<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-01 19:21:27    
په عالی ښوونځيو کی د ډرامې د ننداری توده څپه

cri

د جنوبي چين د ګوانګ سی د جوانګ قوم په خودمختاره سيمه کې د ګوی لين ښار د ښوونکو د روزنی پوهنځی په شمول په زياتو عالی ښوونځيو کی د ډرامی فيستيوال لږه موده د مخه تر سره شو او د زده کوونکو په زړه پورې نندارو د نندارچيانو ډيره ستاينه تر لاسه کړه ٠ اوس ددې ښار په عالي ښوونځيو کی د ډرامی ښودلو توده څپه رامنځته شويده .

د ډرامی فيستيوال د ګوی لين د ښوونکو د روزنی په پوهنځی کی هر کال يو ځل جوړيږي او تر اوسه پوری شپږ ځله ترسره شوی دی چه نه يوازي ددې ښار په زياتو عالی ښوونځيو ، بلکې په ټولنې باندي هم لويې اغيزی لری ٠ د سخت باران په نامه ډرامه د دې پوهنځی په استازيتوب په ياد شوي فيستيوال کی وښودله شوه او د غوره نمايش نامې جايزه يي تر لاسه کړيده ٠ دغه راز جنوب ختيځ ته د تاوس الوتنې په نامه بلې ډرامې هم دوې جايزې وګټلې .

له دې امله چه زده کوونکي له ډرامې سره ډيره مينه لری او غواړی په بيلا بيلو کلتوری فعاليتونو کی ګډون وکړي ، نو د ډرامی ننداری د عالی ښوونځيو په زده کوونکو کې مروج شويدي ٠ د ګوي لين د ښوونکو د روزنی پوهنځی او د ګوی لين د الکترونيکی صنعت د پوهنځی په شمول د ځينو عالی ښوونځيو د زده کوونکو لخوا ښودل شوی ډرامی هم د ښوونکو او هم د زده کوونکو د ستاينې وړ ګرزيدلی دی ٠ زده کوونکې وو که لين چه د زياتو ځلو لپاره د ډرامی په ننداري کی ګډون کړی ، وويل په ډرامی کی رول لوبول نه يوازی د خپل کلتوری کيفيت د لوړيدو ، بلکی د

نمايش مهارت او له نورو زده کوونکو سره د اړيکو د ټينګولو توان د پياوړتيا لپاره ګټور دی ، نو اوس له زده کوونکو سره زما اړيکی د پخوا نه ډيرې نژدې شويدي ٠

په عالی ښوونځيو کی د ډرامی د پيژندنې په هکله يو بل زده کوونکي چه لو شه ګاو نوميږي ، وويل چه پخوا مې د ډرامې په هکله زيات معلومات نه درلودل ، خو اوس د ډرامې او په صحنه کې د ښودل شويو نورو نندارو ترمنځ توپير مې پيژندلی دی . د ګوی لين د ښوونکو د روزنی د پوهنځی مشر جو يونګ جون وويل چه د زده کوونکو لخوا ليکل او ښودل شوي ډرامې ځکه د ګڼ شمير زده کوونکو لخوا وستايلې شوې ، علت يي دا دی چه د ډرامی کلتوری جذابيت او د ډرامی ښودلو په برخه کې د زده کوونکو غوره توان نه پرته دغه ډرامې د زده کوونکو زده کړې او ژوند منعکسوي ٠

دوهمه برخه

په بيجينګ کی به د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د تونګ سين جی په نامه دوه سوه مکتبونه وټاکل شي .

د ٢٠٠٨ کال د مخه به د بيجينګ په ښار کی د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د تونګ سين جی په نامه هغه دوه سوه مکتبونه وټاکل شي چه په راتلونکو لوبو کی د برخه والو هېوادونو او سيمو د اړوندو مکتبونو سره د تګ راتګ فعاليتونه پر ځای شي ٠

تونګ سين جی په چينی ژبه کی د يووالی د ټينګتيا معنی لری ٠

د بيجينګ ښاروالي لږه موده د مخه د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د تونګ سين جی په نامه د چيني او بهرنيو مکتبونو ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا د نړېوالو فعاليتونو

په باب پلان پيل وکړ ٠ د دې پلان سره سم به ټاکل شوي مکتبونه د راتلونکی په سپورتی لوبو کی د برخه والو هېوادونو او سيمو د اړوندو مکتبونو سره د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ د تګ راتګ ، د سپورت او کلتور په ساحو کی د تبادلی فعاليتونه تر سره شي چه د نړۍ د پيژندنې په هکله د زده کوونکو لياقت او د تګ راتګ توان پياوړی شي ٠ دغه راز د بهرنيو هېوادونو او سيمو ښوونکی او زده کوونکی به د چين د تاريخ ، کلتور ، سپورت او رسم رواج په باب معلومات تر لاسه کړي او د چينی ژبې څخه به زده کړه وکړي ٠