<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-06 17:07:22    
د چين د خدمتی چارو په باب معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو، خدمتی چاری د چين د اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی او لوبوی يی .په ځينو پرمختللو هېوادونو کی خدمتی چارو د کورينو توليداتو په عمومی ارزښت کی په سلو کی ٦٠ نيولی دی .په نژدی کلونو کی د چين خدمتی چارو نور ډير پرمختګ موندلی دی .په نننی پروګرام کی به تاسو ته د چين د خدمتی چارو په باب معلومات وړاندی کړو.

ميرمن لی هوی چی اوس د چين په جنوبی ښار سن جن کی کارکوی ،د انترنت له لاری خوراکونه اخيستلی شی (اواز......................) کله چی د رخصتی په ترڅ کی ونه غواړم چی خوراکونه وپخوم او د خوراکونو د اخيستلو لپاره خارج ته ولاړ شم .نو د انترنت له لاری په مستقيمه توګه اړوند خوراکونه او رستورامونه پيدا کولی شم .

اوس په چين کی خدمتی چارو مونږ ته ډير اسانتياوی برابروی مثلأ که ته سفر وکړي او تيکټونه به واخلی ،نو د تيلفون او انترنت له لاری لازم تيکټونه واخلی .

د چينايانو د عايداتو په زياتيدو سره په زياتو ساحو کی د خلکو اړتياوی هم ډيری دی او د دغو اړتياوو د زياتوالی له امله د چين خدمتی چارو هم پرمختګ موندلی دی .

خدمتی چارو نه يوازی د چينايانو ژوند ته اسانتياوی برابری کړی بکله د چين د تصديو توليد او اده کولو ته يی پياوړتيا ور کړی دی .

د شيا تيان عه ګروپ هغه لوی شرکت دی چی په عمده توګه د کاليو مينځلو ماشينونه توليدوی او د دوی ددغو ماشينونو پلورلو کلنی اندازه ٤ مليونو ته ر

سيږی .پخوا دوی د خپلو انتقالی ټيمونو له لاری بيلا بيلو ځايونو ته توليدات انتقال

کړل چی د حمل ونقل لګښت يی نه يوازی قمتی و بلکه د دوی د ګټو په تر لاسه کولو باندی منفی اغيزه کړی و .

په ٢٠٠١ کال کی دغه ګروپ د کورنيو ماشينونو له يو تصدی او د مالونو د تبادلی له يو شرکت سره يو ځای کړ او د مالونو د تبادلی په برخه کی يی د چين دکورنيو ماشينونو لومړی مشخص شرکت جوړ کړ.د دغه ګروپ د عمومی مدير شو يانګ د خبريال سره وويل چی اوس د مالونو د تبادلی په برخه کی د دوی لګښت په سلو کی ٣٧ کموی . دا د خوښی وړ کار دی چی هر کال د مالونو د تبادلی د شرکت پانګی اچوونکی د مالونو د تبادلی له بهير څخه ګټی اخلی .(اواز................) د پانګی اچوونکو په توګه هر کال د مالونو د حمل ونقل عمومی عايداتو په سلو کی ١٥ يا په سلو کی ٢٠ ګټی تر لاسه کوو ،نو نه يوازی د مالونو د حمل ونقل لګښت کم کړی دی بلکه ځينی ګټی مو تر لاسه کړی دی .

د احصائيی له مخی د تير کال تر سپتمبر پوری دچين د مالونو د تبادلی چارو ٦٨٠ ملياردو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی چی دا رقم د همدی مودی په نسبت په سلو کی ١٤ زيات شوی او د همدی مودی په خدمتی چارو کی په سلوکی ٢١ برخه نيولی ده .

د چين د دولت د احصائيی رياست مسئول لی ده شی دا نظر لری چی په چينی اقتصإد کی د خدمتی چارو له برخی زياتوالی څخه څرګنديږی چی د چين د اقتصاد جوړښت د پخوا په نسبت نورډير معقول دی .(اواز..................) په بين المللی ټولنی کی دا نظر موجود دی چی دچين اقتصاد په عمده توګه د صنايعو له امله په تيره بيا د توليداتو جوړولو د چارو له امله او يا د صادراتو له امله پرمختګ موندلی دی .خو اوس د احصائيی له مخی خدمتی چارو د چين د اقتصإد په پرمختګ کی مهم رول

لوبولی دی .

خو د چين د خدمتی چارو د پرمختګ په بهير کی زياتی مسئلی موجودی دی .د دغو مسئلو په مقابل کی تحليلونکو دی ته اشاره وکړه چی که د خدمتی چارو خدمتی سويه لوړ شی ،تصدۍ بايد د جدی غوښتنی او مقرراتو سره خپل پرمختګ پياوړی کړي او حکومت بايد اړوند قوانين جوړ کړي .نو په دی وجه چين بايدد خدمتی چارو او د اړوندو ساحو د سيستم اصلاحات چټک کړي او په بازار کی سيالی تشويق کړي .

ګرانو اوريدونکو ،د چين د اقتصاد په باب نننی پروګرام پای ته ورسيد.