د پينګ پانګ لوبه په چين کې ډير زيات مينوال لري او په تيرو زياتو اتلولينو او نړيوالو مسابقو کې چينايي لوبغاړو طلايي ميدالونه ګټلی دی ٠ نن ورځ د چين د بدني روزنې څانګې غواړي چه لا زيات بهرني لوبغاړي د دې لوبې د اتلولي په دوره يي مسابقو کې ګډون وکړي چه لا زيات مينوال او نندارچيان راجلب کړي شي . د سپورت په ننني پروګرام کې به تاسو په دي هکله معلومات وړاندي کړو .
د پينګ پانګ لوبې د اتلولی د دوره يي مسابقو په اړه د تجربو راغونډولو غونډه تازه په بيجينګ کې پاي ته ورسيده او د تير کال په مسابقو کې تر لاسه شويو برياليتوبونو ارزونه وشوه . په غونډه کې ګډون کوونکو وويل د کوششونو له لاری دغه مسابقه اوه کاله د مخه پيل شوی او په نړۍ کی د ډيرې لوړې کچې مسابقه ګڼل کيږي او زيات بهرني لوبغاړي يي راجلب کړيدي په بله ژبه د دغې مسابقې د نړيوال کيدو په لور پرمختګ کړي ٠ د چين د سپورتی او بدنی روزنی د عمومی اداری په اړه د پينګ پانګ او بدمنتون مرکز د پينګ پانګ څانګی مرستيال جانګ شياو پنګ وويل ___اواز____
د پينګ پانګ لوبې د اتلولی په دوره يي مسابقو کی د برخه والو لوبغاړو د مهارت د ښه والي او پکې د سياليو سختوالي او دغه راز د بهرنيو هېوادونو د ګډون کوونکو لوبغاړو د شميرله پلوه په نړۍ کې د لومړني کچې مسابقه بلل کيږي ٠
د بيلا بيلو خواوو د هڅو له برکته د دغو مسابقو د لومړی دوری سيالی په ١٩٩٩
کال کې تر سره شوې او تر اوسه پوری اوه کاله تير شويدي ، د پينګ پانګ لوبی د
اتلولی دوره يی مسابقه په چين کې يوه ډيره اغيزمنه مسابقه ګرزيدلی ده ٠ تير کال په دغه مسابقه کې د نارينه وو او ښځو دوولسو کلبونو برخه درلوده او په بيلا بيلو ځايونو کې د مسابقو د نندارچيانو شمير ډير زيات و او ډيرو نندارچيانو د دغو مسابقو په هکله د چين د مرکزی ټلويزيون مستقيمې خپرونې ليدلي دي ٠ په بيجينګ کې د پينګ پانګ لوبی يو مينوال چه لان پينګ نوميږي ، وويل ___اواز___
زه هره يکشيبه د اتلولی دغه دوره يي مسابقه ګورم، زما په نظر د مسابقو سويه د اوليمپيک سپورتی لوبو د پينګ پانګ له مسابقو څخه ټيټه نه ده ٠
له دې امله چه په چين کې د پينګ پانګ په ډول ډول مسابقو کې د رامنځته شويو قهرمانونو شمير په نړۍ کې لومړي ځاي نيسي، نو د دغو مسابقو سويه له ځينو نړېوالو مسابقو څخه هم لوړه ده .
د چين د سپورتی او بدنی روزنی د عمومی اداری د پينګ پانګ او بدمنتون د مرکز د پينګپانګ د څانګی مرستيال جانګ شياو پنګ وويل چه د ٢٠٠٥ کال په مسابقو کې د المان لوبغاړی تيمو بول ، د دنمارک لوبغاړی ميکيل ميزې په شمول څلوارلسو تنو بهرنيو غوره او غښتلو لوبغاړو ګډون وکړي ٠ هغه وويل ___اواز___
چين غواړي چه لا زيات بهرني لوبغاړي د پينګ پانګ د اتلولي په دوره يي مسابقو کي ګډون وکړي ، ځکه چه يوازی د چينی لوبغاړو ګډون کول په نړۍ کي ددې لوبې د ترويج لپاره ګټور نه دي ٠لکه څنګه چه د امريکی NBA ، د برتانيا د فوتبال مسابقی او نورې نړيوالې مسابقې ټولې زيات شمير بهرنی لوبغاړی راجلبوی ٠ د تير
کال د پينګ پانګ په دغه مسابقو کې د برخه والو بهرنيو لوبغاړو شمير د پخوانيو کلونو په پرتله زيات و ، د دوی د برخه اخيستلو له امله د چين د پينګ پانګ لوبی
دغه مسابقه په يوې نړېوالې مسابقې بدله شوی ده ٠
که څه هم دغه مسابقه نړېوال رنګ لری ، خو د اړوندو کارپوهانو په نظر د امريکی د NBA مسابقې په شان د نړيوالو مسابقو د بدلولو موخې ته رسيدو ته لا اوږده لاره پاتی ده ځکه چه د مسابقو د نظام د بشپړتيا او د لا زياتو نندارچيانو او بهرنيو لوبغاړو د راجلبولو په برخو کې لازمو کوششونو ته ډيره اړتيا ده .