سره تيريږي ، په دغه ښار کې يو سيند بهيږي چې د چنګ هواي په نامه ياديږي ،د سيند په دواړو غاړو کې څنګ په څنګ د دکانونوکتارونه دي چې د پخوانيو ودانيو په توګه جوړشوي دي ٠د ډېر پخوا راهيسي د هرکال په پسرلني اختر کې ددغه سيند په دواړو غاړو کې د هردکان او هر پلورنځي په مخکې رنګارنګ او ښکلي څراغونه او سره فانوسونه ځوړندوي ، خلک کولای شي چې په دغه ځای کې ساعت تيري وکړي او هم د شپې لخوا په سيند کې د بيړيو په واسطه د دواړو غاړود ښکلې منظرې سيل وکړي

په تيره بيا د نانجينګ په ښار کې د کونفسيوس معبد د پسرلني اختر په ورځو کې د مختلفو فانوسونواو څراغونود غونډو څخه يو ډېر لوی ځای دی ،د هرکال د پسرلني اختر په موده کې له سلګونو زرو تنو څخه زيات خلک د ښکلو څراغونو او فانوسونو د کتنې دپاره دغه ځای ته را ځي ، د احصائيې سره سم په دغه ځای کې د راغونډ شوو ښکلو څراغونو او فانوسونو شمير څلورو لکو او پنځوسو زرو ته رسيږي٠