د چ1ين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، افغانستان ته د مرسته ورکولو په خاطر يوه نړيواله غونډه چه دوې ورځی به دوام ولری ، د جنوری په ٣١نيټه سهار په لندن کی پرانستله شوه . ددغی غونډی مرام د افغانستان د بيا رغاونی په اړه يو نوی پنځه کلن پلان وړاندی کول دی ترڅو د ملی امنيت ، اقتصادی استقرار او له مخدرو موادو سره مبارزې په شمول يو لړ برخو کی افغانستان ته مالی مرسته برابر شی .
د م م سرمنشی کوفی عنان په خپله وينا کی د هيواد د بيا ابادۍ په لاره کی د افغانستان لخوا ترلاسه شوی پرمختګونه ستايلی دی .
له کوفی عنان نه پرته ، ولسمشر حامد کرزی ، د برتانيی صدراعظم بلاير او د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ په شمول د څه د پاسه اويا اړوندو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازيو په دغه غونډه کی برخه واخيستله .