<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-30 18:53:03    
د چين د عنعنوی جنترۍ له مخی سږکال د سپی کال دی

cri

ګرانو اوريدونکو ، چينايان د خپلو ماشومانو د زېږيدنی په کلونو د نوم ايښودلو عادت لری او په دی ډول په هر کال د يو ځناور نوم ايښودل کيږی چه شميريی دولس دي . د ٢٠٠٦ عيسوی کال د جنوری ٢٩ نيټه د چين د پسرلی د عنعنوی اختر پيل دی او د چين د عنعنوی جنترۍ له مخی دغه ورځ د چين د سپی کال لومړنی ورځ هم ده . د پروګرام په دی برخه کی به تاسو ته د چينايانو د دغه عادت او د چين په کلتور کی د سپيانو په باره کی څه معلومات درکړو .

د چين د عنعنوی جنترۍ سره سم په هرکال د يو ډول حيوان نوم ايښودل کيږی او دولس کلونه يوه دوره جوړوی . د هری دورې د دولسو حيواناتو نومونه په دی ډول دي _ موږک ، غوا، ببر ، سوی ، ښامار ، مار ، أس ، پسه ، بيزو، چرګ ، سپی او خوګ . په چين کی په دی اړه کيسی ډيرې دي چه په کلونو د١٢ ډوله ځناورو نومونه ايښودل کيږی. د ځينو خلکو په نظر ، د کلونو شميرلو په برخه کی دغه ډول طريقه د چين د لرغونی زمانې له (( هوا شيا )) قوم او ملی اقليتونو څخه ترلاسه شوی ده. ځينو خلکو داسی ويلی چه په کلونو د ځناورو نومونو ايښودلو عادت له هند څخه چين ته خپره شوی دی . منتها چين د ميلاد د مخه په دريمی پيړۍ کی په دی طريقه د مهالونو په ټاکلو پيل وکړ چه هره ورځ په دولسو مهالونو ويشل کيږی . مثلأ د شپی لخوا له ١١ بجو نه د سهار وختی تر يوی بجی پوری موږکان ډير فعال دی ، نو موږک د دغو ١٢ ډوله ځناورو په سر کی لومړی ځای نيسی . د ماښام له اوو بجو نه تر نهو بجو پوری سپی په وفاداری سره د کور ساتلو دنده په غاړه لری ، نو سپی يوولسم ځای نيسی . د لرغونی زمانی چينايانو په دی ترتيب هم کلونه ټاکلی او شميرلی ؤ او دولس کاله يوه دوره جوړوی .

سږکال د سپی کال دی . په چين کی د سپی په اړه په زړه پوری کيسی ډير رواج لری .

سپی يو داسی ډول ځناور ګڼل کيږی چه له مونږ انسانانو سره نژدی اړيکی لری او د انسانانو دوست دی .هغه کيسی چه سپيان د خپلو مالکانو د ساتلو رول لوبوی او هغوی ته وفادار وی ، هم په لرغونی زمانه او نننی ورځ ، او هم په چين او نورو هيوادونو او سيمو کی اوريدل کيږی . د مان قوم خلک چه د چين په شمال کی ژوند کوی ، له سپيانو سره ډيره مينه لری . ددغه قوم نيکه نورهاڅی چه د ١٦می پيړۍ له وروستيو کلونو او د ١٧می پيړۍ تر لومړنيو کلونو پوری به يی ژوند کاوه ، د چين د وروستی فيوډالی شاهی دورې په توګه د چينګ سلسلې موسس ؤ . د يو روايت له مخی ، د مينګ په نامه د پخوانی سلسلی د پوځ په تعقيب نورهاڅی د أس په سپرلۍ له خپل سپی سره يو ځای وتښتيد . کله چه د يو نيغ غره اړخ ته ورسيد او د تښتيدو لاره يی بنده شوه ، هغه دی ته اړشو چی له دغه غره څخه ځان ښکته وغورځوی . خو له نيکمرغه هغه مړ نه شو او يوازی بی سده شو . نوموړو تعقيب شويو سرتېريو ګمان وکړ چه هغه مړشوی دی او په اور يی تړل شوی لرګی بل کړ او د نورهاڅی په بدن باندی يی وغورځول او له نوموړی ځای څخه ووتل . په هماغه وخت کی د نورهاڅی سپی د سيند په اوبو کی ځان واچاوه او بيا يی په خپل بدن سره د خپل مالک پر بدن اور مړ کړ . په دی توګه نورهاڅی له مرګ څخه بچ شو ، خو دهغه سپی د ستړتيا او زخم له امله مړ شو.

وروسته نورهاڅی د مينګ سلسلی پر ځای چينګ سلسله جوړ کړه او چين يی د يو واحد هيواد په توګه راغونډ کړ . دغه راز سپی د مان قوم خلکو وفادار دوست ګڼل کيږی .د کلونو کلونو په ترڅ کی ددغه قوم خلکو د سپی د نه وژلو ، د سپيو غوښو د نه خوړلو او د سپيو له پوستکو څخه د ګندل شويو خوليو او توشکونو د نه استعمالولو عادت ساتلی . دغه شان د چين د پومی ، لاهو او تبت قومونو خلک هم همدغسی عادت لری .

د خلکو په نظر سپی ملايم ، وفادار او زړه ور طبيعت لری . دا غږونه چه سپی ((وانګ وانګ )) کوی ، په چينايی ژبه کی د پرمختګ او ترقۍ له تلفظ سره توپير نه لری . نو په دی توګه په چين کی داسی متل شته چه سپی خلکو ته شتمنی او نيکمرغی رسوی . په بله ژبه که په ناڅاپه توګه يو سپی د چا کور ته داخل شی ، نو ددغه کور مالکان اوڅښتانان به ډير خوشحاله شی ، ځکه چه ددوی په نظر شتمنی به له سپی سره هم ژر راورسيږی . سربيره پردی په زياتو پخوانيو کتابونو کی ليکل شوی چه سپی د مصيبتونو له منځه وړلو رول لری . نو له دی امله په لرغونی چين کی سپی له هغو ځناورو څخه هم شميرل کيده چه خلکو به پری د خپلو اسلافو عبادت کاوه .

د ٢٠٠٥ عيسوی کال په وروستيو ورځو او د ٢٠٠٦ نوی کال په لومړنيو ورځو کی د چين د سپی کال په اړه رنګارنګ او ښکلی پوستی ټکټونه په ډيرو هيوادونو او سيمو کی له چاپه وتلی او توزيع شوی دی . دغه راز د سپی کال د يادونی لپاره ډول ډول هنری او صنعتی شيان هم د خلکو د مينی او خوښی وړ ګرځيدلی دي . ددغو بختورو شيانو په جمله کی دهغو دلچسپو او ښکلی سپيانو مجسمی شاملی دي چه اشکال يی بيلا بيل دي او په جلا جلا توګه له سروزرو او

قيمتی ډبرو څخه جوړی شوی وی . دغه شان په هغوی ښه نومونه ايښودل شوی لکه شتمنی رسوونکی سپی ، د کور ساتوونکی سپی او داسی نور .

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د سپی کال او سپيانو په اړه څه معلومات واوريدل .