د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان صدراعظم شوکات عزيز د فبروری په لسمه نېټه د صدراعظم په دفتر کې د چين د خارجی اړيکو د څانګی رئيس وانګ جيا ژی په مشرۍ د چين د کمونست ګوند له پلاوی سره د کتنی په وخت کې وويل پاکستان د يو چين د پيژندلو پر اصول باندی ټينګار کوي او د تل لپاره بی له کومه شرايطه د تايوان د مسئلی په هکله د چين د دريځ ملاتړ کوي ٠
شوکات عزيز وويل د پاکستان حکومت او خلک تل چين د خپل نژدی ستراتيژيکی همکار په توګه بولي ٠ دواړو هېوادونو په بيلا بيلو ساحو کې د خپل منځی همکارۍ اړيکو پرله پسی نوی پرمختګونه تر لاسه کړی او په نړېوالو چارو کې يې هميشه سلامشوره کړې او په فعاله توګه همکارۍ کړی ده ٠ د پاکستان او چين تر منځ اړيکی د پاکستان د قوت سرچينه ده او د جنوب أسيا د سولی د ساتنی او د اقتصاد د پرمخبيولو په برخو کې مهم رول لوبولي شي ٠