<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-28 17:28:24    
د چين د موبايل مخابراتی شرکت په کليو کی د تليفون تړلو پلان لپاره ٩ مليارده يونه پانګی اچولی دی

cri

په دی وروستيو ورځو کی زمونږ خبريال د چين د موبايل مخابراتی شرکت په تړاو له يوی غونډی څخه خبر اخيستی چی په تيرو دوو کلونو کی د چين د موبايل مخابراتی شرکت په کليو کی د تيلفونونو تړلو پلان لپاره ٩ مليارده يوانه پانګی اچولی چی په ٢٦ زرو کليو کی يی تيلفونونه سمبال کړی دی .

د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په ٣٠ نېټه د سی چوانګ ولايت د عا با ولسوالی دا ګو په کلی کی زمونږ خبريال د دغی کلی مسئول نان مور جا سره مرکه وکړه .هغه وويل چی زمونږ په کليو کی ټول ٣ سوه تنه اوسيدونکی تبتيان دی او د سبو کرلو او د درملو له راغونډولو څخه ګټی اخلی . له دغه تيلفونی سانتيا مخکی دوي له بهرنې نړۍ څخه معلومات نه درلودل .د تير کال په پيل کی د چين موبايل مخابراتی شرکت د تيلفونی نښو د منلو مرکز جوړ کړی دی چی له دی امله خلکو ٢٠٠ موبايل تيلفونونه اخيستی دی .

نان مور جا د موبايل تيلفون يو تازه اخيستې او په کور کی يي تيلفون هم تړل شويدی . په تيلفون کی خبريال د کرهنې په اړه ١٥ خبرونه وکتل .نان مورجا وويل چی دا خبرونه د کرنی محصولاتو د بيو ،تکنالوژی او بازار په اړه د سی چوانګ موبيل تيلفون مخابراتی شرکت او د سی چوانګ د کرهنيزې ورځپاڼی له خوا برابر شوی دی .د تازه خبرونو او معلوماتو په تر لاسه کولو سره کليوال ژر ګټې لاس ته راوړي شي .

نو تير کال د دوی عايدات ٦٠ زرو ته رسيدلی دی .هغه باور څرګند کړ چی ژوند به

ورځ په ورځ ښه شي .

د تيلفون تړلو دغه پلان په کليو کی د مخابراتی اړيکو د نژديوالي او ښارونو او کليو ترمنځ د توپيرونو د کمښت لپاره د چين حکومت لخوا طرح شوی دی . د چين د معلوماتو وزارت د دغه پلان په سلو کی ٥٣ دندی دچين موبايل مخابراتی شرکت ته ورکړي دی . دغه شرکت په تيرو دوو کلونو کی له ټاکلي دندې څخه په سلو کې ٣٠ دندې تر سره کړی دی په بله ژبه په نورو ٦ زره کليو کې يي تيلفونونه تړلي دي

دغه پلان په عمده توګه په غرنيو او بي وزلو سيمو کی پلی کيږي چه بنسټيز ترانسپورتی تاسيسات يی ښه نه دی نو د پلان د پلی کولو په بهير کی زياتی ستونزی موجودی دی خو د دغه شرکت کارکوونکو د خپلو زيارونو له لارې دغی ستونزی ليری کړی دی .

دغه شرکت تل د بزګرانو اړتياوې په ياد دي او په دي هڅه کې دی چه ګڼ شمير بزګرانو ته نورې ډيرې ګټورې اسانتياوې برابر کړي .دغه راز نوموړي شرکت هم د بزګرانو د تيلفونی لګښت د کمښت لپاره په وړيا ډول دوي ته اقتصادي خبرونه او معلومات ورکوي څو چی دوي ژر تر ژره له بيوزليتوب څخه ليری شی اود شتمنۍ په لور پرمختګ وکړي .سږ کال به دغه شرکت د بزګرانو لپاره يوه ځانګړی تيلفونی کرښه پرانيزي .

ددې پلان د پلي کولو په ترڅ کی د دغه شرکت هڅې د بيلا بېلو خواوو له لوری منل شوې او ملاتړ يي لاس ته راوړی دی .د چين د ملی ولسی کنفرانس د دايمی کميټی غړی چيو ګوو ايی په سی چوانګ ولايت کی د دغه پلان څخه له کتنی وروسته

وويل چی د چين موبايل مخابراتی شرکت اوس بزګرانو ته د مخابراتی خدمتونو د برابرولو په برخه کی د ليدو وړ بر ياليتوبونه تر لاسه کړي او د نورو موسسو دپاره يي د نمونې په توګه رول لوبولی دی .

د دغه شرکت عومی مدير وانګ جيان جو خبريال ته وويل چی دغه پلان ديوی هوسا ټولنی د رامنځته کولو يوه برخه ده او د يوی هوسا او نيکمرغې ټولنی د جوړولو او د کليو ، بزګرانو او کليوالو سيمو د ستونزو د ليري کولو لپاره ډير لازم دی .