د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د فبروري په اوومه نېټه د افغانستان په جنوب لويديځ د کندهار په ښار کي د پوليسو د ادارې ودانۍ ته نژدې يوه بمي چاودنه وشوه چې په نتيجه کې لږ تر لږه ديارلس تنه ووژل او نور ديارلس تنه ژوبل شوي دي ٠ د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت په قول دغه چاودنه د يوځان مرګي بريد له امله رامنځته شوې ده ٠ له دغې پيښې ووروسته طالبانو سمدلاسه د دغه بريد مسؤليت اعلان وکړ
|