<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-05 17:48:37    
هالند – يو زړه راکښونکی وړوکی هېواد

cri

کله چی د هالند نوم په خوله يادېږی ، نو خلکو ته بادی ژرندې ، لالې او قهوه تر سترګو کيږی٠ د روان کال راهيسی هغه دوه خبرونه د نړيوالو له خوا د توجه وړ ګرزيدلي دي چی يو يي دا دی د هالند پخوانی خارجه وزير دريم هالندی دی چی د ناتو بلاک د نوي سرمنشي په حيث وګمارل شو او بل يي دا دی چی د هالند د فيليپوس الکترونيکی شرکت يو لک ډوله امتيازي حقوق ترلاسه کړيدي چی د شمېر له نظره په نړۍ کی لومړی لمبر دی٠

هالند يو وړوکی هېواد دی او شپاړس مليونه تنه نفوس لری چی د چين د شانګهای د نفوسو سره برابر دی ، مساحت يي څلور لکه سل زره مربع کيلو متره دي چی د افغانستان نه هم کوچنی دی٠ خو د نړۍ له لسو لويو اقتصادي قدرتونو څخه عبارت دی٠ پرته له دي نه چی د هر تن په سر د ملي اقتصاد عمومي توليدي ارزښت له شلو زرو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی، د هالند پنځه شرکتونه هم د هغو سلو لويو

بين المللی شرکتونو څخه شمېرل کيږی چی تېر کال د م م د سوداګرۍ او پرمختګ د غونډې له خوا په خپور شوي راپور کی اعلان شويدي چی د شمېر له نظره هالند د امريکی ، جاپان ، انګلستان ، فرانسی او جرمنی نه وروسته په نړۍ کی پنځم مقام نيسي٠ دغه راز د هالند روتردام هم د نړۍ لومړی لوی بندر او د امستردام هوايی ډګر د اروپا عمده هوايي بندر دی٠ برسيره پر دی هالند د امريکی او فرانسی نه وروسته د نړۍ د زراعتي محصولاتو دريم لوي صادرونکی هېواد هم دی ٠ د يادونې وړ خبره دا ده چی هالند په نړۍ کی د تازه ګلانو د برابرولو او توزيع لومړی لوی مرکز دی او هالنديان د اروپايي باغوانانو په نامه ياديږي٠

هالند د اروپا په لويديځ پروت دی او د زمکی يو په دريمه برخه يی د سمندر له سطحی نه ټيټه او نوره يو په دريمه برخه يی د سمندر له سطحې نه يوازې يو متر جګه ده٠ نو هالند د لرغونې زمانې راهيسی د سمندرونو سره نژدی اړيکې لری٠ د اوولسمې پيړۍ په لومړيو وختونو کی د سمندرونو په اتکا د هالند صنايعو او سوداګری ډيره ترقي موندلی ده او ورپسی د استعماري تالا او غارت ښکر يي جنوب ختيځی ، افريقې او لاتينې امريکې ته اوږد شو او د چين د تايوان ټاپو هم د دوی له خوا د اته ديرشو کالو لپاره ونيول شو٠

هالند هم پخوا او هم اوس د لويو اروپايی هيوادونو تر محاصرې لاندی يو کوچنی هېواد دی٠ که څه هم هالند د دغو هېوادو سره تجارتې او نظامي شخړې وکړی، خو په دی بهير کی هالند نه يوازی دا چی له نورو هېوادو سره خپله کرکه او نفرت يی ورو ورو شا ته غورزولی ، بلکی د معاملی په بنا د مساوات او تبادلې منلی روحيه يی ساتلې ده٠ ويل کيږی چی د هالنديانو حوصله لرونکی روحيه د هغه هيواد د قوي او غښتلی کيدو سبب دی٠ نو هالند سوله ايز بين المللی چاپيريال او د بيطرفۍ ديپلوماتيک سياست ته ډېره اړتيا لري٠ نننی هالند په دی ټينګار کوی چی د

بين المللی قوانينو له مخی سوله ايز او عدالت غوښتونکی نظم جوړ کړی٠ له دی نظره دا تصادفی کارندی چی بين المللی محکمه د هالند په هاګ کی جوړه شويده٠

له دی امله چی هالند د سمندر په غاړه پروت دی او له نورو هيوادو سره حوصله دراه روحيه غوره کوی، نو د هالنديانو ملی ايډيالوژی سبتأ کمزوری ښکاری او دوی هيله لری چی ټوله نړۍ په ګډه ترقی ومومی او له نورو هيوادو سره نژدی همکاری وکړی٠ د بيلګی په توګه هالند ، بيلجيک او لوکزامبورګ د اروپا د يو ځای کيدو مبتکر او تشويق کوونکی هيوادونه ګرزيدلی دی٠ د ماستريحت د تړون له مخی چی د هالند په ماستريحت کی لاسليک شو، د اروپا ټولنه په اروپايی اتحاد بدله او د اروپا د يوځای کيدو بهير هم نوی تاريخی مرحلی ته داخل شويدی٠