<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-10 17:25:59    
د چين د چاپولو په ساحه کې مشهور شخصيت لی پنګ يی

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! څو ورځې دمخه، د اوکسفورد د بروکس پوهنتون Oxford Brookes Universityمرستيال پروفيسر ګراهام اپتن(Graham Upton) په ځانګړي سفر بېجينګ ته راورسيد او د خپل پوهنتون په استازيتوب يی د چين د چاپولو په ساحه کې مشهور شختصيت لی پنګ يی ته يی د داکټری افتحاری درجه ورکړه. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د ښاغلي لی پنګ يی په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

ښاغلی لی پنګ يی د چين د چاپولو په ساحه کې زيات شهرت لری. په تېرو لسو کلونو کې د ده په مشرۍ د مطبعې له خوا د چاپ شويو کتابونو د دغې مطبعې د پلورلو ارزښت او ګټې څه دپاسه سل ځله زياتوالی موندلی دی. په چين کې ډيرې اکثرې مطبعې په دولت پوری اړه لری. که څه هم داسی مطبعې د اصلاحاتو په حال کې دي، خو اقتصادی ګټې يی لا هم لږې دي. نو د لی پنګ يی په مشرۍ مطبعه په چين کې يوه نمونوی مطبعه ګڼل کېږی چې د بازاری اقتصاد له قانون سره سمون خوری.

د بهرنيو ژبو د ښوونې او څېړنې مطبعه چې لی پنګ يی پکی کار کوی، د بېجينګ ښار په لويديځ کې پرته ده. لی پنګ يی زمونږ خبريال ته داسی معلومات ورکړل

اتلس کاله دمخه ما په يوه کلی کې ژوند کاوه، له اتلس کلنۍ څخه تر يوويشت کلنۍ پوری می عسکری خدمت وکړ، وروسته می د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې زده کړه وکړه، له فراغت څخه تر اوسه پوری په دغه مطبعه کې کار کوم، نو ويل کيږی چی د کار او ژوند سابقه می اوږده او تجريبې می غنی دي.

په ١٩٥٤ کال کې لی پنګ يی د هه بی ولايت د هوانګ يی ولسوالي د يو بزګر په کورنی کې زېږېدلی. ځکه چې هغه يو ماشوم و، هيله يی درلوده چې د ولسوالي د راډيو يو خبريال وګرځی. په ١٩٧٦ کال کې هغه د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې په زده کړې پيل وکړ، د فراغت نه وروسته يی د بهرنيو ژبو د ښوونې او څېړنې د يوې مطبعې يو چلوونکی وشو. په دغه مطبعه کې له ديارلسو کلونو کار نه وروسته هغه د دې مطبعې د مشرۍ دنده په غاړه درلوده چې له دې څخه تر اوسه پوری نور دوولس کاله تېر شويدی. په دې موده کې د ده مشرۍ مطبعه په چين کې تر نورو نه ډيره مشهوره او بريالی مطبعه ګرځېدلې ده. دغې مطبعې نه يوازی د پوهنې او څېړنې په هکله ډير ګټور کتابونه چاپ کړی، پکې له زيات شمېر بهرنيو مطبعو سره يی د نژدی همکارۍ له لارې يو شمېر غوره بهرني کتابونه چين ته وارد کړيدي. نو په چين کې ښاغلی لی پنګ يی د يوه نامتو او بريالی مشر په حيث ګڼل کيږی. د يوې چينې اصطلاح سره سم څوک چې کوم ټاکی، بايد له دغه کار سره مينه ولرئ. ښاغلی لی پنګ يی همداسی يو سړی دی او هغه وويل

( دوهم اواز)

په دغه مطبعه کې د شاملېدو په وخت زه يو معمولی مولف وم او اوس زه د دې مطبعې مشر يم چې نه يوازی په هېواد کې بلکه په بهرنيو هېوادونو کې زيات شهرت لرم. زه له خپل کار سره ډيره مينه لرم او مطبعه خپل کور بولم.

د لی پنګ يی په نظر د چين د چاپولو چارې د پرمختلليو هېوادونو په پرتله لا هم زيات توپير لری. د مثال په توګه د ده مطبعه ، د چاپ د اډول له مخې له بهرنيو مطبعو سره نشی پرتله کېدای، د مفکورې او ادارې په هکله د پرمختلليو هېوادونو په پرتله لږ څه وروسته پاتی ده. په حقيقت کې يوه معاصره مطبعه بايد د اقتصاد پوه، حسابدار، انجينير او قانون پوه په شمول زيات شمېر لوړ پوړو استعداد لرونکو کسانو ته اړتيا لری. نو لی پنګ يی له خپلو همکارانو سره يو ستر پلان جوړ کړيدی چې په راتلونکو څو کلونو کې د يوې مشهورې نړيوالې مطبعې د ودانولو دپاره کوښښونه وکړی. هغه وويل

( دريم اواز)

د چين د اقتصاد په پرمختګ او د نړيوال حيثيت په لوړېدو سره مونږ يو نوی پلان لرو چې په راتلونکو شلو کلونو کې به د چين د کلتور، ادب او ژبې په هکله زيات شمېر کتابونه او د يوې ويب پاڼې په جوړېدو سره اليکترونيکی کتابونه چاپ او د بهرنيانو له خوا د چينی ژبې د زده کړې دپاره اسانتياوی برابرې کړو.

د مطبعې پر مشرۍ سره بيره، لی پنګ يی د چين د کتابونو چاپولو د ټولنې مرستيال او د چين د قاموسونو د ټولنې مرستيال هم دی. لږه موده دمخه هغه د بېجينګ د بهرنيو ژبو د پوهنتون مرستيال په توګه وټاکل شو چې د دې پوهنتون د پرمختګ او روزنې د پوهنځي د مشرتابه دنده په غاړه لری.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د چين د چاپولو په ساحه کې د ډير مشهور شخصيت ښاغلي لی پنګ يی په هکله څه معلومات واوريدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پايته ورسيد. ستاسی له غوږ نيولو څخه مو ډيره مننه کوو. خوشحاله اوسئ!