<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-04 18:36:36    
د زړو کسانو د روغتيا مسئله

cri

عمومأ د خلکو په نظر د هغو انسانانو عمر چه له شپږ څلويښتو کالو نه تر پنځه شپيتو کالو پوري دي ، د ابتدايي کمزورتيا دوري ته داخليږي ٠ که عمر يي له پنځه شپيتو کالو نه واړوي ، نو صحت به يي د ضعيف کيدو مودې ته داخل شي ٠ نو اوس په ډيرو هيوادونو کې د زړو کسانو د روغتيا او خواړو په باب مسئله د توجه وړ مسئله ګرزيدلې ده ٠

د نړۍ د د اړوندې طبي څيړنې له مخې د سپين ږيرو او سپين سرو د روغتيا په هلکه پنځه ميعارونه ټاکل شوي دي لومړي دا چه سالم سپينږيري يا سپين سري بايد پخپله د ځان مينځلو ، جامو اغوستلو ، تلفون کولو ، شيانو اخيستلو او ډوډۍ پخولو توان ولري ٠ دوهم ميعار يي دا دي چه دوي بايد روحي تکليف يا ناروغۍ و نه لري ٠ ځکه چه عمر خوړلي کسان عمومأ د غم ، غصي لجاجت ، بد ګمانۍ او تعصب په شمول بيلا بيل رواني مشکلات لري ٠ نو سالم روحيات د دوي د عمر د اوږدوالي عمده سبب دي ٠ بدني روغتيا يي دريم معيار دي ، څلورم معيار يي دا دي چه سالم سپين ږيري او سپين سري بايد د خپلوانو، ګاونډيانو او دوستانو سره ښه روابط ولري ، دغه راز د دوي کورني ژوند هم بايد ښه وي ٠ اخري معيار يي دا دي چه دوي بايد کافي عايدات ولري يا يي زامن دوي ته ښه نفقه ورکړي ٠

په چين کې د شينجيانګ د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د نړۍ له هغو سيمو څخه شميرل کيږي چه د خلکو عمر يي ډير اوږد دي ٠ همداشان په دي سيمه کې د هيواد د نورو منطقو په نسبت هغه سپين ږيري او سپين سري ډير دي چه عمر يي له سلو کالو نه جګ دي ٠ د مثال په توګه يوازي د شينجيانګ په هوتان او کاشغر کې څه د پاسه څو سوه داسي ويغوري سپين ږيري او سپين سري ليدل کيږي ٠ اړوندو څيړونکو د دوي د وينو له معاينې څخه کشف کړي چه د دوي په وجود کې هورمون ډير فعال دي ٠ علت يي دا دي چه دغه سپين ږيري او سپين سري هميشه تازه ميوي . جوار ، کچالو او لوبيا خوري او عمومأ تيز اوتند خوراکونه نه خوري ٠ ځکه تازه ميوې د بدن له پاره ډول ډول عناصر برابروي ٠ په نوموړي سيمه کې له ټولو سپين ږيرو او سپين سرو څخه په سلو کې څه د پاسه نوي برخه سګريټ نه څکي او په سلو کې څه د پاسه اتيا برخه يي شراب نه څښي ٠ دوي په کرنه ، مالداري يا ښکار لګيا دي او کله کله سپک جسمي کارونه هم کوي ٠ د دوي د صحت يو خصوصيت دا دي چه بدنونه يي ډنګر او وزن يي کم دي ، مګر غښتلي ښکاري او د ويني فشار او د زړه ناروغۍ نه لري ٠ دوي د خپل ژوند ښه عادتونه ساتلي دي ، مثلأ دوي د ورځي پنځه ځله برش يا مسواک وهي ٠ پرته له دي نه د دوي د استوګنځيو په شاوخوا کې د هوا ککړتيا نشته او د دوي کورني فضا له سولې او هماهنګۍ څخه ډکه ده چه دا د دوي د عمر د اوږدوالي علت هم دي ٠

په چين کې د خلکو په اصطلاح د عمر اوږدوالي د معقولو ورځنيو ځواړو په تيارولو پوري اړه لري ٠ د رګونو د کلکوالي پر ناروغۍ باندې د څيړنې نه دا کشف شوي چه ډيره ناروغۍ مثلأ د وينې لوړ فشار ، د شريان کلکوالي ، د زړه ناروغۍ او په دماغ کې د ويني تويدنه د وړکتوب نه پيل او د اوږدي مودي د غذا د خوړلو د بدو عادتونو له امله رامنځته کيږي ٠ لکه د اوږدي مودي له پاره زيات خوړل د چاغوالي سبب دي ٠ د ويني د فشار ناروغۍ د زياتي مالګينو خواړو د خوړلو او په بدن کې د البومين د کمبود له امله راپيدا کيږي ٠