د پاريس د اتمی دورې په سپورتی لوبو کی د اولمپيک نړيوالی کميټې ټاکلی چه د ساختمان ، مجسمې ، نقاشی ، ادب او موسيقی په شمول کلتوری او هنری شکلونه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی شامل کړی او په دغو ساحو کی په مستقيم ډول د سپورت او ورزش په اړه د کلتوری او هنری اثارو سيالی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د هنری سياليو په توګه وګڼل شی . د پاريس د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو په اړه هنری سيالی د تعميراتی ډيزاين ، موسيقی او نقاشۍ په شمول له دريو برخو څخه عبارت وه چه په نتيجه کی
د فينلنډ د ډسک په نامه د يو لوبغاړی تصوير د سروزرو مدال ګټلو وياړ ترلاسه کړ . دغه تصوير د يونان د رسم ګر تيميتری أډيس لخوا وکښل شو .
* د فينلند د سپکو اتلتيکو په ورزشی تاريخ کی پسرلی
په پاريس کی د اولمپيک د اتمی دورې سپورتی لوبی د فينلنډ د سپکو اتلتيکو په ورزشی تاريخ کی د پسرلی ارزښت درلود . وروسته له هغه چه فيلند او امريکی دواړو د انتويرپ د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه دسپکو اتلتيکو په لوبو کی برياليتوبونه تر لاسه کړل ، د پاريس په دغو سپورتی لوبو کی فينلنډ يو ځل بيا له امريکی سره سخته سيالی وکړه او مشهور لوبغاړی نورمی پافو د ١٥٠٠ ، ٥٠٠٠او ٣٠٠٠ مترو په واټن په ډله ايزو ځغاستو کی ، دغه راز له لوبغالی نه بهر د ١٠٠٠٠ مترو په واټن په يو کسيز او ډله ايزو مسابقو کی پنځه طلايی مډالونه وګټل . د نورمی يو ملګری ويلی
ريتورا د دغو سپورتی لوبو په اړه د سپکو اتلتيکو په لوبو کی داسی يوه ستره کارنامه ثبت کړی چه ټول ٦ طلايی مډالونه يی ترلاسه کړی دي .
* د لومړنی انسان _ تارزان په نامه فلم کی اصلی رول
د ١٩٢٢ کال د جولای په نهمه نيټه د امريکی مشهور لوبغاړی جونی ويسمولر د بشريت په تاريخ کی لومړنی داسی ورزشکار وګرځيد چه د سلو مترو په واټن د ازادی لامبو په مسابقه کی له يوې دقيقی نه په کم وخت کی وروستی ځای ته ورسيد . د پاريس د اولمپيک د اتمی دوری په سپورتی لوبو کی ويسمولر نه يوازی د دغی لوبی د سروزرو مدال ترلاسه کړ ، بلکی د ازادې لامبو د ٤٠٠ مترو واټن سيالی او د ريلی په توګه د ٨٠٠ مترو واټن په څلور کسيزه مسابقه کی يی هم طلايی مدالونه وګټل ، نوموړی دغه راز د واترپولو ( أبی چوګان بازی ) په لوبه کی ژيړ مډال هم ترلاسه کړ . جونی ويسمولر نه يوازی د لامبو وهلو په برخه کی ډير تکړه او غوره مهارت درلود ، بلکی يو ښايسته او شيک سړی هم ؤ . له دی امله په ١٩٣٢ کال کی هغه د يو فلمی لارښوونکی په بلنه د لومړنی انسان _ تارزان (Tarzan the Ape man ) په نامه نامتو فلم کی اصلی رول ولوباوه او له هغه وخت وروسته د ١٦ کلونو په اوږدو کی يی د تارزان په نامه په ټولو١٢ فلمونو کی اصلی رول لوبولی او هرڅوک د هغه له نامه سره أشنا دي.
* د ٤٠٠مترو په واټن ليونی ځغاسته
د پاريس د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د سکاټليند مشهور لوبغاړی
ايريک له دی امله چه يو کاتوليک ؤ ، د يکشنبې په ورځ د سلو مترو په واټن ځغاسته او د ريلی په توګه د ٤٠٠ مترو په واټن په ٤ کسيزه ځغاسته کی له ګډون څخه ډډه وکړه . نو له دی امله يی خپل ټول مهالونه د ٢٠٠ او ٤٠٠ مترو په واټن ځغاستو کی د برخه اخيستنی پر تمرينونو وويشل . بيا يی د جولای په ٩ نيټه د ٢٠٠ مترو په واټن د ځغاستی په وروستی سيالی کی ژيړ مډال وګاټه . د ٤٠٠ مترو په واټن ځغاسته کی يريک يوازی په ٢٢ اعشاريه ٢ ثانيو کی لومړنی ٢٠٠متره واټن وواهه . د اړوندو پوهانو په اند د ايريک د منډی وهلو دغه ډول حرکت ليونی کچی ته ورسيد . خو بالاخره يريک د ٤٧ اعشاريه ٦ ثانيو وخت په برياليتوب سره د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی نوی ريکارډ جوړ کړ او ددی لوبی د سروزرو مدال يی لاس ته راوړ .