<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-28 16:43:14    
چين د کلتوری چارو د پرمختګ دپاره کوښښ کوی.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! شک نه شته چې کلتوری چارې په ننني چين کې د زياتې توجه وړ ګرځېدلي دي. څو ورځې دمخه، د چين د کلتوری چارو په هکله د دريمې دورې په غونډه کې پدې اړه موافقه شوې چې کلتوری چارې ښه راتلونکی لری، خو د چين تصدۍ بايد د کلتوری چارو د پرمختګ دپاره کوښښ وکړی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته په دې هکله څه معلومات وړاندی کړو.

د چين د کلتوری چارو د نوښت او پرمختګ د دولت د څېړنيز مرکز رئيس پروفيسر يی لانګ چې د همدغې غونډې جوړونکی و، خپل نظر څرګند کړ چې د چين د کلتوری چارو د پرمختګ دپاره بايد زياتې مسئلې حل شی. هغه وويل

( لومړی اواز)

د ٢٠٠٢ کال نه وروسته په چين کې کلتوری چارو چټک پرمختګ موندلی، خو د تيورۍ او تګلارې په هکله له زياتو مسئلو سره هم مخامخ شو. مونږ بايد په دغو مسئلو باندی ښه بحث او د حل و فصل لارې چارې ولټوی.

په ٢٠٠٢ کال کې د چين حکومت دې ته اشاره وکړه چې بايد د کلتوری چارو د پرمختګ دپاره هڅه وکړی. مخکې له دې نه، په چين کې کلتوری چارې بالکل د حکومت تر ادارې او کنترول لاندی وې. د ٢٠٠١ کال په ديسمبر کې چين د يوه رسمی غړي په توګه په نړيوال سوداګريز سازمان کې شامل شو. په دغه سازمان کې د شاملېدو په وخت د چين د اړوندو ژمنو سره سم، د چين د کلتوری چارو دروازه بهرنيو هېوادونو ته پرانيستل شوې او زياتو بهرنيو تصديو پکې پانګې اچولی دي. ويل کېږی چې دې ته اړتيا شته چی په چين کې کلتوری چارې پرمختګ وکړی. اوس د چين اکثر ولايتونه د کلتوری چارو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوری.

دان ځنګ د چين د کمونست ګوند په اړه د يون نان ولايت د کميټې د منشی مرستيال او د دې ولايت د کلتوری چارو د پرمختګ مسؤل دی. د يون نان ولايت چی د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی، له رنګا رنګ قومی کلتورونو څخه ډک دی. ښاغلي دان ځنګ وويل چې چين زيات او لرغونی قومی او ولسی کلتورونه لری او د کلتوری چارو پرمختګ د دولت د دايمی پرمختګ دپاره ګټه لری. هغه خبريال ته داسی وويل

( دوهم اواز)

د بيلا بيلو ولايتونو لپاره د کلتوری چارو پرمختګ بايد د مختلفو کچو حکومتونو ملاتړ او مرستې تر لاسه کړي. اوس د کلتوری چارو په پرمختيايی لاره کې دوه خنډونه شته. لومړی، په چېن کې د کلتوری چارو پرمختيايی سيستم لا تر اوسه پوری نه دی جوړ شوی. دوهم، د کلتوری چارو پرمختګ زياتو استعداد لرونکو کسانو ته اړتيا لری.

په عين وخت کې هغه دا نظر لری چې د چين کلتوری چارې ښه اينده او راتلونکی لری.

د کلتوری چارو د ښه راتلونکي له امله زياتې شخصی پانګې راجلب شويدي. خو اوس د اړوندو قوانينو د جوړېدو په هکله د چين حکومت بايد لا زيات کارونه وکړی او مربوط تګلارې هم بايد جوړې او پلی کړي.

د غرنی پيشو په نامه د کارتونی پروګرامونو د جوړولو تصدی په چين کې د کارتونی پروګرامونو د جوړولو په ساحه کې يوه لويه تصدی ده. د دې تصدۍ مشر وو هوی وويل چې د څو کلونو له پرمختګ نه وروسته د چين د کلتوری چارو کلک بنسټ ايښودل شوی دی. خو د کلتوری چارو د پرمختګ دپاره د زياتې پيسې لګېږی. هغه وويل

( دريم اواز)

زمونږ کارتونی پروګرامونه د تکنالوژۍ له نظره د امريکايی پروګرامونو په پرتله لا توپير لری. خو له جاپان يا جنوبی کوريا سره برابر دی. کلتوری چارې ښه رتلونکی لری، خو اوس په چين کی کلتوری چارې د مختلفو کچو حکومتونو پولی مرستې او ملاتړ نشی تر لاسه کولای. که چيری اړوندې تصدۍ زياتې پيسې نه شی ترلاسه کولای، نو په چټکه پرمختګ يی نشی کولای.

اوس د چين حکومت د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره هڅه کوی. څو ورځې دمخه، د چين حکومت د کلتوری نظام د اصلاحاتو د څېړنې دپاره يوه ځانګړی غونډه جوړه کړه. نو مونږ سترګې په لاره يو چې د چين کلتوری چارې لا چټک پرمختګ وکړی.

ګرانو اورېدونکو، تاسو د هنر او کلتوری نننی پروګرام واوريد. ستاسی له غوږ نيولو څخه ډيره مننه کوو. خوشحاله اوسئ!