<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-04 18:19:54    
د چين يو لکو شل زرو بی وزلو بزګري کورونو ته تلويزيونونه په وړيا ډول ورکړل شول

cri

د نوی کال د را رسيدو وروسته د چين های ولايت د هوانګ جونګ ولسوالی د ايی پو کلی اداره کوونکي شورا په وړيا ډول بزګر ګو ګوو لی ته يو يوويشت اينچ رنګه تيلويزيون ورکړ چی له امله د بزګر ګو کورني غړي ډير خوشحاله شول ځکه چه دوی د پسرلنی اختر مخکی تيلويزيوني پروګرامونه کتلی شی .

ګو ګوو لي د هغه دفتر په عنوان په خپل پيغام کی چه بي وزلو کورونو ته د تلويزيون د وړيا ورکولو پلان پلي کوي ، داسي وويل چی اوس مونږ د ډوډۍ خوړلو وروسته د تيلويزيون په وړاندی د چين د مرکزی تيلويزيون خبرونه او نور پروګرامونه ګورو او د بزګرانود عايداتو د زياتېدو لپاره د حکومت له خوا د پلی شويو پالسيو په باب معلومات تر لاسه کولي شو .

په دغه کلی کی د ګو کوو لی په شان ٢٠ بی وزلو کورونو او په هيواد کې يو لکو شلو زرو غريبو کورونو په وړيا ډول تلويزيونونه تر لاسه کړی دی .

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر له پيل څخه د چين د کمونيست ګوند مرکزی کميټی د تبليغاتو څانګې او د چين د راډيو ،تليويزيون او فلم عمومی رياست بي وزلو کورونو ته د تيلويزيون د ورکولو پلان پلی کړی او تر اوسه پوری يی د دي پلان د ترسره کولو دپاره ٧٠ مليونه يوانه اچولی دی چه په وړيا توګه يي د ملي اقليتونو په سيمو او د تای هانګ په غرنی سيمو کی بی وزلو کورونو ته يو لکه ٢٠ زره رنګه تيلويزيونونه ور کړی دی او د شينجيانګ،تبت ،داخلی مغوليستان ،چين های ،شان سی ،ګوانګ سی او ايو نان ولايتونو يا خپلواکو سيمو بزګرانو له دغه پلان څخه ګټی اخيستی

دی .

په وروستيو ورځو کی دغو څانګو په جلا جلا توګه د شيجيانګ ،تبت ،داخلی مغوليستان ،چين های ،ګوانګ سی او ايو نان هر ولايت او خپلواکې سيمې ته ١٠ زره تيلويزيونونه ور کړل چی ارزښت يی ٣٨ مليونو يوانو ته رسيدلی دی .

چين د ١٩٩٨ کال له پيل څخه په هر کلي کې د راډيويي او تيلويزيوني پروګرامونو د اوريدو او ليدو پلان پلی کړی او د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د چين مرکزی او محلی حکومتونو د دی پلان د ترسره کولولپاره ٣ مليارده ٤٤٠ مليونه يوانه پيسی اچولی دی .چی له دی امله هغه مشکلات حل شويدي چی په چين کی د ٩٧ مليونو بزګرانو د راډيو او تيلويزيونونو پروګرامونه نشواي ليدلي يا اوريدلي .

د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتو څانګې مسئول تاو تاو وويل چی په ځينو بی وزلو سيمو کی بزګران د تيلويزيون اخيستلو توان نه لري . هغه د شينجيانګ بي وزلو بزګرانو ته د تيلويزيونونو د ليږدلو وروسته خبريال ته وويل چی د ځينو بزګرانو په کورونو کی د برقي څراغونو نه پرته تيلويزيون د دوی يوازنی برقي سامان دی .

د مرکزی حکومت د يوې څانګې يوه چارواکی وويل چی د تيلويزيونونو د وړيا ورکولو پلان د ترسره کولو موخه دا ده چی د مرکزی حکومت او د ملي اقليتونو د سيمو د خلکو ترمنځ اړيکی ټينګې شی او د بزګرانو او مالدارانو کلتوری ژوند ښه او علمي معلومات ترويج شی .

د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمی د هه تيان ښار اي لی چی کلی ٧١ کلن سپين ږيري بزګر روژي معموت وويل چی د تيلويزيوني پرګرامونو د کتلو له لاری

بهرنی نړۍ پيژندل کيږی او ځوانان زيات ګټور خبرونه او معلمات تر لاسه کولي شي .

د مسئول مرستيال تاو تاو وويل چی دغه پلان به دوام ولری .سږ کال به د سره اردو د اوږد مارش د برياليتوب د ٧٠ کاليزی د لمانځنی په مهال د دغه مارش د تيريدو په سيمو کې يوشميرکليو ته هم په وړيا ډول تيلويزيونونه ور کړي شی .