<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-09 16:37:39    
د بيجنګ په ښار کې د لونګ تان په نامه پارک

cri

ګرانو اوريد ونکو چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين په پلازمينه بيجنګ کې د لونګ تان په نامه پارک دروپيژنو ٠

====== اواز ١ ==== د لونګ تان په نامه پارک د چين د بيجنګ په ښار کې له لسو لويو پارکونو څخه شميرل کيږي ، دغه پارک د بيجنګ ښار په جنوب ختيځ کې پروت دی ، مساحت يې نهه څلويښتو هکتارو ته رسيږي چې له دې جملې څخه د اوبو مساحت تقريبأ شل هکتاره دی ، په دغه پارک کې شنې ونې ، ښکلې منظره او د ځانګړتيا لرونکي وداني ليدل کيږي ، خو د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه مخکې دغه ځای ډېر خراب و چې ګڼ واښه پکې ليدل کيدل او ککړې اوبه دې خوا او هغې خوا ته بهيدلې ، د دغه ځای د بدليدو په اړه د پارک مشر لي وي خوا زمونږ خبريال ته وويل ====== اواز٢===== د چين د ازادۍ نه مخکې دغه ځای د بيجنګ په ښار کې يوه سړه سيمه وه ، څرنګه چې پخوا د ښاري ديوال د جوړيدو لپاره له دغه ځای څخه خاورې کيندل شوې نو ځکه په هغه وخت کې دلته لوي او کوچني ډنډونه رامنځته شوي چې ککړې اوبه پکې پاتې شوې او بدبوي يې رامنځته کړې وه٠

د چين د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته دغه ځای ته نوې بڼه ورکړه شوه ، په ١٩٥٢ کال کې د بيجنګ ولسي ښاروالي د ښاريانو او پوځيانو په راټولولو سره په دغه ځای کې له مختلفو لويو او کوچنيو ډنډونو څخه يو ډېر لوي جهيل ، له خاورو څخه غونډۍ او ﻻرې جوړې کړې او زيات ونې او کلان يې په دغه ځای کې کښينولې چې په نتيجه کې له پخواني خراب او ساړه ځای څخه يو ښکلې منظره لرونکي پارک

جوړشو، د چين مشهور معمارښاغلي ليانګ سي چنګ د دغه پارک په جهيل کې د رڼو اوبو او د دې ځای د جيالوجيکي موقعيت سره سم دغه پارک ته د لونګ تان نوم ورکړ، لونګ په چيني ژبه کې د ښامار په نامه ياديږي او تان د جهيل او لوي ډنډ معنا لري ٠نو دا د لونګ تان پارک د نوم سرچينه ده ٠له هغه وخته راهيسي دغه پارک د بيجنګ ښار د ساعت تيري لپاره يو ښه ځای ګرځيدلی دی ٠

د کلونو په تيريدو او د ټولنې د پرمختګ سره د لونګ تان پارک په ١٩٨٤ او ٢٠٠٠ کال کې دوه ځله ترميم شو٠ له دغو دوو ځلو ترميم وروسته په پارک کې اساسي تاسيسات بشپړ شوي او د لونګ په نامه کلتور نور هم ښکاره شوی دی ، ښاغلي لي وي خوا وويل ===== اواز ٣ ===== د لونګ تان په پارک کې د چين د لونګ په نامه کلتوري ځانګړتيا په ښکاره توګه ليدل کيږي ، لومړي --- په دغه پارک کې د يو شمير ودانيونومونه او شکلونه د لونګ سره اړيکې لري ، دوهم ---- په پارک کې د ډبرينو لوحو هغه ځای جوړشوی دی چې ورباندې د لونګ په نامه زياتې کلمې ليکل شويدی چې له دې جملې څخه د پخوانيو زياتو مشهورو خطاطانولخوا ليکل شوې دي ، ويل کيږي چې دا ځای د چيني خطاطي د يوې نمونې په توګه بلل کيږي ٠ دريم ---- په دغه پارک کې د لونګ په نامه زيات نباتات هم کرل شوي دي

د ښکلو منظرو او ځانګړي کلتوري چاپيريال له امله د لونګ تان په نامه پارک د بيجنګ ښار په زياتو پارکونو کې شهرت موندلی دی ٠ په ٢٠٠٢ کال کې دغه پارک د بيجنګ ښار د لسو لويو او مشهورو پارکونو په کتار کې شامل شو، په دې وروستيو کلونو کې په دغه پارک کې په وار سره د خلکو د بدني روزنې ځای ، کلتوري ډګر او د جهيل په منځ کې وړوکې ټاپو جوړشوي او د لويو کلتوري، سپورتي نندارو او د

فولکلوري رسم و رواج د ښودلو په شمول يو لړ فعاليتونه پکې پرځای کيږي ٠ دغه راز د لونګ تان په نامه معبدي بازار چې سر له ١٩٨٤ کال څخه پيل شوی زيات خلک ځانته راجلب کړي دي ٠ هرکال تقريبأ دوه مليونه خلک د دغه پارک د معبدي بازار په فعاليتونو کې ګډون کوي ٠

ميرمن دوان تل دغه پارک ته راځي ، هغه ددې پارک ښکلې او پاک چاپيريال ډېر خوښوي ، هغې وويل ----- اواز ٤ ----- خلک په دې پارک کې ډېر ښکلې او پاک چاپيريال احساسولی شي ، په دې پارک کې وداني هم خپله ځانګړتيا لري او شنې ونې او ګلان هم ډېر دي ، هرکال زه د لونګ تان پارک د معبدي بازار په فعاليتونو کې برخه اخلم ٠

ګرانو اوريدونکو تاسو ته مو د لونګ تان په نامه پارک دروپيژانده شپه مو په خير ٠