د سين هوااژانس د خبر له مخی : د المان د اقتصاد د همکارۍ او پياوړتيا د وزير هيديماری ويکځوريک ځيول وياند د فبروری په اتمه نېټه په برلين کې اعلان وکړ چه په افغانستان کې د ټولتيز ثبات د سترو پرمختګونو د تر لاسه کولو سره سم افغانستان ته د المان لخوا د ورکړل شويو څلور څلويښت مليونو امريکائی ډالرو په اندازه پورونه د لغوه کولو په کارونو پيل شوی دی ٠
نوموړی وياند وويل د افغانستان د مسئلو په هکله په نړېواله غونډه کې چه په تيری اونی کې په لندن کې جوړ شوی ، د المان د اقتصاد د همکارۍ او پياوړتيا وزير د افغانستان اړوندو خواوو ته د پورونو د لغوه کولو ژمنه وکړه ٠ اوس د پورونو د لغوه لولو کار پيل شو ٠ هغه زياته کړه چه افغانستان سپما شويو پيسی د بی وزلی د ليری کولو لپاره استعمال کولای شي ، خو د څنګه استماملولو په هکله به د المان حکومت لاس وهنه نه کړي ٠