<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-15 15:02:33    
د چين د پسرلنی جشن په موده کې د بيلا بيلو ځايونو اړوندو مشرانو د لوړو ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل

cri

د ٢٠٠٦ کال د پسرلنی اختر د رارسيدو په وخت د چين د بيلا بيلو ځايونو د اړوندو څانګو مشرانو په جلا جلا توګه لوړو ښوونځيو ته ولاړل او د ښوونکو د حال احوالو څخه پوښتنه يې وکړه ٠ زيات شمير لوړو ښوونځيو د ژمنی رخصتی په موده کې د خپلو زده کوونکو لپاره ډول ډول په زړه پوری فعاليتونه ترتيب کړي وو چه د دغه جشن له خوښۍ څخه ډک احساسات ورته ورسوی ٠

له پسرلنی اختر نه دوه ورځی د مخه د شمال ختيځ چين د هی لونګ جينګ ولايت د کمونست ګوند مرکزی د کمېټی مرستيال او د ولايت منشی ښاغلی ليو دونګ خوی د ښوونې په برخه کې له پوهانو او استاذانو سره د کتنې په وخت دوی ته د چين د عنعنوی اختر مبارکی وويله ٠ هغه وويل پوهنتونونه د سروزرو د يو کان په شان دې او پکې سترې علمی شتمنی زېرمه کېږي ، د يوی علمی څيړنی نتيجی په واقعی توليدی قوت بدلول يو ډير مهم کار دی ٠

له دغه اختر نه مخکی زياتو لوړو ښوونځيو غريبو زده کوونکو ته پاملرنه کړی او له هغوی سره يې د مرستی لپاره واقعی فعاليتونه تر سره کړي دي ٠ لږه موده د مخه د حکومت په نوم د شانګهای د ښاروالی لخوا د لومړی ځل لپاره غريبو زده کوونکو ته د زده کړی بورسونو مراسم تر سره شول او يوولسو زرو بی وزلو زده کوونکو د اتلسو مليونو يوانو په اندازه د زده کړی بورسونه تر لاسه کړل ٠ له ١٩٩٣ کال څخه تر اوسه پوری د شانګهای په لوړو ښوونځيو کې د مسلسلو ديارلسو کلونو په ترڅ کې هيڅ داسی کوم زده کوونکی نه و چه د بی وزلی له امله له زده کړې بی برخه شوی وي ٠

د خوا دونګ د علومو او صنايعو په پوهنتون کې داسی يو عادت شته چه د هر کال د پسرلنی اختر په بېګا شپه پوهنتون هلته د پاتی شويو زده کوونکو لپاره خواندوارې ډوډی تياروي ٠ د پوهنتون مشر او د ګوند منشی هميشه له ځينو بی وزلو زده کوونکو سره يو ځای ډوډی خوری او هلته شپه تيروی ٠ د دغه پوهنتون مشر شن وی چه د پر له پسی څوارلسو کلونو په موده کې يې له زده کوونکو سره يو ځای پسرلنی جشن تير کړی ، خبريال ته وويل سږ کال څه د پاسه څلور سوه تنه زده کوونکی په پوهنتون کې پاتی دي ٠ مونږ د نيکمرغۍ او سالم چاپېريال تر عنوان لاندی هنری فعاليتونه تنظيم کړی او هر محصل ته مو دری سوغاتونه ورکړی چه هم يو يی دوه سوه يوانه پيسې دي او نور دوه سوغاتونه يې خواړه او تاوده کالی دي ٠

د معلوماتو له مخی د پسرلنی اختر په موده کې د هو بی ولايت په لوړو ښوونځيو کې څه نا څه پنځه زره تنه زده کوونکی پاتی شوی دی ، د ژمنی رخصتی په وخت کې له دوی سره د مرستی لپاره دغه ولايت د پيسو راغونډولو او د خوښی ژوند تېرولو په نامه په يو لړ فعاليتونو لاس پوری کړی دی ٠

په پرله پيسی څو ورځو کې د شين جيانګ پوهنتون هم بيلا بيل فعاليتونه ترتيب کړي دی ، مثلأ په دې لړ کې بی وزلو زده کوونکو په خوښۍ سره هنری ننداری وکتلې او د چين د عنعنوی نوی کال د لمانځنی لپاره يې ماښامی ډوډی وخوړه ٠ په دغه پوهنتون کې په سلو کې ٣٥ غريب زده کوونکی شته ، دغه پوهنتون هر کال د کلنی زده کړی له لګښت څخه پنځه لکه يوانه پيسی د مرستی لپاره بی وزلو زده کوونکو ته ورکوی ٠

د سږ کال د ژمنی رخصتی په موده کې د چين د هو نان ولايت د علومو او صنايعو په پوهنځی کې دری سوه اويا تنه زده کوونکی پاتی شوی او ډېرۍ يې له ليری کليو څخه راغلی دی ٠ په خوښۍ سره د پسرلنی جشن د تيرولو لپاره دغه پوهنځی د

چاپريال د ساتنی او دزده کوونکو د امنيت د تامينوالو په شمول يو لړ کارونه ترتيب کړي دي چه غريب زده کوونکی کولای شي د دغو کارونو له لاری د تنخا په توګه پيسې تر لاسه کړي ٠