د سين هوااژانس د خبر له مخی : د پاکستان د بلوچيستان ولايت د داخله چارو مشر مير شوايب نوشيروانی د فبروری په څلورمه نېټه په اخطار سره وويل حکومت به د جګړی غوښتونکو ته اجازه ورنه کړي چه په مداومه توګه د ورانوونکی فعاليتونه تر سره کړي ٠ که دغه جګړی غوښتونکی د خلکو په ضد له زوری فعاليتونو څخه لاس وانه خلي ، حکومت به نور سخت تدبيرونه ونيسي ٠
نوموړی وويل د روانی مياشتی له دوهمې نېټی څخه تر څلورمی نېټی پوری د قبائلو سيمو ځينو وسله والو عناصرو له بيلا بيلو ځايونو څخه د ديرا بوګتی سيمی ته چه د بلوچستان د مرکز کويټی په ختيځ څا نا څه دری سوه کيلو مترۍ کې پرته ده، يو سلو راکټونه او يو سلو پنځوس هاوانونه توغولی او له دې امله د ميليشه سازمان يو عسکر ټپی شو او پنځه دکانونه ويجاړ شول ٠