<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-07 21:20:30    
د لونګ تان په باغ کې د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د بختورې نښې په توګه د پنځو کارتوني نانځکو د پلورنې او تبليغ اوج

cri

د چينايانو د عنعنوی پسرلني اختر په موده کې معبدي بازارونو ته د خلکو ورتګ يو مهم فعاليت دی ځکه چه دوي د شيانو له اخيستلو نه پرته هنري او سپورتي نندارې هم کتلی شي ٠ سږ کال د چين د پلازمينې بيجينګ د لونګ تان باغ په معبدی بازار کې د اولمپيک د راتلونکوسپورتی لوبو د بختورې نښې په توګه پنځه کارتوني نانځکې د خلکو د توجه وړ ګرزيدلی دی ٠

کله چې څوک د لونګ تان باغ ته ورننوځی ، سمدستی د اولمپيک د رارسيدو يوه فضا احسوسوی ٠ د معبدی بازار د دروازی په وړاندي پنځه پلاستيکي نانځکي د نندارچيانو هر کلی کوي چه هره يو يی څه دپاسه دوه متره لوړه ده ٠ دغه راز شلګونه سره څراغونه هم ځواړند دي او تر څنګ يي د ګلانو د بوټو يو جګ ځاي په ځانګړي ډول د اولمپيک د راتلونکو سپورتی لوبو د هر کلي لپاره جوړ شويدی ٠ د دغه باغ مشر لی وی هوا زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د لونګ تان باغ د ښاريانو د سپورت او بدنی روزنی لپاره يو ښه ځای دی او د دې باغ معبدی بازار هم د بيجينګ له نورو معبدی بازارونو سره توپير لری ٠ تير کال د بيجينګ د اولپميک سپورتی لوبو لپاره د کارتوني نانځکو په شکل بختورې نښی په رسمی توګه وټاکلې شوې ، له دې نه وروسته ددې نښې په اړوند د جوړ شويو شيانو د پلورلو يوه څپه رامنځته شوه ٠ نو سږ کال مونږ د دې نښی په اړوند تجارتی شيان په معبدی بازار کې پلورو چې خلک د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله زيات معلومات تر لاس کړی او ور ته ډيره پاملرنه ورکوي ٠

د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو کمېټی او د چين د سپورت د عمومی اداری په ملاتړ په معبدي بازار کې د لومړي ځل لپاره د بختوري نښې په توګه د ځانګړو تجارتي شيانو پلورنې ته اجازه ورکړل شويده او د لونګ تان په معبدی بازار کې د سلو مربع مترو په مساحت د دغو شيانو د پلورلو يو لوی سالون پرانستل شويدی ٠ د پسرلنی اختر په لومړيو اوو ورځو کې هره ورځ د اولمپيک په لوبو کې يو قهرمان د سيلانيانو لپاره د خپل نوم لاسليک کاوه مثلا د اټن د اولمپيک په لوبو کې د وزن پورته کولو په مسابقه کې قهرمانانو ليو چن هونګ او شی جی يونګ او د غيږې نيولوپه مسابقه کې قهرمان وانګ شيو ټولو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ ٠

پيغلې وانګ په معبدی بازار کې هغه څو شيان اخيستی چه بختورې نښې ورباندي چاپ شويدي او ډيره خوشحاله ده چه د اولمپيک د يو قهرمان لخوا لاسليک شوي نوم ورسره دی ٠ هغی د دې فعاليت ډيره ستاينه وکړه او ويی ويل ___اواز____

زما په نظر دغه فعاليت ډير ښه دی او د اولمپيک له قهرمانانو سره يې د نژدی تماس نيولو يو فرصت برابر کړيدی ٠ د لونګ تان باغ له ادارې څخه مننه کوم چه مونږ ته يې له راتلونکو سپورتي لوبو سره د اشنا کيدو يو ښه چانس برابر کړی دی ٠

د اولمپيک سپورتی لوبو قهرمانان هم د خلکو د تودو احساساتو په هکله ډير خوښ دی ، د وزن پورته کولو په مسابقه کې قهرمانې ليو چون هونګ زمونږ خبريال ته وويل زه ډيره خوشحاله يم چې د لونګ تان باغ ته د دريم ځل لپاره ځمه او و می ليدل چه ډير زيات شمير خلک د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو ملاتړ کوي ، مونږ به په راتلونکو لوبو کې د نورو ښو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړو او باور لرو چه دغې سپورتي لوبې په بريالی توګه تر سره شي .

د بيجينګ د هنری شيانو د پلورلو شرکت مشرې جانګ هونګ وی خبريال ته وويل دکانداران حتمأ د تجارتی شيانو د خرڅولو په وخت کې د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د مشتريانو له ملاتړ څخه ډيره مننه کوي ٠ خو زيات شمير مشتريان هم ور ته مثبت ځواب ورکوي او وايي چه د بيجينګ د راتلونکو سپورتي لوبو برياليتوب د ټولو هيوادوالو دنده ده٠ مونږ د بختورې نښې په توګه د شيانو پلورنې په وخت کې دا باور لرو چه راتلونکې سپورتي لوبې به د نورو تيرو سپورتي لوبو په پرتله په لا ښه توګه تر سره شي ٠