چينايان د خپلو ماشومانو د زېږېدنی په کلونو د نوم ايښودلو عادت لری، په دې ډول په هر کال د يو ځناور نوم ايښودل کيږی او دغه نومونه هر دوولس کاله يو وار تکراريږي ، له دی ټاکنې سره سم سږ کال د سپی کال ياديږی.
شپږ دېرش کلن ښاغلی شو يی هوا چه د سپي په کال کې زيږيدلی ، خبريال ته وويل د سپي کال د رارسيدو له امله زما ملګرو او خپلوانو ما ته د تحفې په توګه سره شيان لکه سور کمربند او دسمال را کړی دی ځکه چه د چينايانو په اند دغه سره شيان د بدبختۍ په مخنيوي کی ونډ لری .
د چينايانو په نظر د سپي کال د يو بختور کال په نامه ياديږي ځکه چه سپي خپل خاوند ته ډير وفادار دي ، نو نه يوازي په چين ، بلکی په نورو هيوادونو په تيره بيا لويديځو هيوادونو کې خلک له سپي سره ډيره مينه لري حتی هر کور يو يا څو سپي ساتي .د چين د مان قوم خلک چه د چين په شمال ختيځ کې اوسيږي او نفوس يي ډير لږ دی ، سپي ته ډير احترام کوي . دوي سپی نه وهي ، نه يې وژني او نه يې غوښه خوري حتی د سپي له پوستکو څخه جوړه شوي خولۍ هم نه په سر کوي . علت يي دا دی چه وايي يو وار ددې قوم يو مشر د دښمن د تعقيبولو په وخت کې د هغه جهيل په غاړه چه شاوخوا يي باڼسونه وو ، پټ شو او د ستړتيا له امله بيهوښبه شو او په پاي کې دده د سپي لخوا له مرګ څخه وژغورل شو ، خو سپی يي د زياتې ستړتيا له امله مړ شو .نو له دې امله د مان قوم خلک د سپي ډير احترام کوي .
د بيجينګ د ولسي دودونو يو کار پوه چه وانګ جو چي نوميږي ، د سپيو ډيره پلټنه کړې او د سپيو د ځانګړتياوو د يادونې په وخت يې وويل که څه هم د سپيو په اړه په چين او نورو زياتو هيوادونوکې بد بد اصطلاحات اوريدل کيږي ، خو ځيني ښه اصطلاحات هم شته مثلا په چين کې يوه اصطلاح ده چه وايي سپی له غريب کور څخه نفرت نه کوي ځکه که يو سپی په يو داسی کور کې ژوند کوي چه خاوند يي غريب دی ، لا هم د خاوند وفادار دی سره له دې چه هره ورځ بده ډوډوي خوري . دغه راز د سپي د غپېدا غږ د وانګ تلفظ ته ورته دی چه وانګ په چيني ژبه کې د أبادۍ يا سمسورتيا مانا لري ، نو د سپي کال أباد کال هم دی . يوه بله اصطلاح وايي چه سپی راځي ، راتلونکي کال به د ښو حاصلاحاتو کال وي . لنډه دا چه سپی بختور ځناور ګڼل کيږي .
يو استراليايي ځوان چه جامس نومېږی او سږ کال څليرويشت کلن دی ، دی هم د چينايانو له عادت سره سم د سپي په کال کې زيږيدلی ، له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې يي د چينايانو دغه عادت منلی او ويلي يي دي چه سپي د خپل خاوند ډير وفادار دی . او هيله من يم چه زما له خويونو څخه د سپی ځانګړتيا څرګنده شي .
اوس زيات شيمر چينايان سپي ساتي . مثلا د ميرمنی وانګ بينګ جو په کور کی يو سپی چه نيو نيو نوميږی ، د نهو کلونو لپاره ساتل شويدی . ميرمنی وانګ وويل چه هغه نيو نيو د خپل کور د يوه غړی په توګه ګڼي او ور سره يی د ګډ ژوند په بهير کی ډېره خوشحالی تر لاسه کړي ده . ميرمنې وانګ وويل چه اوس مونږ په اپارتمان کې اوسيږو او له ګاونډيانو سره مو اړيکې زياتې نه دي ، خو يوازي د سپيو د روزلو په اړه يو له بل سره نظريې تبادله کوو . نو ويل کيږي چه سپي زمونږ ښه ملګري دي .