<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-13 18:55:10    
جاوځه او يوان شياو __ د چين عنعنوی او ځانګړی خوراکونه

cri

 د چين د عنعنوی جنترۍ له مخی ، پسرلنی اختر د چينايانو نوی کال دی او عمومأ ددغه اختر موده پنځلس ورځی لری . په چين کی ددغه لرغونی اختر د نمانځنی لپاره يولړ دود او دستورونه شته چه په دی لړ کی د جاو ځه او يوان شياو په نامه د دوه ډوله ځانګړوخوراکونو خوړل ډير ضرور ګڼل کيږی . د پروګرام په دی برخه کی به د جاو ځه او يوان شيا په باره کی له تاسو سره څه وغږيږو .

د چين په زياترو سيمو کی دا چه د نوی کال د هرکلی په وخت کی د يوی کورنی ټول غړی سره يو ځای جاو ځه خوری ، يو ضروری پروګرام دی ځکه چه جاو ځه د يوی کورنی دټولو غړو د غونډيدو او شتمنۍ څرګندونی کوی .

جاو ځه يو ډول داسی خوندور خوراک دی چه له اوړو څخه په جوړشوی پوستکی کی ميده ميده شوي غوښی او سابه او نور زيات مصالح نغاړل کيږی او بيا په جوشو اوبو کی پخيږی . د جياو ځه له پوستکو جوړولو نه تر خوړلو پوری ټول بهير زيات مطالب لری . د جاو ځه د جوړولو لپاره لومړی غوښی ، سابه او نور مصالح انتخابوی او بيا يی ميده ميده کوی چه په دی ترڅ کی دچاکو او لرګينې تختې سره د ټک کولو له امله دپنګ پنګ أواز پورته کيږی . خلک هيله لری چه له خپلو کورونو څخه راپورته شوی دغه ډول أوازونه ډير زورور او د جريان وختونه يی ډير زيات ښکاری .ځکه چه په چينايی ژبه د غوښو او سبو دوو کلمو تلفظ د شتمنيو له لرلو سره ورته والی لری . که د غوښو او سبو د ميده کولو د أواز زورور او مهالونه يی زيات وی ، نو دا معنی لری چه دغه کورنی په دايمی توګه د شتمنيو

خاوندان شی او ژوند يی ورځ په ورځ نيکمرغه او شتمن شی .

د پخوانی عادت سره سم عمومأ خلک خوښ دی چه د نيمی سپوږمۍ په شکل جياو ځه جوړوی او ځينی خلک په لاسو د دغه شان جياو ځه دوې زاويې سره يوځای کوی او د هغه بهرنی شکل ديوان باو په نامه له هغو لرغونی پيسو سره سمون وخوری چه له سروزرو يا سپينو زرو څخه جوړ شوی وی . بيا دغه جياو ځه په منظم ډول پر يوه ځانګړی دايروی تختی باندی ږدی ، ګواکی هر ځای له سروزرو او سپينو زرو نه ډک وی . په کليوالو سيمو کی بزګران د غنمو وږيو په شکل له جياو ځه سره مينه او علاقه لری ځکه چه ددوی په سترګو د غنمو غټ غټ وږی په نوی يو کال کی د ښو حاصلاتو ښکارندوی ده .

چه په ديګ کی اوبه ګرم او جوش شی ، جياو ځه يو يو په جوشو اوبو کی اچول کيږی او د هغو پخولو په ترڅ کی عمومأ دری واره په ديګ کی ساړه اوبه زياتوی چه په چينايی ژبه خلک دغه عمل ته د شتمنيو بيرته ترلاسه کول وايی .

د نوی کال د هرکلی لپاره چينايان د جياو ځه د جوړولو او خوړلو عنعنات لری . د يوی کورنی ټول غړی سره يوځای راغونډيږی او له يووالی او خوښۍ نه په ډکه فضا کی په ګډه جياو ځه جوړوی او نور خوندور خوراکونه پخوی . په تيره بيا د جياو ځه د خوړلو په ترڅ کی زياتی دلچسپی کيسی پيداکيږی .مثلأ د کورنی ځينی غړی د نيکمرغۍ په نښه خوږه خرما لرونکی جياو ځه خوری ، ځينی غړی د شتمنۍ په نښه سکه لرونکی جياو ځه خوری او داسی نور .

عمومأ چينايان د پسرلنی اختر په پيل کی جياو ځه خوری او د دغه اختر په پای کی يعنی د لرغونی جنترۍ له مخی د نوی کال د لومړنی مياشتی په ١٥مه

ورځ د يوان شياو په نامه د خوږ خوراک خوړل هم يو بل عادت دی ، چينايان دغی

ورځی ته د يوان شياو اختر وايی . د دغه اختر په تيريدو سره د پسرلنی اختر ټول بهير هم پای ته رسيږی .

د چين په شمال کی د يوان شياو په نامه دغه ډول خوراک ته ګون يوان شياو نوميږی . خلک لومړی کنجدو ، مځکنی بادام يا ډير ميده ميده شوی لوبيا او بوره سره ګډوډوی او بيا يی په لاسوکوچنی دايروی توپونه جوړوی او ورباندی اوبه پاشی او په پای کی دغه کوچنی توپونه دچسپناکو وريجو په اوړو کی اچوی او په تکرار سره يی ښوروی ترڅو د پينګ پانګ په څير دايروی توپونه جوړشی .

د چين په جنوب کی د يوان شياو بل نوم تانګ يوان دی . د دغه ډول خوراک د جوړولو په برخه کی له شمال سره څه توپير لری . خلک لومړی دچسپناکو وريجو په اوړو کی توده اوبه زياتوی او بيا چارمغزونه ، مځکنی بادام ، کنجدو ، خوږې خرماګانی او سره لوبيا ميده ميده کوی او له بورو سره يو ځای ګډوډ وی چه دچسپناکو وريجو په اوړو په جوړشويو غټو پوستکو کی نغاړی .

د جياو ځه په شان د يوان شياو پخول په جوش اوبو کی ترسره کيږی . د چينايانو په اسطلاح د يوان شياو اختر په ورځ دغه ډول خوږ خوراک خوړل د چينايی ژبی د تلفظ سره سم د کورنيو غړو د راغونډيدو او نيکمرغۍ معنی لری .

لنډه دا چه د چينايانو لپاره د پسرلنی اختر د نمانځنی په ورځو کی د جياو ځه او يوان شياو خوړلو د عنعناتو د ساتلو مقصد د هری کورنی د ټولو غړو راغونډيدل ، ارامتيا او نيکمرغی غواړی .