<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-01 18:06:37    
د چين د حه نان د ولايت اوسيدونکي د بيلا بيلو أش د خوړلوسره زياته مينه لري

cri

 د چين په مختلفو ځايونو کې ځانګړي غذايي نظامونه موجود دي ٠ د مثال په توګه د چين د شمال لويديځې خوا د شان سي ولايت خلک په غذا کې د سرکې د زيات استعمال عادت لري نو په دي ولايت کې د سرکې په باب تاريخ هم ډير لرغوني دي ، خو د چين د منځني خوا د حه نان ولايت د خلکو عمده خواړه ډول ډول أشونه دي او په دي ولايت کې د أش ډولونه او د جوړولو طريقې بيل بيل دي ٠ ويل کيږي څوک چه د حه نان ولايت ته ځي ، که يوه کاسه هغه أش چه په تودو خوندوره ښوروا کې پخول شوي ، و نه خوري ، نو هغه د دي ولايت ريښتياني ډوډۍ نه ده خوړلي ٠

د حه نان ولايت د اوسيدونکو ژوند د بيلا بيلو أشونو څخه نه جلا کيږي ٠ په تيره بيا په خوندوره ښوروا کې جوش شوي أش ډير شهرت لري ٠ نوموړي أش په دي ډول جوړيږي چه لومړي أش په جوش ښوروا کې او بيا نرمې غوښې او سبزې اچوي او سره يو ځاي پخوي ٠ ددي ولايت اوسيدونکي تقاعد شوي کارکونکي ښاغلي ليو شنګ لي خبريال ته وويل چه زه او زما ښځه ټول د أش ښوروا پخولي شو او زما د کورني ټول غړي هم د دغه ډول خواړه سره زياته مينه لري ٠ هغه وويل چه اوس د ژوندانه سويه مو اوچته شوې ده ٠ که غواړي ، هر ډول خواړه خوړلي شي ، خو زمونږ په نظر د أش شوروا تر ټولو خوندوره ده ٠ که وخت نه لرو چه په کور کې نوموړي أش پخوي ، حتمأ به د دغه ډول خواړه د خوړلو له پاره مشهور رستوران ته لاړ شو ٠

د حه نان ولايت د نوموړي أش قسمونه ډير دي ، لکه هغه أش چه د پسه غوښې په ښوروا کې اچول کيږي ، ډير مشهور دي او د خلکو دډوډۍ پر ميز باندې يي ډير ليدل کيږي ٠ په دي ښوروا کې سپين أش ، د پسه نرمه غوښه ، شنه دنيا او د سور مرچ غوړي پکې شته او ډيره خوندوره ښوروا يي تشکيلوي ٠ د حه نان په ولايت کې د نوموړي أش رستورانونه هم ډير ليدل کيږي ٠ د دي ولايت مرکز ځنګ جيو ښار په چين کې د أش ښوروا ښار په نامه شهرت لري ٠ په دي ښار کې نژدي په ټولو لارو کوڅو کې نوموړي رستورانونه شته ٠ د سياو جي په نامه د أش ښوروا رستوران ډير مشهور رستوران دي ٠ ښاغلي ليو ون چه د کار له پاره د چين له بل ځاي نه دغه ښار ته راغلي او په خاص ډول يي په دي رستوران کې أش خوړلي دي ، خبريال ته وويل چه دلته د أش ښوروا ډيره خوندوره ده ، پرون چه تازه دغه ښار ته راغلي يم ، زما دوست ما ته وويل چه په دي رستوران کې د أش ښوروا ډيره خوندوره ده ، په ريښتيا زه دغه ډول أش ډير خوښوم ٠ د دغه رستوران أشپز ښاغلي تونګ جي شان خبريال ته وويل چه دغه أش ځکه زيات مشتريان راجلبوي ، ځانګړي خصوصيت لري يعني ښوروا يي د پسه او چرګ غوښو د پخولو له لارې جوش شوې ده ، نو د ښوروا خوند يي ډير زيات دي ٠

د حه نان په ولايت کې پرته د أش ښوروا نه نور بيلا بيل أش هم ليدل کيږي ، لکه وچ أش ، سره شوي أش ، د بخار أش ، اوږدول شوي أش او داسي نور ٠ له بلې خوا ځني أش مالګن ، تيز او تريو دي ٠ ددي ولايت اوږدول شوي أش هم ډير شهرت لري ٠ لکه د دي ولايت د يانګ جي په نامه د أش رستوران کار و بار ډير تود ښکاري ، په دي رستوران کې د اوږدول شوي أش خصوصيت دا دي چه د خوړلو په وخت کې په خوله کې أش هم نرم او هم صاف او خوند يي هم ډير زيات دي ٠ ميرمن جانګ لي چه په دي رستوران کې أش خوري ، خبريال ته وويل چه زه تل له دوستانو سره يو ځاي په دي رستوران کې اوږدول شوي أش خورم ، که څه هم زما کور له دي رستوران نه ډير ليري دي ، خو زه هم تل له دوستانو سره يو ځاي دغه رستوران ته راځم ٠ ځکه چه په دي رستوران کې أش ډير خوندور دي ٠ولي د دي ولايت اوسيدونکي د أش له خوړلو سره دومره زياته مينه لري ، يو مهم علت دا دي چه د حه نان ولايت د چين يو لوي زراعتي ولايت دي او د غنمو عمده توليدونکي ولايت هم دي ٠ نو أش د دي ځاي د اوسيدونکو عمده خواړه دي ٠