<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-13 18:03:36    
د تيان جين اقتصادی سيمه په تيرو ٥ کلونو کی چټکتيا موندلی دی

cri

چين د تيری پيړی د ١٩٥٥ کال له پيل څخه د ٥ کلونو په اوږدوالی لس اقتصادی او ټولنيزی پلانونه جوړ او پلی کړی دی . په تير شوی نژدی پلان کی د چين په بيلا بيلو ځايونو کی اقتصاد پرمختګ مهمی نتيجی تر لاسه کړی دي .په نننی پروګرام کی د تيان جين اقتصادی سيمه په تيرو ٥ کلونو کی د چټکتيا په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

د معلوماتو له مخی له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پوری د هغه ستراتيجی سره سم چی سرمايه راغوښتل،علمی او پوهنی چاری پرمختګ او د ښاری کيدو بهير او اقتصادی پرمختګ تر لاسه شی چی سيمه ايز اقتصاد په پر له پسی توګه چټکتيا وموندل شی .په دغه موده کی د تيان جين اقتصادی سيمی د صنايعو کلنی عمومی ارزښت او د ماليی کلنی عايدات په سلو کی د ٢٠ په سرعت زياتوالی موندلی دی .د دغی سيمی عمده وو اقتصادی هدفونه په مسلسلو ٨ کلونو کی د چين له ٥٠ د دولت په کچه اقتصادی سيمو څخه مخکی و .

د دغی سيمی د اداره کولو کيمټی مسئول لی يونګ وويل (اواز................)٥ کلونو راهيسی ،د تيان جين اقتصادی سيمی توليدی اغيزمنتيا د هېواد له نورنو سيمو څخه مخکی دی او په دغه سيمه کی د تصديو ګټی هم د هېواد له نورو سيمو څخه زياتی دی په تيره بيا د الکترونيکی صنابعو د ګټو ميزان په سلو کی ٨.٤ رسيدلی او په هېواد کی لومړی ځای نيولی دی .

د اقتصاد د پرمختګ په عين وخت کی دغه سيمه د چاپيريال ساتنی ته پام اړوی .برسيره پردی دغه سيمه هم د چاپيريال د ساتنی لپاره پانګی اچولی او د

چاپيريال د ساتنی لپاره د اساسی تاسيساتو جوړول زيات او په دغه سيمه کی د ککړتيا د مخنيوی لپاره لياقت پياوړی کړی دی .د تيان جين اقتصادی سيمی په اړه د چاپيريال د ساتنی رياست مسئول وو ګو هوا وويل (اواز..................) هر کال د چاپيريال د ساتنی لپاره زمونږ پانګی د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت په پلوه په سلو کی ٣ نيسی او د ١٠٠زرو ټنو په اندازه د ناپاکو اوبو د پاکيدو فابريکه او د سکارو بند کوټه جوړ شوی ده . هر کال زمونږ سيمه د چاپيريال د ښکلا لپاره زياتی پيسی اچولی دی .

د بهرنی سرمايو د راجلبولو په برخه کی په تيرو٥ کلونو کی په دی سيمه کې د بهرنيو سوداګرانو له خوا پانګه اچول شوی ٧٠٠ فابريکې او نور ٥٠٠ فابريکې چی پانګې به يی زياتې شي ، جوړې شوي او دغه راز د دغو فابريکو د پيمانی ، د توليداتو د کيفيت او سويی له پلوه هم برياليتوبونه تر لاسه شوي او يو لړ داسي غوره تصدۍ جوړې شوی دی چه له عصري تکنولوژۍ څخه استفاده کوي .د تيان جين اقتصادی سيمی د اداره کولو کميټی مسئول لی يوانګ وويل (اواز...............) مونږ د تکنالوژی د څيړنی په برخه کی ښی نيتجی هم تر لاسه کړی دی .د عصری توليداتو توليدی ارزښت د دغی سيمی د صنايعو د عمومی ارزښت په پلوه په سلو کی ٦٢ برخه نيولی دی او د پنځو کلونو په اوږدوالی د لسم پلان په موده کی مو زياتی پيسی اچولی دی چی د علومو د اختراعاتو خدمتی سيستم جوړ شوی دی .

د اقتصادی قوت په قوی کيدو سره د تيان جين اقتصادی سيمی د ښاری کيدو بهير هم په پر له پسی توګه چټکتيا او د ښار د اداره کولو سويه يی لوړوالی موندلی دی .په دغی سيمی کی د پولی ،تجارتی، کلتوری او سپورتی چارو او دغه راز د

نندارو او ساعت تېری سامان الې زياتې شوی دی .په همدی ترڅ کی بيلا بيلو ټولنيزو چارو په هر اړخيزه توګه هم پرمختګ تر لاسه کړی دی او دتيان جين اقتصادی سيمه ورځ په ورځ عصری سيمه ګرځيدلی ده .

په ٢٠٠٥ کال کی د تيان جين د بين های نوی سيمی پرمختګ د پنځو کلونوپه اوږدوالی د چين په راتلونکی پلان کی شامل و .دغه سيمه به د دولت عمومی تګلاری په لارښوونکی سره د ٢٠ کلونو د پرمختيايی تجربو څخه په استفادی سره نور ډير پرمختګ تر سره کړي او د چين د اقتصاد په پرمختګ کی مهم رول ولوبوی .