<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-07 17:13:15    
 د چين د څراغونو د جشن په باب معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! نن ورځ د فېبروری اومه نېټه او د چين له پسرلنې اختر وروسته لسمه ورځ ده اوس د ښځې او ټولنې پروګرام راسيدلی دی . په نننی پروګرام کې به مونږ تاسو ته د چين د څراغونو د جشن په باب څه معلومات وړاندی کړی .

د چينايانو پسرلنې اختر ٢٠٠٠ کاله تاريخ لري . د چين د فولکلوری رسم رواج سره سم ، خلک د نوی کال پنځلسمې نېټې په تېره بيا پنځلسمې شپې ته د څراغونو جشن وايی او د دې جشن په تماميدو سره د پسرلنې اختر د لمانځنی مراسم پای ته رسيږی . د چين په بېلا بېلو ځايونو کی د دې جشن په باب رنګارنګ رسم رواج او دود دستور ساتل شويدی . خوصوصاُ ماښامې ډوډۍ يی ډيره مهمه ده چه د کورنی ټول غړی بايدسره يو ځای هغه ګرد خواړه وخوری چه له بربربخ وريجو څخه جوړ شويدی او معنی يی دا ده چه ژوند مو د دغو خوږو خوراکونو په شان خوږ او نيکمرغه شی او کورنې مو د دايروی شکل په شان پوره او خوشحاله شی . کله چه شپه راځی ، د کليو په لويو ميدانونو او د ښارونو په لويو واټونو کی رنګارنګ څراغونه ځواړند وي او څلک ډله ډله د ښکلو څراغونو د تماشا او ليدو لپاره ورځی . له ځينو دغو څراغونو څخه د ښو حاصلاتو او د نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره د خلکو ارزو ګانې څرګنديږی . پر ځينو څراغونو باندی د خلکو له عقل او پوهی نه ډکه معمادې ليکل شويدی او نندار چينان د ښکلو څراغونو د کتلو په وخت کی هم د دغو معماوو د حلولو لپاره ښه فکر کوی او پر نورو ځينو

باندی يی د هيواد ښکلی منظری رسم شوي وي . څرنګه چه دغه څراغونه رنګارنګ او شکلونه يی په زړه پوری ښکاری او د شپی په تورتم کی لکه د اسمان ستوری ځليږی ، نو بی شميره خلک دې شپې ته زيات اهميت ورکوی . په تېره بيا زلميان او پيغلی د څراغونو په زړه راکښونکي چاپيريال کی خپل مين يا مينه بيدا کوی . د خلکو په منځ کی خوله په خوله ګرځی .

ګرانو اوريدونکو ، د چين د پسرلنې اختر د لمانځنی مراسم ډير په زړه پوری دی . مونږ هيله لرو چه ګران دوستان د دې اختر په ورځو کی چين ته راشی او د چين رسم او رواج له نژدی نه وګورۍ . اوس د چين د څراغونو د جشن په باب يوه سندره واورئ .

ګرانو اوريدونکو ! د ښځه او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد او ستاسو د خو شحالې او نيکمرغی په هيله .