<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-29 17:19:58    
د چين نوی کال له خوشحاليو څخه ډک بريښي

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! نن د جنوري نهه ويشتمه د چين د بزګری جنتري لمخې د نوي کال لومړي ورځ ده چه د چينايانو پسرلنې اختر دی ، مونږ د چين له پلازمېنی بيجينګ څخه تاسی ته د زړه له کومی د مينی او خپلی د خوښۍ نېکې هيلې څرګندوو٠ نن به مونږ تاسو ته د چينی او بهرنی موسيقی يو ځانګړی پروګرام وړاندی کړو او هيله ده چی زمونږ دغه ځانګړی پروګرام

له خوشحالی او نېکمرغی سره مل واورئ٠

ګرانو اورېدونکو!اسلام عليکم! زه د چينی ژبی لوست د پروګرام ويانده لولو يم. د چينايانو د پسرلي اختر د نوي کال د هرکلي او د کورنيو غړو د يووالي ورځ ده . هيله ده چې تاسي اوريدونکي زمونږ سره يو ځاي د دې جشن د رارسيدو په نسبت له خوشحاليو څخه خوند واخلئ .

په نننی پروګرام کی به تاسو ته له خوشحاليو او بختونو ډکې يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه سره د چين د مشهورې سندرغاړې جانګ يی له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم ئی دی هره أرزو ترسره کيداي شي .

( سندره ١)

د دغې سندرې نوم万事如意 دی او مانا يی دا ده چې هيله منه يم په نوی کال کې ستاسی هره هيله تر سره شی او هر څه سم وی. ورته کلمه دا ده چې 心想事成٠

د لويديځو هېوادونو د کريسمس اختر په شان د چينايانو يو ګډ عادت دا دی چه د نوي کال له رارسيدو مخکې بايد د کور ټول غړي بېرته خپل کور ته راستانه شي او په ګډه دغه بختور جشن ولمانځي٠ اوس به مونږ د ليو هه ګانګ له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم ئی دی د کورنۍ ټول غړي له خوښيو څخه په ډکه فضا کې راغونډيږي

د سندرې نوم 欢聚一堂 د چين يوه اصطلاح ده او مانا ئی دا ده چې د کورنۍ ټول غړي له خوشحاليو څخه په ډکه فضا کې راغونډيږی.

( سندره ٢)

پسرلنی اختر په چين کی د پسرلی فصل د رارسېدو نښه ده او د اختر په موده کې خلک يو بل ته د اختر مبارکي وايي نېکې هيلې څرګندوی چه په نوي کال کې به هر کار سم او دوی نيکمرغه اوسئ .اوس به مونږ په ګډه سره د جانګ يان له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم ئی دی په نوی کال کې ښه بخت او طالع لري .

د سندرې نوم 喜事登门 دی او دا اصطلاح دا مانا لری چې په نوی کال کې ښه بخت او طالع لري .

( سندره ٣)

د پروګرام په پای کی به په ګډه د ليوی له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم ئی دی په هر کار بريالی شی٠

مونږ د دغې سمندرې له لارې هيله لرو چه تاسي په نوي کال کې خوشحاله اوسئ او د چيني ژبې لوست له پروګرام څخه خوند او ګټې واخلئ.

( سندره ٤)