<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-30 17:36:49    
په پسرلنی اختر کی د چينايانو له خوا د مصرف او لګښت کولو حالت

cri

ګرانو اوريدونکو ،د چين د اقتصاد په دغه پروګرام کی په پسرلنی اختر کی به تاسوته د خلکو له خوا د مصرف او لګښت په باب معلومات وړاندی کړو.

چينايان له خپل دود او عادت سره سم د بزګری کال د وروستی ورځی په شپه د خپلو کورنيو غړو سره يو ځای په کور کی ډوډۍ خوری ،خو اوس د عايداتو او دغه راز د لګښت د زياتوالی له امله ډير خلک له کور څخه بهر ته ډوډۍ خوری .د چوان جو ده په نامه د ګروپ يوی مسئولی ليو ګوی فانګ وويل چی د رستورانونو ګټی به سږ کال د پسرلنی اختر په موده کی نوی ريکارډ تر سره کړي .(اواز....................) د چين د عنعنوی بزګری په وروستی ورځ زمونږ ټولی چوکۍ نيول شوی وی . تير کال په بيجينک کی د چوان جو ده عايدات ١٠ مليونو يوانو ته رسيدلی وو .مونږ هېله لرو چی د سږ کال عايدات به د تير کال په نسبت زيات وی .

پسرلنی اختر د چينايانو لپاره بهر ته د سفر يو فرصت برابروی . ميرمن چی ژوی چی د چين د شمال ختيځ په سن يانګ ښار کی اوسيږی ،زمونږ له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل دا په پسرلنی اختر کی په خپل کور کی نه پاتی کيږی او غواړی چی له خپل خاوند سره هانکانګ ته ولاړه شی .

(اواز................) مونږ غواړو چی هانکانګ ته ولاړ شو او هلته کالی واخلو . ځکه چی په هانکانګ کی زيات شمير مارکونه شته او په پسرلنی اختر کی د کاليو بيه ټيټېږی .مونږ هم غواړو چی د ديزنی پارک ته ولاړ شو او د خپل سفر لپاره ٣٠ يا ٤٠ زره يوانه مصرف کړو .

د چين د نړيوال توريستی شرکت يو مسئول ښاغلی جانګ سو په پسرلنی اختر کی

بهرنيو هېوادونو او سيمو ته د سفر له چارو څخه خوښی څرګنده کړه .هغه وويل

(اواز.............) پخوا په پسرلنی اختر کی د دغه اختر د مبارکی لپاره د يوی کورنی غړی راغونډيدل.اوس عنعنوی افکار بدل شوی دی .زيات خلک غوا ړی چی په دغه اختر کی سفر وکړي .

د احصائيی له مخی د سفر لپاره بهرنيو هېوادونو او سيمو ته د تلليو کسانو شمير د چين په بيجينګ او شانګهای ښار کی زيات دی .تير کال په پسرلنی اختر کی بهرنيو هېوادونو اوسيمو ته له دغو دوو ځايونو څخه د سفرکوونکو شمير په جلا جلا توګه ٣٢ زرو او ٢٨ زرو ته رسيدلی و . په دی اړه د څيړونکو د اټکل له مخی به په سږنی پسرلنی اختر کی د سيلانيانو شمير زيات شی .

پسرلنی اختر په چين کی د کلتوری ارزښت نه پرته اقتصادی ارزښت هم لری .ښاغلی ګاو ده بو چه د چين د خلکو په پوهنتون کی د اقتصاد پوهنځی پروفيسر دی ، زمونږ خبريال ته وويل چی په پسرلنی اختر کی د خلکو لګښتونه تريوې اندازې پوري د هيواد د اقتصادی پرمختګ سبب دی .

هغه وويل چی په وروستيوکلونو کی راهيسی د چين اقتصاد پرمختيايی سرعت په سلو کی ٩ ساتل شوی دی چی له دی امله د کليوالو او ښاريانو عايدات هم زيات شوی دی .د معلوماتو له مخی په پسرلنی اختر کی دچين په کليو کی د بزګرانو لګښتونه هم زيات شوی دی . ميرمن شينګ هوا د چين د شمالی برخی د سان سی ولاين يوه بزګري ده .هغی وويل

(اواز.....................)زه د درملو له کرلو څخه ٥ زره يوانه تر لاسه کړی دی .نو غواړم چی د ماشومانو لپاره کالی او يو موټرسايکر واخلم .

د يوی ابتدايی احصائيی له مخی په پسرلنی اختر کی د خلکو لګښتونه شل ګونو ملياردو يوانو ته رسيدلی دی .له دی امله چی په چين کی ٩ سوه مليونه بزګران شته نو په راتلونکو پسرلنی اخترونو کی به د چين د خلکو لګښتونه ډير پرمختللی امکانات و لری .