<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-08 17:24:10    
انترنيت د چينايانو د اوريدو او ليدلو ژوند رنګا رنګ کړي دي

cri

د علمي او تخنيکي سويي په چټک اوچتيدو سره مخ په زياتيدونکي چينايان د انترنيت په کارولو سره کورني او بهرني خبرونه او اړوند معلومات تر لاسه کوي ٠ د انترنيت پرمختيا د چينايانو ژوند رنګارنک کړي او کوي يي ٠ لږه موده د مخه د بيجينګ د ګڼې ګوڼې په يوه سړک کې لس تنو زمونږ له خبريال سره مرکه ومنله ٠ له دغې مرکې څخه دا نتيجه تر لاسه شوې چه له هغوي څخه نهه تنه انترنيت استعمالوي چه پکې د څلور تنو له پاره انترنت د خبرونو او اړوندو معلوماتو د ګټلو عمده لاره ګڼل کيږي ٠ د بيجينګ اوسيدونکي ښاغلي چيانګ يانګ خبريال ته وويل چه اوس زه نژدي ورځپانې نه اخلم ٠ زه په عمده توګه د انترنيت له لارې خبرونه ګورم او زه تل د سو هو انترنيت پاڼه ، د سين هوا انترنيت پاڼه، د مرکزې تلويزيوني سديشين د انترنيت پاڼه له لارې خبرونه تر لاسه کوم ٠

د چين د انترنيت د معلوماتو مرکز د يوې تازه احصإيي له مخې اوس په چين کې د انترنيت استعمالونکو شمير له يو سلو مليونو څخه اوښتي دي او له دي څخه د نژدې نيمې برخې استعمالونکو هدف د معلوماتو لاس ته راړول دي ٠ په چين کې انترنيت نه يوازي د مخ په زياتيدونکو عادي اوسيدونکو توجه ځان ته راجلبه کړې ده ، بلکه د حکومت لوړ پوړ مشران هم ور ته هم ډيره پاملرنه شوې ده ٠ دوه کاله د مخه د چين د دولت رئيس هو جن تاو د انترنيت له لارې د سارس ناروغۍ د وقايي او علاج په هکله د ډاکترانو وړانديزونه تر لاسه کړل ٠ دغه راز د چين صدراعظم ون جيا باو هم د زدهکوونکو د انترنيت پاڼې له لارې د دوي نظريي تر لاسه کړيدي ٠

په چين کې لکه د سين هوا اژانس ، د خلکو ورځپاڼه ، د چين د مرکزي تلويزيون سټيشن ، د چين بين المللي راډيو او داسي نور تبلغاتي وسيلې د چين عمده عنعنوي مطبوعاتي سرجينه جوړوي ٠ هر ه ورځ له دغو مطبوعاتي سټېشنونو نه خپاره شوي نوي خبرونه له شلو زرو څخه اړوي او د زياتو چينايانو توجه يي راجلبه کړې ده ٠ دلته پوښتنه دا ده چه ولي دومره ډير خلک د انترنيت له کارولو سره زياته مينه لري ؟ د چين د بين المللي راډيو د ان لاين انترنيت د سټېشن عممومي مدير ښاغلي ما وي ګونګ وويل چه د مثال په توګه خلک په خپله خوښه د راډيو او تلويزيون له پروګرامونو څخه اړوند معلومات نه شي تر لاسه کولي ، خو دوي کولي شي چه د انترنيت له لارې د خپلې اړتيا او پام وړ معلومات وګوري او يي ولولي ٠ نو ځکه د انترنيت له لارې د خلکو د انتخاب ساحه لا پراخه ده ٠ بر سيره پر دي په انترنيت کې د خلکو ترمنځ د نظريو تبادله کيداي شي ٠ د وروستيو کالونو په ترڅ کې د چين د بيلا بيلو مطبوعاتود انترنيت په پاڼو کې په وار سره الکترونيکي فورم او د خلکو د نظريو کتنې برخې پرانستل شوي دي ٠ له دي امله انترنيت استعمالونکي کولي شي چه له دې لارې په ازاد ډول د ځينو ټولنيزو تودو مسئلو په باب خپلې نظريي څرګندې کړي ٠ دغه راز حکومت هم کولي شي چه د تګ لارې د وړاندي کولو په مهال د خلکو نظريي تر غور لاندې ونيسي ٠

اوس د بوک په نامه په هغه برخه کې چه د مطبوعاتو د انترنيت پاڼو له خوا انترنيت استعمالونکو ته پرانستل شوي ، خلک کولي شي چه په خپله خوښه بيلابېلې مقالې وليکي او د لوستلو له پاره علاقه لرونکو ته برابري شي ٠ ميرمن سون ون په بيجينګ کې اوسيږي او له سيلاني سره يي زياته مينه لري ٠ يو کال د مخه هغې د بوک په نامه برخه کې د خپلې سلاني په باب په ليکلو پيل وکړ ٠ هغې وويل چه لږه موده د مخه د چين د شمالي خوا د شان سي او داخلي مغولستان د قديمي لوي ديوال څخه مي ليدنه کتنه وکړه او دغه حالت د بوک په برخه کې ليکل شوي او غواړم چه خپل احساسات دوستانو ته وښيم ٠ اوس په چين کې تقريبأ لس مليونوتنو خلکو په دي برخه کې مقالې ليکلي يا لوستلي دي ٠ د چين د سين لانګ په نامه د انترنيت د مشهورې پاڼې عمومي مدير ښاغلي چن تونګ خبريال ته وويل چه په دي وروستيو وختونو کې د بوک په نامه برخه ډيره توده ښکاري ٠ د سين لانګ د بوک په برخه کې ګډون کونکي له يو مليونو تنو څخه اوښتي دي چه په دي کې يو شمير نامتو شخصيتونه هم شامل دي ٠ ويل کيږي چه د مطبوعاتو انترنيت د يوې نوي مطبوعاتي سرچينې په توګه د خلکو د روحي ژوند کيفيت اوچت کړي دي