د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ چه په لندن کې له افغانستان سره د مرستې په اړه په نړيوالې غونډې کې په ګډون کولو بوخت دې د جنوری په يو ديرشمه نېټه په جلا جلا توګه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي ، د روسيی د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لافروف او د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيدقصوری سره خبرې اترې وکړې .
له افغان ولسمشر کرزي سره د خبرو اترو په ترڅ کې لي جاو شينګ وويل : چين به د بيا رغونې په بهير کې د افغانستان له حکومت او خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ژر رامنځ ته کولو لپاره کوشش وکړي . ښاغلی کرزي په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د چين له مرسته مننه وکړه . نوموړی وويل چه افغانستان به تل د يو چين پر دريځ ټينګار وکړي .
لي جاو شينګ او سرګی لافروف په تېر کال کې د چين او روسيی ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو د نژدی کولو په اړه خوښی څرګنده کړه .
ښاغلی لي او د هغه پاکستانې سيال قصوری د ايران د ذروی مسئلې په اړه د نظريو تبادله وکړه . دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دغې مسئلې د ديپلوماتيک حل و فصل لپاره د کوششونو په اړه خلی منځيو سلا مشورو ته دوام ورکړی .