د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د چين د ځنګلونو د چارو رياست د تازه خبر له مخی ، په چين کی د لندو ځايونو د ساتلو پلان په رسمی توګه پلی شوی دی . په راتلونکو پنځو کلونو کی به چين د لندو ځايونو د ساتلو په ساحه کی نهه مليارده ژن مين بی يونه واچوی دغه راز د چين د طبعيی لندو ځايونو نيمه برخه په ښه توګه وساتل شی .
اوس په چين کی لانده ځايونه دچين مساحت په سلو کی څلور برخه نيسی . نو ځکه د لندو ځايونو ساتل د چين د اکولوژی چاپيريال د ساتلو په برخه کی يوه مهمه دنده ده .