<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-12 18:05:48    
د تېر کال خوندوری سندری ( ٢ )

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! زمونږ په نننی پروګرام کې به هغه ښکلي سندرې بيا واوری چه په تېرو پروګرامونو کې مو اوريدلې وې ٠

تېر کال د ديسمبر په ١١ نيټه مو يو لړ بهرنی سندری چی د چين د مشهور اهنګ جوړونکی ګو ګوان ژن له خوا اصلاح شوی وی ، تاسو ته وړاندی کړی٠ لومړی به مونږ په ګډه سره له دغو سندرو څخه د زنګ په نامه يوه مشهوره سندره واورو٠

( سندره ١ )

اوس به مونږ په ګډه د چين په جنوب کی د جيانګ سو ولايت يوه ولسي سندره واورو چه د چين د مشهورې سندر غاړې پنګ لی يوان په اواز ويل شوې ده او نوم ئی ياسمن دی٠

( سندره ٢)

تېر کال د اکتوبر په ٢ نيټه مونږ په خپل پروګرام کی د شينجيانګ يو څو ولسی سندری چی د لويديځ چين د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين له خوا ويلی شوی تاسو ته وړاندی کړی٠ وانګ لو بين د چين مشهور سازنده و، هغه د لويديځ چين ټولی ولسی سندری راټولی کړی او اصلاح کړی دی، په تيره بيا د شينجيانګ ولسی سندری چی په ټول چين کی په پراخه خپری شوی دی٠ اوس به مونږ په ګډه د شمال لويديځ چين يوه مشهوره ولسي سندره واورو چی نوم يي دی د دا بن چينګ ښار نجلۍ٠

( سندره ٣ )

د تېر کال خوندوری سندری

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! زمونږ په نننی پروګرام کې به هغه ښکلي سندرې بيا واورو چه په تېرو پروګرامونو کې مو اوريدلې وې ٠

تېر کال د اکتوبر ١ نيټه د چين د شينجيانګ د ويغوری خود مختاری سيمی د تاسيس ٥٠ کاليزه ده٠ د چينی او بهرنی موسيقی په پروګرام کی د شينجيانګ يو څو ولسی سندری چی د لويديځ چين د مشهور سندرغاړی وانګ لو بين له خوا ويلی شوی دی تاسو ته وړاندی کړی ٠ لومړی به مونږ په ګډه د نوموړی اصلاح شوي سندره واورو چی نوم ئی ليری ځای دی ٠

( سندره ١ )

د چين په شمال لويديځ کی د شينجيانګ د ويغوری قوم خود مختاره سيمه پرته ده ، په دغه لويه او ښکلی سيمه کی د ويغور ، قزاق او تاجک په شمول د څه د پاسه ١٠ قومونو خلک ژوند کوی او ددوي په خولو ډېری خوندوری ولسی سندری خپريږی٠ اوس به مونږ په ګډه سره د قزاقانو يوه ولسی سندره واورو چی نوم ئی نجلۍ او دوتار دی ٠

( سندره ٢ )

پروګرام په پای کی به يوه خوندوره سندره تاسو ته وړاندی کړو او نوم ئی ښکلی ځای شينجيانګ دی٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو ، د همدی خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠