<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-06 20:59:26    
د سولی او دوستی د تخمونو شيندلو لپاره ( استازی )

cri

 د ٢٠٠٦ نوی کال د جنوری په ٦ مه نيټه د چين د ځنګلونو ادارې داعلان له مخی ، هغه دوې پانداګانی انتخاب شوې چه د چين د اصلی او سترې خاورې لخوا به د ځانګړی تحفی په توګه د تايوان وطن والو ته ورکړی شی . له دی امله د پانداګانو د برخليک ټاکلو دايمی خبره يو ځل بيا نوی اوج ته رسيدلی ده . د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو راهيسی پانداګانی د سولی او دوستۍ د ټينګولو د استازی په توګه په پرله پسی توګه خپل پلونه او پنجی د نړۍ زياتو هيوادونو او سيمو ته اوږدی کړې او ځينی يی په هماغو ځايونو کی په دايمی توګه پاتی شوی دي .

تر اوسه پوری د نړۍ په څه د پاسه دوو سوو هيوادونو او سيمو کی غالبأ هيڅ پاندا نه موندل کيږی او يوازی د چين په لويديځ کی د سی څوان ، شيان سی او ګان سو ولايتونو د برخه ايزو سيمو په جګو غرونو اوګڼو ځنګلونو کی دغه ډول قيمتی ځناور ژوند کوی . اوس يی په ټوله نړۍ کی عمومی شمير له زرو څخه هم لږ دی او لا د کميدو په حال کی دی .

پانداګانو د ژوندی فوسيل ( مستحاث ) شهرت ترلاسه کړی او چين د وحشی ځناورو د ساتلو په قانون کی هغوی ته د دولت د لومړنی کچی مقام ورکړل شوی دی .

ويل کيږی چه د استازی په توګه د پانداګانو سفری تاريخ د پخوانی چين د تانګ په سلسله کی پيل شوی . د تاريخی معلوماتو له مخی ، د تانګ په سلسله کی ښځينه امپراطورې وو زه تيان دوه سپينی ژوندی پانداګانی لومړی ځل د ملی تحفی په توګه د جاپان امپراطور ته ورکړې وې . امأ د نوی چين له جوړيدو دمخه زياتی پانداګانی د بهرنيو هيوادونو د يوشمير غاصبانو او قاچاقيانو لخوا په پټ ډول نيولی اوتښتول شوی وې . د نوی چين له جوړيدو راوروسته د دغسی ناوړه فعاليتونو مخه نيول شوی ده او پانداګانی يوازی يا د ملی تحفی په توګه ، يا د سوداګرۍ د نندارتون او يا د علمی څيړنی په خاطر د چين له لويی دروازې څخه وتلی دي .

له ١٩٥٧ کال نه نيولی تر ١٩٨٢ کاله پوری چين په وار سره پخوانی شوروی اتحاد ، ديموکراتيکی کوريا ،امريکی ، جاپان ، فرانسی ، برتانيی ، المان ،مکسيکو او هسپانيی په شمول ٩ هيوادونو ته ٢٣ پانداګانی ورکړې او د دغو هيوادونو د خلکو لخوا د سولی د استازيو په توګه د چين د پانداګانو تود هرکلی شوی دي او د چين او دغو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګتيا لپاره يی مهم خدمتونه ترسره کړی دي . د چين د ځنګلونو له ادارې څخه د يو رارسيدلی خبر له مخی ، د دغو ٢٣ پانداګانو د بچيانو په جمله کی پنځه پانداګانې تر اوسه پوری لا هم په سالم ډول ژوندی پاتی دي چه يو يی په جاپان ، دری يی په مکسيکو او يو يی په المان کی دی .

په ١٩٨٢ کال کی چين د هغو ځناورو د حمايت په نظر کی نيولو سره چه د خپل ډول د تباهۍ له خطر سره مخ دي ، نورو هيوادونو اوسيمو ته يی د پانداګانو له ورکولو څخه لاس واخيست . په دی توګه زياتو هيوادونو د خپلو هيوادوالو د نندارو لپاره له چين څخه پانداګانې په کرايه اخيستی او دغه پانداګانی د لوبغاړو په شان د لنډی مودې لپاره له ګرځنده نندارو وروسته بيرته چين ته ورکړی شوی وی . خو لږه موده وروسته چين له دغه ډول عمل څخه هم لاس واخيست .

نن ورځ پانداګانی يوازی د ساينس او تکنالوژۍ په ساحه کی د تبادلې او همکاری په مقصد له هيواد نه بهر استول کيږی . اکثرأ له چين څخه بهر د پانداګانو د پاتی کيدو موده لس کاله ده او هلته يی راتلونکی نسلونه يی له چين سره تړاو لری او دغه وړې پانداګانې بايد ددرو کلونو وروسته چين ته بيرته راشی . اوس ټولی ٢٤دغسی پانداګانی له چين نه بهر روزل کيږی چه يوولس يی په امريکا ، اته يی په جاپان ، دوه يی په اطريش ، دوه يی په تايلند او يو يی په المان کی پاتی ده .

نو له دی امله تر اوسه پوری د چين ٢٩ پانداګانی په امريکا ، جاپان ، مکسيکو ، المان ، اطريش او تايلند کی خپل کورونه لری چه په دی جمله کی يوازی د پنځو پانداګانو ماليکان بهرنی هيوادونه دي .

نړيوال ټول له مينی لرونکو پانداګانو سره مينه او علاقه لری او زياتو بهرنيو وګړو د دغه ډول مينی له امله له چين او چينايی کلتور سره علاقه او دلچسپی راپيدا کړی ده . پانداګانی د خپلی ځانګړی جاذبيت له لاری د چين او نورو هيوادونو او سيمو د خلکو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ لپاره پلونه درولی او د چينی خلکو د دوستۍ تخمونه د نړۍ په هر ګوټ کی شيندلی دي .

درنو اوريدونکو ، تاسو تر دی سرليک لاندی يو مضمون واوريد چه د سولی او دوستی د تخمونو شيندلو لپاره استازی .