<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-03 18:57:09    
بهرنيو هېوادونو ته د چين د کتابونو د خپرېدو پلان

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ترجمې د لګښت د ورکولو له لارې، د چين حکومت د بهرنيو هېوادونو مطبعې هڅوی چی چينی کتابونه چاپ کړی. دغه پلان بهرنيو هېوادونو ته د چين د کتابونو د خپرېدو په نامه ياديږی او د تېر کال له دوهمې نيمايی راهيسی په رسمی توګه پيل شوی او دغه راز د کورنيو او بهرنيو مطبعو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. اوس دغه پلان د پلی کولو په حال کې دی.

تېر کال په جولای کې د چين د دولتی شورا په اړه د مطبوعاتی دفتر او د خبرونو او چاپونې عمومی رياست په ګډه سره د دغه پلان د پلی کولو لارې چارې خپرې کړي. په دې پلان کې ټاکل شوي چې د چين حکومت به هغو بهرنيو مطبعو ته د ترجمې لګښت ورکړی چې غواړی د چين کتابونه چاپ کړی. دغه راز بهرنيو مطبعو ته د چين د شلو مطبعو له خوا چاپ شوی يو زرو دوه سوه ډول ډول چينی کتابونه ورپېژندل شويدي.

مېرمن وو وی د چين د دولتی شورا په اړه د مطبوعاتی دفتر يوه لوړه پوړه چارواکې ده او د دغه پلان يوه مسؤله هم ده. هغې نظر څرګند کړ چې د دې پلان دجوړولو علت د کورنيو او بهرنيو مطبعو ترمنځ د سخت منفی سوداګريز بيلانس شتوالی دی. د چين د خبرونو او چاپونې د عمومی رياست له خوا له برابرې شوې احصائيې څخه څرګنديږی چی په ٢٠٠٤ کال کې د چين مطبعو لس زره څلويښت ډولونه بهرني کتابونه صادر کړي، خو بهرنيو مطبعو ته يی يوازی يو زر دری سوو څوارلس ډولونه چينی کتابونه پلورلی دي. که څه هم څه دپاسه شلو هېوادونو د چينی کتابونو د چاپولو حق تر لاسه کړيدی، خو په سلو کې څه دپاسه اويا هېوادونه د ختيځې اسيا هېوادونه او اروپا او امريکې ته د چينی کتابونو د خپرېدو اندازه ډيره کمه ده. مېرمن وو وی وويل

( لومړی اواز)

د زياتو کلونو راهيسی د چين د کلتوری توکو په معاملاتو کې منفی تجارتی بيلانس شته چې دغه تمايل د زياتېدو په حال کې دی.. د بريتانيې، فرانسې او ايرلند په شمول د څو هېوادونو حکومتونه ورته پلانونه لري. د ژبې د بيلېدو له امله لږ شمېر بهرني مطبعې چينی کتابونه چاپولی نه شی.

هغې دې ته اشاره وکړه چې د چين د کلتوری توکو په معامله کې منفی بيلانس د نړيوالو له خوا د چين په هکله د معلوماتو د تر لاسه کولو دپاره هېڅ ګټه نه لری او نه يوازی په اقتصاد باندی يی منفی اغېزه کړې، بلکه نورو ځينو ساحو ته يی هم ناوړه پايلې وړل شويدي. د ٢٠٠٥ کال په سپتمبر کې په بېجينګ کې د کتابونو د نړيوال نندارتون په موده کې د دې پلان د پلی کولو دپاره يوه کوټه جوړه شوې وه چې پکې بهرنيو مطبعو ته چينی کتابونه ورپېژندل شول او له دوی سره د همکارۍ قراردادونه لاسليک شول. د چين د کتابونو د وارداتو او صادراتو د عمومی شرکت په اړه د چاپولو حق د څانګې مشر ښاغلی لی ينګ چينګ چې د دې کار مسؤل دی، وويل چې په دغه نندارتون کې د چين زيات شمېر غوره کتابونو د بهرنيو مطبعو توجه ځانته راجلب کړيده. هغه خبريال ته داسی وويل

( دوهم اواز)

د امريکې، بريتانيې، فرانسې، المان، پولند، فليپين او هند په شمول د څو هېوادونو پلاوو د چينی کتابونو د وارداتو په هکله له مونږسره خبرې اترې وکړې، د همکارۍ اويا غوښتن نامې لاسليک شوي او تر اوسه پوری يوولس قراردادونه لاسليک شويدي.

د چين د حکومت په مشرۍ دغه کلتوری پلان که څه هم په ښه شان سره پيل شوی، خو راتلونکې لاره به يی لا هم ډيره کږه وږه وی. مېرمنې وو وی داسی معلومات ورکړل

( دريم اواز)

چين زيات نفوس لری، نو ځکه د کورنيو مطبعو په نظر دا کافی ده چې يوازی په هېواد کې دننه د ګډ شمېر لوستونکو اړتياوې پوره شی او بهرنيو هېوادونو ته د خپلو کتابونو پلورلو ته ضرورت نشته. مونږ هيله لرو چې په راتلونکي کې د چين د حکومت په مرسته کورنی مطبعې پخپله بهرنيو هېوادونو ته لا زيات چينی کتابونه وپلوری او ورڅخه ګټې واخلي.

هغې زياته کړه چې په چين کې د کتابونو د چاپولو د چارو په پر له پسی پرمختګ سره به د چين مطبعې د بهرنيو مارکيټونو پراختيا ته په درنه سترګې وګوري او باور لرم چې زياتې کورني مطبعې به بهرنيو هېوادونو ته د چينی کتابونو د ورپېژندلو په پلان کې برخه واخلی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چې عنوان يی و، بهرنيو هېوادونو ته د چينی کتابونو د لېږدولو پلان. ستاسی له غوږ نيولو څخه ډيره مننه کوم. خوشح