<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-31 19:36:08    
*د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه تر ټولو ځوانه اتله --- ايلين ريکين

cri

نجلۍ ايلين چه د کوچنيتوب په وخت کی يی د لرغونی باليټ د زده کړې او تمرين لپاره ډير زيارونه او زحمتونه ګاللی ، د اتو کالو په عمر يی د لامبووهلو په تمرين پيل وکړ ،خو له دی امله چه بدنی وزن يی ډير سپک و او د اوږده واټن لپاره يی د لامبو وهلو له تمرين سره سمون ونه خوړ ، نو نجلۍ ايلين د لامبو وهلو پر ځای د غوټی وهلو د مهارتونو په زده کړی پيل وکړ . د اولمپيک د اوومی دورې له سپورتی لوبو مخکی ١٤ کلنې ايلين په انتخاباتی مسابقه کی د دوهم ځای نيولو په برياليتوب سره په دولتی ډله کی شامله شوه . د امريکی د اولمپيک کميټې په ځانګړی ډول د هغی د ورځنی ژوند لپاره يو لنډ مهالی ساتوونکی وروليږه . کوچنی نجلۍ ايلين د خلکو هيلې او اميدونه هم پوره کړل او د ښځو د غوټی وهلو په لوبه کی يی د امريکی د سپورتی ډلی لپاره يو طلايی مډال ګټلی دی .

* سيمون نورمی __ د اوږده واټن په ځغاستی کی د فيليند مشهور لوبغاړی

د فيليند نامتو لوبغاړی سيمون نورمی چه د اوږده واټن په ځغاستی کی ډير تکړه ؤ ، د لومړی ځل لپاره د اولمپيک د اوومی دوری په سپورتی لوبو کی برخه واخيسته او دری طلايی مډالونه يی وګټل . خو د دغو برياليتوبونو په وړاندی نورمی د نورو برياليو لوبغاړو په شان نه ؤ چه د خوښی احساسات پر خپل مخ څرګندوی او هر وخت به يی يوه جدی څيره د نورو په وړاندی ښودله . نورمی په خپل کوچنيتوب کی ډير غريب و او د ١٢کالو په عمر يی پلار يی ورځنی لاړ او د ژوند په بهير کی د دغه ډول بدمرغی تجربې له امله د هغه دغه شان جدی خوی او طبيعت جوړ شوی او په دی توګه سيمون نورمی ورو ورو مسکا او خندا هم هيره کړی ده .

*د توری وهلو په لوبه کی غوره او وتلی وروڼه

د ايتاليا مشهور لوبغاړی نيدو نادی دانتويرپ د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د توری وهلو په پنځو لوبو کی پنځه طلايی مدالونه ترلاسه کړل او په دی ډول تر اوسه پوری د توری وهلو په لوبو کی هغه يوازنی داسی غوره لوبغاړی ګڼل کيږی چه د اولمپيک د يوې دورې په سپورتی لوبوکی يی پنځه طلايی مډالونه ګټلی دي . دغه شان د هغه کشر ورور أردو نادی په دغه سپورتی لوبو کی د توری وهلو په ډله ايزه سيالی کی دری طلايی مډالونه او د توری وهلو په يوه کسيزه لوبه کی يی د سپينو زرو مډال هم ترلاسه کړ . نو له دی امله دوی د توری وهلو په لوبه کی د دواړو غوره او وتلو لوبغاړو په توګه شهرت ترلاسه کړی دی .

*په پاريس کی د اولمپيک د اتمی دوری سپورتی لوبی

د اولمپيک د اتمی دورې سپورتی لوبی د ١٩٢٤ کال د می له څلورمی نيټې څخه نيولی د جولای تر اوه ويشتمی نيټې پوری په پاريس کی ترسره شوې او په رسمی توګه يی د پرانستلو نيټه د جولای پنځمه ورځ وه . د پاريس په

دغو سپورتی لوبو کی د اولمپيک په ورزشی تاريخ کی ډير لومړنيتوب رامنځ ته شوی دي ،. لومړی - په دغو لوبوکی د برخه والو سپورتی ډلو شميرڅلورڅلويښتو ته رسيدلی او د لومړی ځل لپاره له څلويښتو نه اوښتی ؤ . دوهم _ د بيلابيلو لوبو په مسابقو کی ګډون کوونکی لوبغاړي دريو زرو او اتيا تنو ته ورسيدل او دغه شمير لومړی ځل له دريو زرو نه زيات شو. ددوی په منځ کی ١٣٦ تنه ښځينه لوبغاړی شاملی وې . دريم _ د دغوسپورتی لوبو په اړه د نندارچيانو شمير هم نوی ريکارډ ټينګ کړ او ٦ مليونو اوو لکو او څلويښتو ته رسيدلی و .