د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د فبروری په لسمه نيټه د پاکستان په جنوب کی د علاقه دارۍ کوتری ته په نژدی ځای کی دوو اورګاډيو يو له بل سره ټکر وکړ چه يوه يی تيل وړونکی اورګاډۍ ده . له پيښی نه وروسته مرسته کوونکی افراد سمدستی د پيښی ځای ته رسيدلی دی .
د معلوماتو له مخی ، د دغی پيښی له امله له کراچی نه نيولی تر پيښور پوری اوسپنيزه لاره بنده شوې ده .