<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-11 19:32:34    
د سالم خوب ساتي او د چاغوالي مخنيوي کوي

cri

ځيني خلک دا بد عادت لري چه هره ورځ له سهار نه تر شپې پوري حتي د شپې په ډير نا وخت کې هم کار کوي ، دغه راز يو شمير ځوانان هم د شپې تر ډير نا وخته پوري لوبې کوي ٠ ټولو ته معلومه ده چه خوب کول د انسان د ژوند ډيره مهمه برخه تشکيلوي ٠ د انسان د عمر يو پر دريمه برخه وخت په خوب کې تيريږي ٠د انسان له پاره د خوب وخت که کافي نه وي يا له ميعاري وخت نه وتلي وي ، په دواړو حالاتو کې د انسان د روغتيا له پاره ګټه نه لري ٠ نو ځکه خوب د انسان د روغتيا سره ډيرې نژدي اړيکې لري ٠ د اړوندو کارپوهانو او څيړونکو د اړوندو اسنادو له مخې د هغو کسانو د مرګ ميزان چه هره ورځ د څلورو ساعتو نه په لږ وخت کې خوب کوي ، د هغو کسانو د مرګ د ميزان په نسبت چه هر ورځ اوه يا اته ساعته خوب کوي ، ډير لوړ وي ٠ که يو سړي د مسلسلو اوه اويا ساعتو له پاره خوب و نه کړي ، روح به يي نا ارامه او ګډوډ وي ٠ خو که د خوب وخت ډير اوږد شي ، عمر به يي هم کم شي ٠ د فيزيولوژۍ د علم له نظره هغه ماشوم چه د مکتب عمر ته نه وي رسيدلي ، هره ورځ بايد لس ساعته خوب پوره کړي ، خو کله چه د مکتب عمر ته ورسيږي ، هره ورځ بايد نهه ساعته خوب وکړي ٠ دغه راز هغه زلميان چه عمر يي له ديارلس کالو نه تر اوه لس کالو پوري وي ، هره ورځ بايد اته يا نهه ساعته خوب وکړي ٠ هغه ځوانان چه عمر يي له اتلس کالو نه اوښتي دي ، بايد هره ورځ د اوو يا اتو ساعتو له پاره خپل خوب وخت وساتي ٠ د هغو زړو کسانو له پاره چه عمر يي له شپيتو کالو نه زيات دي ، هره ورځ بايد د اتو ساعتو خوب تضمين شي ٠ که خلک دخپلې روغتيا له پاره د خپل خوب وخت وټاکي او په ټاکلي وخت او د علمي اصولو سره سم خوب او راحت وکړي ، روغتيا به يي ښه وساتل شي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه هر څوک خصوصأ ځوانان او ښځې ټول غواړي ښکلي منځنې ونه ولري ، ځکه د منځني قد وقامت لرونکي کسان روغ جوړ بلکه ډير ښکلي هم ښکاري ٠ خو زمونږ په شاوخوا کې ځيني ښځې او نارينه ډير چاغ دي ، په تيره دا چه نسونه يي راوتلي ښکاري ، د بدن وزن د زياتوالي او د نس د بي ځايه غټيدو په وجه زړه تنګيږي ٠ دا چه د بدن د وزن د زياتوالي په وجه ولي نس د خپل اصلي حالت نه زيات غټيږي او د دغه تکليف نه د ځان خلاصولو لارې چاري کومي دي ؟ د عادي خلکو په نسبت د ځينو کسانو نس ولي غټ شوي ؟ او د باندې خوا ته وتلي دي ؟ علتونه يي ډير دي ٠ خو تر ټولو نه مهم علت يي بيکاري او لټتوب دي ٠ ځکه چه په بدن کې نس د نورو غړو په نسبت له معدې سره ډير نژدي دي ، نو خوراکونه په معده کې د هاضمې نه وروسته خپل زيات غذايي قوت په نس کې ذخيره کوي او لږه اندازه غذايي مواد د بدن په نورو برخو ويشل کيږي ، نو که انسان د ډوډۍ خوړلو نه وروسته جسماني کارونه ، تګ راتګ او ورزش و نه کړي ، نو زيات خوراکي مواد يي په نس کې پاتې کيږي او نس به ورو ورو غټيږي او وبه پړسيږي ٠ د نس د انبساط او پړسوب د مخنيوي له پاره بايد په ځان باندې ورزش، پلي ګرځيدل ، منډې وهل او جسماني کار و بار واجب کړي ٠ که هر څوک د اوږدي مودي بلکه د تل له پاره ورزش وکړۍ، خپل کورني کارونه پخپله سرته ورسوي او د لټۍ او بيکاري لار خپله نه کړۍ ، نو نس به يي غټ نشي او نه به مو په بدن کې سستي او کهالت پيدا شي ٠ زمونږ په ژوند کې ډيرې ښځي او خصوصأ نجوني د خپل اندام د ښکلا ساتنې نه ډيره متوجه دي ٠ ځکه د دوي په نظر برابر اندام د ښکلا څرګندوي دي ٠ خو ځيني ښځي د واده نه وروسته خصوصأ د ماښوم د زيږولو نه وروسته اندام يي په ښکاره توګه بدل او چاغوالي مومي ٠ نو د دغو ښځو له پاره مهمه خبره دا ده چه بايد د غذا خوړلو له لحاظه خپل وزن کنترول ګړي ٠ بر سيره پر دي هم بايد دي ته متوجه شي چه بايد پر مساعد ورزش باندې ټينګار وکړي او يوازي له دې لاري به يي ښکلي اندام وساتل شي ٠