<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-08 17:06:51    
په زړه پوري علمي معلومات

cri

له روان پيژندونکو ازموينو څخه څرګنده شوېده چه انسان د لوستلو څخه په سلو کي لس برخه او د اوريدو په سلو کي شل برخه او د ليدو په سلو کي ديرش برخه او يا د ليدو او اوريدو په سلو کي پنځوس برخه او د نظريو په تبادله کي د ويلو په سلو کي اويا برخه يادوي .

د هاري ناروغي د انسان دپاره د سپي لومړني لوي ګواښ دی او په سلو کي پنځوس سپي ددې ناروغۍ ويروس لري

يو جوار د خپلې ودې په بهير کي دوو سوو کيلوګرامو اوبو ته اړتيا لري .

د احصايي لمخې هر کال په نړۍ کي په سلو کي لس کسان يعني شپږ سوه مليونه تنه خلک د انفلونزا په ناروغۍ اخته کيږي او هرکال ددې ناروغۍ په اثر شل زره تنه مړه کيږي .

که څه هم د انفلونزا د ويروس قطر يوازي له اتيا نه تر سلو پوري نانو متره اوږدوالی لري ، خو د ناروغۍ د خپريدو ډير قوي طاقت لری .

پلاستيکي شيان په خاورو کي يو سلو پنځوس کاله وروسته حل کيږي ، خو دغه ډول شيان په سمندر کي دوه سوه کاله حل کيږي .

په هغه ښار کي چه ونې يا واښه ندي کرل شوي ، په هره مکعب متر هوا کي څلورڅلويښت زره ميکروبونه شته ، خو د چمن دپاسه په هره مکعب مترهوا کي د ميکروبونو شمير يوازي شپږ سوه دي .

په عادي طبيعي چاپيريال کي د درو سانتي مترو په پنډوالي خاوره د سلو کلونو په موده کې رامنځته کيږي .

د عالمانو په اټکل په زمکه کي د لسو مليونو ډولونو نه زيات موجودات شته او يو مليونه اوه لکه ډولونه يي د انسان لخوا پيژندل شويدي چه له دي څخه څلور زره دوه سوه تي لرونکي ژوي ، نهه زره ډولونه مرغان ، پنځه زره سل ډولونه خزندې ، يوديرش زره ډولونه هغه ژوي چه په زمکه او اوبو کي ژوند کولي شي ، يو ويشت زره ډولونه کبان ، يو مليونه درې لکه ډولونه بي مهره ژوي ، دوه لکه پنځوس زره ډولونه عالي او يو لک پنځوس زره ډولونه ټيټ درجه نباتات شامل دي .

د تيرې پيړۍ له سر نه تر پايه پوري د بشر په ټولنه کي د مخابراتود پرمختګ سرعت لس مليونه چنده او د خبرونو د ثبتولو سرعت يي يو مليون چنده لوړ شويدی .

الوتکه او يا نور الوتونکي وسايل يوازي په دي شرط چه سرعت يي په ثانيه کي اوه اعشاريه نهه کيلومترو ته رسيږي ، په زمکه نه لويږي ، که کيهاني بيړۍ سپوږمۍ ته سفر وکړي ، سرعت به يي په ثانيه کي يوولس اعشاريه دوه څلور کيلومترو ته ورسيږي . که شمسي منظومې ته سفر وکړي ، نو سرعت به يي په ثانيه کي شپاړس اعشاريه اوو کيلو مترو ته ورسيږي .

د انسان په وجود کي تقريبا شپږ لکه ميليارده سلولونه شته او هر وخت د تقسيم په حال کي دي .

د انسان ويښتان کولي شي چه له دوو کالو نه تر شپږو کالو پوري په مسلسل ډول وده وکړي ، خو د ورځو د ويښتانو د ودې وخت يوازي دوه مياشتې دي ، نو ورځې تل د ويښتانو نه اوږديږي .

لومړي ايرکانديشن په نولس سوه دوهم کال کي د يوه امريکايي لخوا اختراع شو ، خو په هغه وخت کي يي د ماشين دپاره خدمت کاوه ، نه د انسان دپاره .

د لمر عمر نژدي پنځه ميليارده کاله دي . د عالمانو په نظر د کهکشان سيستم د کيهان د لوي انفجار نه وروسته رامنځته شويدی، نو ويل کيږي چه دغه سيستم تر اوسه پوري دوولس ميليارده شل سوه مليونه کاله تاريخ لري .

څرنګه چه سپوږمۍ يو أرام بيابان دی او هوا پکي نشته ، نو غږ هم نشي خپريداي . د درو ميلياردو کالو د پخوا په نسبت د زمکې نه د سپوږمۍ اوسني فاصله دوه چنده اوږده شويده ، اوس سپوږمۍ هر کال د زمکې نه د درو سانتي مترو په اوږدوالي ليري کيږي .

د استراليا عالمانو په دي وروستيو کلونو کي موندلی دی چه هغه کسان چه دوستان يي ډيردي ، عمر يي هم اوږد دی