په لوېديځو هېوادونو کی د کريسمس جشن په شان په چين کی پسرلنی جشن د چينايانو لومړنی لوی جشن دی که څه هم د زمانې د پرمختګ سره سم ددې جشن د لمانځنې فعاليتونه بدل شويدي ، خو د چينايانو په ژوند او نظر کی نور جشنونه د دغه عنعنوي جشن ځاي نشي نيولی . د روانې مياشتې نهه ويشتمه نېټه د پسرلني جشن سره برابره ده يعني دغه ورځ د چين نوي کال لومړي ورځ ده
وايی چه د پسرلی عنعنوي جشن د څلور زرو کلونو تاريخ لری . خو په لومړی وخت کی دغه جشن د پسرلني جشن په نامه نه ياديده او نېټه يي هم دايمي نه وه . د چينايانو د عادت سره سم ، د پسرلی جشن د بزګری جنتري د کال د وروستي مياشتې له درويشتمې نيټی څخه د نوی کال د لومړني مياشتې تر پنځلسمې نيټې پوری تقريبا دری اوونی دوام لری او په دې موده کی د نوي کال بيګا شپه چه چو شي نوميږی او د نوي کال لومړی نيټه تر ټولو مهمه ده . چو شي په چيني ژبه د شيطانونو د وژلو مانا لري .
د چين په مختلفو ځايونو کی خلک د پسرلنی جشن د لمانځنې لپاره له خوښيو او خوشحاليو څخه ډک بيلا بيل مراسم او فعاليتونه تر سره کوي ، خو د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کی ددې جشن د لمانځنې فعاليتونه توپير لری، خو د چين په هر ځاي کې يو ګډ عادت دا دی چه د کور ټول غړی به خامخا د نوي کال له بيګا مخکې کور ته رسيږی او سره يو ځای به ډوډۍ وخوري . د چين په جنوب کی په ميلمستياګانو کې په لس ګونه ډوله خواړه تيارېږی او دو فو په نامه له لوبيا څخه جوړ شوی يو ډول خوراړه او کب به خامخا پکی وي ځکه چه په چينی ژبه کی د فو لفظ د شتمنۍ او د کب لفظ د زيرمې سره ورته والی لری. د چين په شمال کی د نوي کال په ماښامي ميلمستيا کې د چياو ځه نومي خوراک حتمی دی . په وروستيو کلونو کی ، د خلکو د ژواندنه سويی په لوړتيا سره په ښارونو کی ډېرې کورنې په رستورانونو کې ډوډۍ خوري . د پسرلنی جشن په موده کې چينايان هم د نيان ګاو په نامه کيک او د تانګ يوان په نامه خوراک خوري چه د لکو وريجو له اوړو څخه جوړيږی او د دغو دواړو خوراکونو د نومونو تلفظ په چيني ژبه کې د ژوند د ښه والي او د کورني غړو د يوځايښت معنی لری.
د نوي کال په بيګا شپه چينايان په خوشحالی سره له تير شوی کال سره
خداي پاماني او د نوی کال هر کلی کوی. د نوي کال د هر کلي لپاره خلک اور لوبې کوي ، خو د امنيت د تامين او د ککړتيا د کمښت له امله اوس د بيجنګ په شمول د لويو ښارونو په مرکزی سيمو کی دغه فعاليت بند شوی دی ، خو په پراخو کليوالو سيمو کی د اور لوبې عادت لا هم ساتل شويدی . د نوي کال د لومړی مياشتې په لومړی نيټه هر څوک نوی کالی اغوندی او د مېلمنو هر کلی کوي يا د دوستانو او خپلوانو کورونو ته ورځی.
د پسرلنی جشن په موده کی رنګارانګ کلتوری فعاليتونه هم ترسره کيږی. له وروستيو کلونو راهيسې د نوی کال د هر کلی لپاره فلمونه ښودل کيږی . په پراخو کليوالو سيمو کی بازارونه پرانيستل کيږي او په زړه پوري نندارې اجرا کيږي چه ټول هيوادوال د خوښيو او خوشحاليو په يوه فضا کی دغه جشن تيروي .
د خلکو د ژوندانه سويی په لوړتيا سره، پر عنعنوی عادتونو سر بېره، ډېر نوی فعاليتونه رامنځته شويدی. مثلا د جشن په موده کې ځيني کسان سکي وهي او ځينی په کورونو کې په انترنيت کې لوبی کوی . دغه راز نور ځيني کسان د سفر لپاره بهرنيو هيوادونو ته ځي .
چين د شپږ پنځوسو قومونو لرونکی هېواد دی، که څه هم د بيلا بيلو قومونو د وګړو ترمنځ د ژبو ، د ژوندانه لارو چارو او رسم رواجونو له پلوه توپير شته، خو اکثريت يی پسرلني جشن د لومړي لوي جشن په توګه لمانځي .