د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د جنوری ٢٩مه نيټه د چين تر ټولو مهم عنعنوی پسرلنی اختر دی او په دی مناسبت د چين مشران په جلا جلا توګه د هيواد بيلا بيلو سيمو ته لاړل او هلته يی له خلکو سره يو ځای په خوښۍ سره دغه ورځ تيره کړه . د دولت رييس هو جين تاو د چين د شمال لويديځ په هغه سيمه کی چه د هيواد د واکمنۍ دمخه د چين د کمونست ګوند بنسټ ايزه اډه وه، له پخوانيو سرتيريو سره وکتل او له بزګرو سره يو ځای يی نڅاوی وکړې او ډوډۍ يی وخوړله . دغه راز صدراعظم وين جيا باو د شان دونګ په ولايت کی بزګرانو ته د اختر مبارکی وويله
له همدی ورځی څخه د چين په بيلا بيلو ځايونو کی د اختر د نمانځنی فعاليتونه پيل شوی او د رخصتۍ په اوو ورځو کی زيات خلک د سفر لپاره بهر تللی دی .