<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-01 19:11:55    
وريځی او ژوند

cri

وريځی وچ ځاي ته باران وړي ، د عالمانو په اند د زمکې راتلونکی برخليک په وريځو پوری اړه لری او ځينو فضانوردانو حتی داسي ويلي چه دوي د وريځو او فضا ترمنځ د اړيکو رازونه موندلی دی .

ښايي تاسي په دې نه پوهيږي چه وريځی په هوا کي د صفر اعشاريه صفر دوه ملي مترو په قطر د اوبو څاڅکو څخه جوړيږي چه دغې څاڅکې په نه خوځيدونکې هوا کې په ثانيه کې د صفر اعشاريه پنځه سانتي مترو په سرعت لويږي ، نو دوي د هوا د نسبتي ګرم جريان لخوا په هوا کې ساتل کيږي. د يوه وړوکي وريځي وزن تقريبأ پنځه سوه ټنه دي او په هر مکعب متره کې يوازي د صفر اعشاريه د دوو نه تر پنځو پورې اوبه شته .

په هر هيواد کې خلک د وريځې د کتلو له لارې د هوا د بدلون اټکل کوي د بيلګې په توګه کله چه په هوا کې د فلس په شکل وريځی ليدل کيږي چه د باران د اوريدو يوه نښه ده . په اتلس سوه دوهم کال کې د انګلستان هوا پيژندونکي هوارد د وريځو د دسته بندي سيستم وټاکه چه ددې سيستم لمخې وريځی د معمولي ، طبقه لرونکي او تاو شويو وريځو په شمول په درو شکلونو ويشل کيږي د هوا اټکل او پيشبينی نور هم درسته وي .

وريځی د ناروغيو د خپريدو سبب دی ؟

نژدي له شلو تنو څخه يو تن په دې پوهيږي چه وريځی د انسان پر روغتيا باندی منفي اغيزه لری مثلا وريځی په ژمي کې د لمر د پلوشو د بندولو له امله د انسان د موسمی روحی بی نظمۍ سبب دی ، د انسان په روغتيا باندي د وريځو ډيره

مستقيمه بده اغيزه دا ده چه په وريځو کې د سرطان د پيدايښت ميکروبونه پټ دي .د جرمني د يوه عالم په اند د هوا پورته کيدونکي جريان چه د وريځو د رامنځته کيدو عامل دی ، له معمولي مکروب نه ډير کوچني ميکروبونه وړلی شي چه دغسي ميکروبونه د لندو وريځو لخوا د باران سره يو ځاي زمکې ته لويږي او ناروغۍ په هر ځاي کې خپريږي .

وريځی او فضا

زياتره وريځی د دودونو په شاوخوا کې د بخار لخوا جوړيږي ، خو اوس عالمان دا نظر لري چه ځينی وريځی په بهرنی فضا کې له فعاليتونو سره اړه لری ، په نولس سوه اوه اويايم کال کې د دانمارک عالمانو د وريځو او فضايي وړانګو ترمنځ اړيکې پيژندلي دي . په هغه راپور کې چه په دوه زره دريم کال کې خپور شوی ، ليکل شوي چه په تيرو سلو کالو کې د زمکې د هوا د تودوخې دوه په دريمه لوړوالی له فضايي وړانګو سره اړه درلود .

په هوا باندي د وريځو اغيزې

د زمکې په هوا باندی د وريځو د اغيزو پيژندل د اوسنيو عالمانو ستره دنده ده . وريځی د زمکې تودوخه جذبوی او بيا زمکې ته را منعکسوي چه دا د زمکې د تودوخي د ساتلو دپاره ګټه لری . خو وريځی هم د لمر وړانګې په مستقيم ډول بيرته کيهان ته منعکسوی چه دا د هوا د تودوخي د ټيټوالی نقش لوبوي . کوم رول چه ستر وی ، د وريځو له شکل او موقعيت سره اړه لری . په ټيټه هوا کې وريځی د لمر د وړانګو د منعکسولو ستر رول لوبوي چه په نتيجه کې به د زمکې د تودوخی درجه ټيټه شي . خو په جګه هوا کې وريځی د لمر وړانګو د جذبولو ستر رول لري . په جګه هوا

کې د وريځو د لږ څه زياتوالی له امله د زمکې د هوا د تودوخي درجه صفر اعشاريه درې زياتيږي . که په ټيټه هوا کې وريځی بدلې شي ، د زمکې د هوا د تودوخي درجه به يوه درجه ټيټه شي .

وريځی او د زمکې ايکولوژی

وريځی د زمکې او موجوداتو ترمنځ په نژدي اړيکو کې يوه برخه ده . د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کې د انګلستان عالم جامز لوفلوک دا تصور وړاندی کړ چه په زمکه کې څارويان او نباتات د چاپيريال د اصلاحولو په هڅه کې دي چه د خپل ژوند د ښه والي دپاره زمينه برابره کړي . مثلا د سمندري وښو د خرابولو نه وروسته د دي اېم اېس په نامه ګوګړ لرونکي بخار رامنځته کيږي چه دغه بخار وريځی جوړيږي چه له باران سره يو ځاي د ګوګړ يون بيا زمکې ته لويږي چه په نتيجه کې د خاورو د فرايش له امله مغذي توکې د سمندري وښو د جذبولو دپاره سمندرونو ته توئيږي تر څو د ګوګړ لرونکي بخار ګرځيدنه وساتل شي .