<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-11 18:31:51    
شينجيانګ به ځانګړی کرنی ته پرمختګ ور کړي

cri

شينجيانګ په چين کې د ولايت او خپلواکې سيمې د مساحت له پلوه لومړي ځاي نيسي او په تيرو زياتو کلونو کې ددې سيمې د زراعتي او مالداري چارو چټک پر مختګ ندي کړي ، ددې حإل د بدلون لپاره د جنوری له ١٤ نېټی څخه تر ١٦ نېټی پوری د شينجيانګ د کرنی او کليوالو چارو د پياوړتيا په هکله دوه غونډی تر سره شوی دی او پکی د ځانګړی کرنی ،د کليوالي اقتصاد د جوړښت د تنظيم ،د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی او د کليو د ابادی د پياوړتيا په باب بحث شوی دی .

د وچ اقليم او غوره طبيعي شرايطو سره په شينجيانګ کې د ځانګړي کرنې د پياوړتيا لپاره مساعده زمينه برابره شويده . څرنګه چه په شينجيانګ کې ډول ډول زراعتي او ماليداري محصولات ، د اوبو پيداوارونه ، طبي بوټي او نور شيان توليديږي ، نو د دغو غوره شيانو د چمتو کولو لپاره ښه شرايط برابر شويدي .

له اوږدی مودی راهيسی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمی ګوندی کميټی او ولسی حکومت کرنی ته ډيره پاملرنه کړې ده چی له دی امله د شينجيانګ ځانګړی کرنی ستر پرمختګ کړيدی .د پمبې ،مالداري چارو او ځانګړی ميوو په شمول چاری د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ په بهير کې ستر رول لوبوي . د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کی به د شينجيانګ په ټولو سيمو کی د غلودانو د اړتياوو د پوره کولو تر څنګ د کرهنيز جوړښت د تنظيم بهير چټک شي .دغه راز د پمبې ،غلودانو او ځانګړی ميوو او مالداری توليداتو په شمول څلور لويې اډی جوړی شی تر څو عصری کرنه پرمخ ولاړ شی .

شينجيانګ به د بازاری اړتياوو سره سم د دولتی پاليسيو څخه په ښې استفادی سره

د غوره کيفيت لرونکې پمبې د اډی ابادی ته چټکتيا ور کړي .په ٢٠٠٦ کال کی به د پمبې د کرلو مساحت يو مليونو دوو لکو هکتارو ته ورسږی او عمومي توليدي

اندازه به يي ١مليونه ٩ سوو زره ټنه وی .

برسيره پر دې شينګجيانګ به د ځانګړی ميوو د کرلو او چمتو کولو لپاره زياته هڅه وکړي چه د سيمې د اقتصاد د ملا د تير حيثيت ولری . د ټاکلي پلان لمخې تردوه زره لسمه کاله پورې به په شينجيانګ کې د ميوو لرونکو ونو د کرلو مساحت يو مليونو هيکتارو ته پراخ شي چه د جنوبي شينجيانګ د تاليمو په کاسه کې به په اته لکو هکتارو ځمکو کې ميوې دارې ونې وکرل شي او توليدي اندازه به يي لسو مليونو ټنو ته ورسيږي ،

د مالداري چارو د پياوړتيا لپاره به شينجيانګ عمومي پلان طرح کړيدي چه يو يي د کورنيو څارويو د ناروغيو وقايي او د غوره کورنيو څارويو تکثير ، بل يي د وښو د کرلو اډې أبادول دي څو چه د مالدارانو عايدات زيات شي .

د پمبې ، د ميوې لرونکو ونو او نورو ونو د کرلو مساحت د پراخوالي او د مالداري چارو د سمسور تيا په عين وخت کې به په شينجيانګ کې د سوربانجن د چمتو کولو او نورو اقتصادي نباتاتو او طبي بوټو د کرلو او توليدولو چاري پياوړي شي

د شينجيانګ د ويغوري قوم د خپلواکې سيمې ګڼ شمير چاروواکي وايي چه د کرنې د صنعتي کيدو بهير چټکتيا د سيمې د ځانګړي کرنې د پرمختګ او په بازارونو کې د زراعتي محصولاتو د سيالي توان او د ګڼ شمير بزګرانو د عايداتو د

لوړوالي لپاره ډيره ګټوره لاره ده ، يوازي په دې شرط د شينجيانګ ځانګړي کرنه په سرعت سره پرمختګ کړي شي .