دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! زمونږ په نننی پروګرام کې به هغه ښکلي سندرې بيا واورو چه په تېرو پروګرامونو کې مو اوريدلې وې ٠
تېر کال د اکتوبر ١ نيټه د چين د شينجيانګ د ويغوری خود مختاری سيمی د تاسيس ٥٠ کاليزه ده٠ د چينی او بهرنی موسيقی په پروګرام کی د شينجيانګ يو څو ولسی سندری چی د لويديځ چين د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين له خوا ويلی شوی دی تاسو ته وړاندی کړی ٠ لومړی به مونږ په ګډه د نوموړی اصلاح شوي سندره واورو چی نوم ئی ليری ځای دی ٠
( سندره ١ )
د چين په شمال لويديځ کی د شينجيانګ د ويغوری قوم خود مختاره سيمه پرته ده ، په دغه لويه او ښکلی سيمه کی د ويغور ، قزاق او تاجک په شمول د څه د پاسه ١٠ قومونو خلک ژوند کوی او ددوي په خولو ډېری خوندوری ولسی سندری خپريږی٠ اوس به مونږ په ګډه سره د قزاقانو يوه ولسی سندره واورو چی نوم ئی نجلۍ او دوتار دی ٠
( سندره ٢ )
پروګرام په پای کی به يوه خوندوره سندره تاسو ته وړاندی کړو او نوم ئی ښکلی ځای شينجيانګ دی٠
( سندره ٣)
ګرانو اوريدونکو ، د ښکلی سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠