<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-12 18:07:06    
د چين راکتونه

cri

د ١٩٧٠ کال د اپريل په څليرويشتمه نېټه چين د چانګ جنګ په نامه د نقليه راکت په واسطه په بريالی توګه د يو سلو دری اوياو کيلوګرامو په وزن خپله لومړنی مصنوعی سپوږمۍ فضا ته وتوغوله او ورپسی ئی په شلو کالو کی نهه ډوله نقليه راکتونه جوړ کړی چی په هغو کی د چانګ جنګ دريم لمبر بی ډول راکت ډېر عصری دی٠ د چانګ جنګ راکتونه د افاديت په نظر په درو ډولو ويشل کيږی چی لومړی د چانګ جنګ دوهم لمبر راکت دی چی د هغو مصنوعی سپوږمۍ د توغولو لپاره دی چی د ځمکی په ټيټ مدار ګرزی مثﻵ وړم کال د امريکی د موتورولا شرکت يوه مصنوعی سپوږمۍ د چانګ جنګ دوهم لمبر سی راکت له خوا فضا ته وتوغوله شوه٠ دوهم ډول يی د چانګ جنګ دريم لمبر راکت دی چی د سنکرونيزی مصنوعی سپوږمۍ د توغولو لپاره دی او د قوی له مخی د دی راکت بی ډول کولی شی چی د پنځه اعشاريه درو ټنو په وزن لويه مخابراتی مصنوعی سپوږمۍ د ځمکی هم زمان مدار ته وتوغوی٠ دريم راکت د چانګ جنګ څلورم لمبر راکت دی چی د هوا پيژندونکی مصنوعی سپوږمۍ لپاره ډېره فايده لری٠ تراوسه پوری چين د چانګ جنګ راکتونو په واسطه اته پنځوس توغونی سرته رسولی دی٠ وروسته له هغو چی په ١٩٩٠ کال کی چين د لومړی ځل لپاره د بل هېواد يوه مصنوعی سپوږمۍ په کامياب ډول وتوغوله ، تراوسه پوری يی د چانګ جنګ راکتونو په واسطه دری ويشت تجارتی توغونی سرته ورسولی او پنځه ويشت مصنوعی سپوږمۍ يی فضا ته وتوغولی او د نورو هېوادو يا شرکتونو لپاره يی شپږ ځله خدمتونه هم سرته ورسول٠ د لسو کالو راهيسی چين د چانګ جنګ راکتونو په واسطه د پاکستان ، فرانسی، استراليا، سويدن، امريکی ، جاپان ، فلسپين ، المان او برازيل لپاره د مصنوعی سپوږميو د توغولو خدمتونه وکړل او د مصنوعی سپوږميو د توغولو په بين المللی بازار کی د چانګ جنګ راکتونه له اوه فيصدی نه تر نهه فيصدی پوری برخه نيسی٠

د نړۍ لومړنی مصنوعی سپوږمۍ چی دايروی شکل يی درلود ، د ١٩٥٧ کال د اکتوبر په څلورمه نېټه د پخوانی شوروی اتحاد له خوا فضا ته وتوغوله شوه او وزن يی ٨٣ اعشاريه شپږ کيلوګرامه وو٠ دغه مصنوعی سپوږمۍ چی دوه راډيو ترانسميترونه پکی نصب شوی وو او د دوو مترو نه اوږده څلور انټنونه يی درلودل٠ د معلوماتو له مخی ، د امريکی لومړنی مصنوعی سپوږمۍ د ١٩٥٨ کال د فبروری په لومړی ورځ وتوغوله شوه او هند د ١٩٧٥ کال د اپريل په نولسمه نېټه خپله لومړنی مصنوعی سپوږمۍ وتوغوله دا چی پخوانی شوروی اتحاد د نړۍ لومړنی مصنوعی سپوږمۍ وتوغوله، د فضايی تکنالوژۍ په تاريخ کی يو عصر جوړونکی برياليتوب دی ٠ خو دا غير منتظره ده چی د دی مصنوعی سپوږمۍ سرطراح چی کولوليوف نوميده، يو داسی مجرم و چی په مرګ محکوم شو٠ کولوليوف چی يی د ٢٥ کالو په شاوخوا کی و، د راکت د انجن په نامه کتاب تاليف کړ او يو کال وروسته يی د هغه هېواد د لومړنی راکت د جوړولو او طرح کولو په کار کی برخه واخيستله او بل کال يی د راکت د پرواز په نامه يو بل کتاب چاپ کړ کله چی ده د نهه ويشتو کالو په منګ شو، د هغه هېواد د لومړنی جټ الوتکی ډيزاين يی جوړ کړ٠