<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-29 17:44:14    
د اولمپيک سپورتی لوبو نښان

cri

چين به په ٢٠٠٨ کال کی د والمپيک د نهه ويشتمی دوری سپورتی لوبی پرځای کړی او څو ورځی دمخه يی د لوبو نښان نړيوالو ته اعلان کړ٠ د نړۍ ته کتنی په نننی پروګرام کی به د دی نښان او د تېرو څو دورو د سپورتی لوبو د نښانونو په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو٠ د بيجينګ دغه نښان د چينايی مهر او ورزش بيجينګ په نامه يادېږی چی د نښان په پورتنی برخه کی يو چينايی مهر دی او په لاندنی برخه کی په انګليسی ژبه ليکل شوی دی چی بيجينګ ، دوه زره اته او د اولمپيک پنځه حلقی هم ليدل کيږی٠ په چينی مهر باندی چی رنګ يی سور دی او د چين د لرغونی تصويری ليک، مهر او خطاطی په استعمالولو سره د لوړی هنری ښکلا له لاری داسی يوه کلمه خطاطی شوی ده چی د چين د مرکز يا فرهنګ کلمی ته ورته ده چی معغی يی د بيجينګ هغه جدی ژمنه ده چی په بيجينګ کی به د اولمپيک په تاريخ کی ډېری ښی سپورتی لوبی اجرا شی٠ د اولمپيک د بين المللی کميټی رئيس په همدی ورځ په خپله تلويزيونی وينا کی د دی نښان ډېر تقدير او ستاينه وکړه او باور يی څرګند کړ چی دغه نښان د اولمپيک په سپورتی تاريخ کی د هغو غوره نښانو څخه وی چی د نړيوالو له خوا د يادونی وړ دی٠ په راتلونکو څو کلونو کی به نړيوال د دی نښان له لاری بيجينګ او په بيجيګ کی د اولمپيک د راتلونکو لوبو سره أشنا شی٠ ټولو ته معلومه ده چی نښان د اولمپيک د هری دوری د سپورتی لوبو نښه ده او اهميت يی د ميدالونو، د يادګار نيکمرغی مواد او سپورتی ميدان نه هم اړوی او د اولمپيک په روحيی باندی د کوربه هېواد د ادراکو څرګندونه هم ده٠ د سلو کالو په تېرېدو سره د اولمپيک د سپورتی لوبو نښانونه هم تبديل شويدی٠ د اولمپيک لومړی سپورتی لوبی د ١٨٩٦ کال د اپريل په شپږمه نيټه د يونان په مرکز اتن کی پرانستلی شوی او د شرايطو د محدوديت له امله رسمی نښان يی هغه تصوير ؤ چی د سپورتی لوبو په باب د راپور په رنګه پشتی باندی رسمی شوی او د اتن ساتونکی ربه ليدل کيده چی په لاس کی يی د زيتون ښاخ نيولی ؤ٠ د مقدس معبد، ربه او د زيتون ښاخ د خلکو د سوله غوښتونکی أرزو مظهر دی٠ د يادونی وړ خبره دا ده چی په ١٩٧٤ کال کی د اولمپيک بين المللی ټولنی پريکړه وکړه چی د اولمپيک د يوويشتمی دوری سپورتی لوبی په مسکو کی جوړی شی، د پخوانی شوروی اتحاد حکومت د سپورتی تاسيساتو د جوړولو لپاره نهه مليارډه امريکايی ډالره مصرف کړل څو چی د لويو سپورتی لوبو د جوړولو له لاری د هغه هيواد د سياسی نظام ښيګڼی نړيوالو ته ښکاری کړی شی٠ دغه مفکوره د دوی له خوا په طرح شوی نښان کی په پوره توګه ترسيمه شويده چی په نښان کی د قوس د شپږو سرو خطونو له خوا رسم شوی داسی ودانی تر سترګو کيدی چی د شوروی اتحاد ساختمانی شکل ئی درلود ٠ خو څرنګه چی په ١٩٧٩ کال کی د پخوانی شوروی اتحاد فوځ په افغانستان باندی تېری وکړه، په مسکو کی د اولمپيک نوموړی سپورتی لوبی د چين او امريکی په شمو د زياتو هېوادو د مقاومت سره مخامخ شوی چی په نتيجه کی د دوی هغه خيال بالکل ناکام شو چی غوښتل يی د اولمپيک په منبع کی يعنی د يونان د تمدن زانګو ګڼل کيږی، نو سپورتی نښان يی تک ابی رنګه دی چی د ايګين بحر نمايندګی کوی او په ابی رنګ کی د زيتون د ښاخ څخه جوړ شوی د ګل تاج ليدل کيږی چی د سولی او افتخار نښه ده ٠ د اولمپيک د تېری دوری سپورتی لوبی د استراليا په مرکز سدنی کی جوړی شوی او نشان يی د أبی، سره ، ژيړ او سپين رنګونو څخه عبارت و چی په جلا جلا توګه يی د سمندر ، زمکی ، د لمر د وړانګو او پاکی هوا نمايندګی کوله او د هغه هيواد د ښکلی طبيعی منظرو او چاپيريال څرګندونه هم ده٠ په دی نښان کی د استراليا د بوميانو فرهنګ تر احترام لاندی و او په منډه وهلو هغه ورزشکار چی د بوميانو د درو نيزو څخه جوړ شوی و، پکی ليدل کيده او يو مار چی د بوميانو تر تم دی ، هم تر سترګو کيږی٠ د تېرو دورو د سپورتی لوبو نښانونه هم ډېر ښکلی او څانګړی وو٠