د سکي وهلو لوبه ډيرو پيسو ته اړتيا لری ، پخوا په چين کی د دغی لوبې د عامولو اندازه ټيټه وه ٠ په وروستيو کلونو کی د چين د اقتصاد له چټکې پياوړتيا سره لا زيات شمير چينی ښاريان د سکي وهلو له لوبی سره مينه لری ٠ د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به تاسو تر دې عنوان لاندی يو مضمون واورئ چه چينايان د بدنی روزنی لپاره په ژمی کی د سکي وهلو له لوبی سره مينه لری ٠
د ژمی له رارسيدو راهيسی د چين په شمال کی يخه هوا د سکي وهلو لپاره مساعده ده ٠ له اړوندو معلوماتو سره سم د بيجينګ په شوا خوا کی د سکي وهلو په دوولسو ميندانونو کی هره ورځ نژدی دوه زره تنه لوبغاړې منل کيږي ٠ د لونګ فنګ شان په نامه د سکي وهلو د ميدان کارکوونکی ښاغلی ګاو خبريال ته وويل ___اواز____
د ژمی له رارسيدو راهيسی هره ورځ له زرو څخه تر دوو زرو پوری تنه مينوال د سکي وهلو لپاره زمونږ ميدان ته راځی او د مينوالو د موټرونو لپاره د دريدو ځای نژدی هره ورځ ډک وي ٠ د ژمی په راتلونکو ورځو کی به د مسافرينو شمير نور هم زيات شي ٠
په وروستيو کلونو کی د سکي وهلو لوبه په چين کی په چټکه توګه رواج موندلی دی او د دې لوبی ميدانونو او مينوالو شمير هم په زياته اندازه لوړ شويدی ٠ په يو هېواد کی د دغې لوبې د عامولو کار د سکي وهلو ميدانونو له شمير سره نژدې اړيکی لری ٠ د چين د سکي وهنی لوبی د ټولنې د عمومی منشی مرستيال ان لين بين خبريال ته وويل چه په ١٩٩٦ کال کی په ټول هېواد کی د سکي وهلو ميدانونو شمير له لسو څخه کم و ، خو اوس له دوو سوو څخه اوښتي دی ٠ هغه وويل __اواز___
په چين کی د سکي وهلو لوبی په وروستيو کلونو کی د چټکې ودې په حال کی دی ،
د تيری پيړۍ د نهمې لسيزې په منځنی موده کی يوازی څو ميدانونه د دې لوبې د مسلکی لوبغاړو لپاره برابر شول ٠ خو اوس د سکي وهلو لوبی لپاره ډير زيات ميدانونه د چين په پنځلسو ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو کی پراته دي ٠
د سکي وهلو د ميدانونو په زياتيدو سره په دې لوبی کی د ګډون کوونکو شمير هم په چټکه توګه زيات شويدی ٠ تر ٢٠٠٤ کال پوری په دغې لوبی کی د برخه اخيستونکو شمير له دېرشو لکو څخه زيات ؤ ٠ د چين د سکي وهلو د ټولنې د عمومې منشی مرستيال ان لين بين دا نظر لری چه د سکي وهلو لوبه په چين کی نه يوازی د مسلکی لوبغاړو لپاره يو ورزش دی ، بلکی ټول عامه خلک هم پکی ګډون کولای شي ٠
هغه وويل چه د سکي وهلو د لوبی خپرېدل د چين د ټولنې له پرمختګ سره اړه لری ٠ ځکه چه د دې لوبې د ميدانونو د أبادی او د سامان الاتو اخيستل زياتو پيسو ته اړتيا لری ٠ پخوا د چين د خلکو عايدات لږ و ، نو دوی نه شوای کولای په دغې لوبې کی ګډون وکړي ٠ اوس د چين د خلکو د عايداتو د زياتوالی له امله د دوی لګښتی توان هم لوړ شوی دی ، نو لا زيات شمېر چينايان د سکي وهلو په لوبې کی ګډون کوي ٠
زيات شمير مينوال يوازی غواړي چه د دې لوبی څخه خوند واخلی ، خو ځينی مينوال د دې لوبې سره ډېره مينه لری ٠ يو مينوال جانګ چو هوي چه د دې لوبې په هکله د شپږ کلنه تجربه لری ، وويل د دغې لوبې سره د علاقی لرلو سبب دا دی چه ما ته د تکړتوب احساس راکوي ٠ هغه وويل ___اواز___
د سکي وهلو په وخت أسمان أبی دی او تر پښو لاندی سپينه واوره ده ، زه د غره له څوکې څخه د کښته کيدو له ګړندی سرعت سره مينه لرم ٠
په بيجينګ کی د يوه منځنی ښوونځی ښوونکی ښاغلی ګو وويل چه د سکي وهلو
لوبه د بدنی روزنی لپاره ښه ورزش دی ٠
زيات شمير کسان د کوچنيتوب په وخت کی دا هيله لری چه له لويدو نه وروسته د لوبغاړو په شان له واورو څخه په ډک ځای کی سکي ووهي ٠ نن ورځ د چينی ځوانانو لپاره د سکي وهلو ورزش د شتمنۍ او برياليتوب يوه نښه بلل کيږي ٠