<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-08 19:02:40    
چين به د ښځو او کوچنيانو د حقوقو د ساتلو لپاره کوشش وکړي

cri

په چين کی د ښځو او کوچنيانو د حقوقو ساتلو کارونه په تير کال کی پياوړي او بشپړ شويدي ٠ د ښځو او کوچنيانو د حقوقو ساتلو لپاره د هماهنګی د څانګی چارواکی څو ورځی د مخه وويل چه سږ کال به چين د ښځو او کوچنيانو د قانونی حقوقو د لا نورې ساتنی لپاره کوشش وکړي ٠

د بيجينګ د های ديان په ښاري سيمه کی د پۍ جه په نامه د کم عقلو کوچنيانو لپاره يو ځانګړی ښوونځی پروت دی چه پکی د ښوونې لپاره عصری تجهيزات او غوره ښوونکي شته . د دغو معيوبو زده کوونکو زده کړه او ژوند د عادي زده کوونکو سره هيڅ توپير نه لری ٠ يو زده کوونکی چه ليو شو تينګ نوميږي ، زمونږ خبريال ته وويل په ښوونځي کی د زده کړی او ژوند په بهير کی ښوونکی ما ته ډيره پاملرنه کوي او زه هم په خوښی سره زده کړه کوم ٠ زه به تر وسی پوری کوشش وکړم او په زده کړه کې به زيات برياليتوبونه تر لاسه کړم ٠

د ژوند معيوبو کوچنيانو ته د ښوونی او روزنی له پلوه د پاملرنی د زياتيدو څخه څرګنديږي چه حکومت د ښځو او کوچنيانو د حقوقو ساتلو په هکله زياتې هڅې کړيدي ٠ د ښځو او کوچنيانو د حقوقو د ساتلو لپاره له مسودی ليکلو او اصلاح وروسته د ښځو او ماشومانو د حقوقو او ګټو ساتلو د تامينولو په باب قانون د پلی کولو وروسته د تير دسمبر له مياشتې څخه راپدی خوا پيل شوی دی ، سره بيره پردې د ښونی د څانګو د کوششونو له لاری په سلو کی ٩٣ هغه يتيمان په وړيا توګه په ښوونځيو کی زده کړی کوی چه د درس ويلو عمر ته رسيږي ٠ د چين د کورنيو چارو

څانګی له بی کوره کوچنيانو او کسانو سره د مرستی لپاره د معلوماتو سيستم پرايستلی او د بی کوره کوچنيانو د ساتلو کار يی نور هم پرمختګ وکړی ٠

خو د زياتو برياليتوبو د لاس ته راوړلو په وخت ځينی پرابلمونه هم موجودې دی ٠ په ځينو ډيرو ليرو کليو کی لږ شمير کسان د نجونو په پرتله هلکانو ته زيات پام اړوي او د ښځو او کوچنيانو ګټو ته د تاوان د رسولو پديده لا هم موجوده ده ٠ د ښځو او کوچنيانو د حقوقو ساتلو لپاره د هماهنګی د څانګی مرستيالی مو وين شيو وويل په راتلونکی کی به اړوندې څانګی د ښځو او کوچينانو د حقوقو د ساتلو لپاره نور کوشش هم وکړي ٠ په ٢٠٠٦ کال کی د دې کار په برخه کی د مشخصو تدبيرونو د پلی کولو د يادونی په وخت هغی وويل مونږ به په دايمی توګه د ښځو او کوچنيانو د حقوقو ساتلو اساسی کارونه پياوړي کړو ٠ په کليو کی به دغه کار پراخ او دغه راز به د دوی د حقوقو ساتلو په اړه به د بيلا بيلې څانګې ټينګې او پياوړې شي ٠ دغی څانګی بايد ښځو او کوچنيانو ته لا نوره مرستزويه زمينه او مستقيمه خدمتونه برابر کړي ٠ د اړوندو معلوماتو له مخی اوس د ښځو او کوچنيانو د حقوقو او ګټو د ساتلو اصول د چين په بيلا بيلو ځايونو کی د عملی کيدو په حال کې دی ٠

ميرمن مو وين شيو زياته کړه سږ کال به اړوندې خواوی په کليو کی د ښځو حقوقو او ګټو ته د پاملرنی کولو ، د نارينه وو په شان په مساوی توګه د ښځو د استخدام د تامينولو او د کوچنيانو د روغتيا او امنيت د ساتلو په برخه کی د دوی د حقوقو د ساتلو کار تر سره کړي ٠

د ښځو او کوچنيانو د حقوقو د ساتلو لپاره و نور قوانينو د هماهنګی د څانګی د پلان سره سم به چين د ښځو او کوچنيانو د حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره د قانون د

جوړيدو کار نور هم پياوړی وکړي ٠ په عين وخت کی به د دوی د حقوقو د ساتلو په اړه د قانون پلی کولو کار په ښه توګه پر ځای کړی چه په ټوله ټولنه کی د ښځو د احترام او د کوچنيانو د ګټو ساتلو يو ښه چاپريال رامنځته شي ٠