<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-07 11:37:04    
پاريس د نړۍ د ګلانو مرکز او د اولمپيک سپورتی لوبی

cri

د فرانسی پلازمينه پاريس په نړۍ کی د ګلانو په مرکز مشهور دی او د نړيوالوسپورتی سياليو لپاره يو ډير ښه ځای ګڼل کيږی . دغه ښايسته او مشهور ښار د اوسنی اولمپيک له سپورتی لوبو سره ډيرې نژدی اړيکی لری . ځکه ښاغلی کاوبرتين چه د اوسنی اولمپيک د سپورتی لوبو د پلار شهرت يی ترلاسه کړی ، د دغو لوبو د بيا راژوندی کولو لپاره يی په دغه ښار کی ډير فعاليتونه ترسره کړی دی . دغه راز پاريس د اوسنی اولمپيک د سپورتی لوبو د ترسره کيدو له ځايونو څخه هم شميرل کيږی . له دی امله چه په دغه ښار کی په ١٩٠٠ او ١٩٢٤ کال کی په جلا جلا توګه د اولمپيک دوهمی او اتمی سپورتی لوبی ترسره شوی ، نو پاريس لومړنی داسی ښار ګرځيدلی دی چه دوه ځله دغسی سترې لوبی پکی ترسره شوی دي .

*د کورنبو لوبغالی

وروسته له هغه چه په پاريس کی دوه ځله د اولمپيک سپورتی لوبی ترسره شوې ، د دغه ښار اوسيدونکو د اولمپيک له سپورتی لوبو سره خورا ډير او تاوده احساسات څرګند کړی دی . داتمی دورې د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه د مقدماتی چاروکميټې د زياتو ستونزو او مشکلاتو په ليری کولو سره څلور مليونه فرانسوی فرانکه راغونډ کړل او په دغو پيسو يی د کورنبو لوبغالی جوړکړ چه د چوکيو شمير يی له ٦٠ زرو نه زيات دی . دغه لوبغالی د فرانسوی معماری فولدوګالی لخوا ډيزاين شوی او يوه داسی نمونوی ودانی ګڼل کيږی چه د څو نړيوالو تعميراتی سبکونو سره سم جوړ شوی دی .

* له هيډروجن توپ څخه د راډيو بيا خپرونه

د راډيوګانو او راډيويی خپرونی په رامنځ ته کيدو سره د ورزشی سياليو په اړه د راپورونو د خپرولو لپاره مطبوعاتی رسنۍ هم زياتې شوی دی . د اتمی دورې اولمپيک سپورتی لوبو په موده کی د پاريس راډيو خبريالانو وغوښتل چه لا زيات کسان د راډيويی څپو له لاری د فوټبال سياليو اصلی بهير واوری . کله چه د فرانسی او نورو ګاونډيو هيوادونو اوريدونکو دغه زيری واوريد ، ډير خوشحاله شول ، خود پاريس راډيو خبريالانو او اړوند انجنيرانو د ورځپاڼو خبريالانود کلک مخالفت له امله نشوی کولای چه د فوټبال سياليو په اړه لوبغالی ته ورننوځی . په دی حالت کی دغو خبريالانو او انجنيرانو د مجبوريت له مخی داسی هلې ځلې وکړې چه اړوندې دستګاوې د هيډروجن له يو توپ سره وتړی او يو خبريال پر دغه هيډروجنی توپ کينی چه د لوبغالی دپاسه ځوړند ؤ ، او د اوريدونکو غوږونو ته د سياليو د اصلی بهير او پيښو حکايت ورسوی . خو له اټکل نه وتلی خبره دا وه چه د فوتبال د يوی سيالی د پيل کيدو په مهال ناڅاپه سخت باد ولګيده او د هيدروجن توپ يی د لوبغالی له پاسه ګوښ کړ او نوموړی خبريال ونه شو کړای چی د سيالی اصلی بهير سره وګوری . له دی امله د راډيويی څپو له لاری د پاريس د اتمی دورې د اولمپيک سپورتی لوبو د فوټبال سياليو داصلی بهير خپرولو هلی ځلی ناکامی شوې .

*ښځو لومړی ځل د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون حق ترلاسه کړ

د اولمپيک د لومړی دورې له سپورتی لوبو راهيسی ښځی تل په دغو سترو لوبو کی د ګډون لپاره د خپل حق تر لاسه کولو په هڅه کی وې او بالاخره د پاريس د اولمپيک د اتمی دوری سپورتی لوبو د ترسره کيدو په موده کی د اولمپيک د نړيوالی کميټې په ٢٢مه غونډه کی په رسمی توګه پريکړه وشوه چه په دغو سترو لوبو کی ښځو ته دګډون اجازه ورکړی . په دی توګه ښځو لومړی ځل د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د برخې اخيستنی حق ترلاسه کړ او دخپل توان او غښتلتوب ښودلو لپاره يی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يو نوی پړاو پيل کړ .