<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-15 15:42:29    
د بنګله ديش زلمی توفيق له چين سره مينه لری

cri

 د بنګله ديش يو زلمی توفيق له هغو بهرنيو دوستانو څخه شميرل کيږی چه د چين په دغه لرغونی او مرموزه خاوره کی له ځلاند فرهنګ سره زياته مينه لری . اته کاله دمخه زلمی توفيق د زده کړو لپاره چين ته راغلی او له هغه وخت راهيسی په بيجينګ کی ژوند کوی . د هغه په قول ، چين دده دوهم اصلی وطن دی . د پروګرام په دی کړی کی به تاسی تر دی عنوان لاندی چه د بنګله ديش زلمی تفيق له چين سره مينه لری ، يو مضمون واوری .

زمونږ خبريال د چينګ هوا په پوهنتون کی چه په بيجينګ ښار کی واقع دی او په چين کی ډير شهرت لری ، له ښاغلی توفيق سره مرکه وکړه . توفيق يو داسی زلمی دی چه تورپوستکی لری او ونه يی دومره جګه نه ده . هغه د مرکی په ترڅ کی په روانه چينايی ژبه له چين او چينايی فرهنګ سره خپله مينه او علاقه څرګنده کړه او و يی ويل :

چين لرغونی تاريخ او ځلاند فرهنګ لری . زه چه له کلتور او هنر سره شوق لرم ، د چين غوندی هيواد می ډير خوښ دی . ځکه چه په چين کی زما ژوند له خوشحالی او ازادۍ نه ډک دی .

ښاغلی توفيق چين ته له راتګ نه مخکی د بنګله ديش د داکې په پوهنتون کی د کلالۍ او چينی لوښو جوړولو هنر زده کړه کوله . د ١٩٩٨ کال د سپټمبر په مياشت کی نوموړی د خپل استاد په سپارښتنه چين ته راغی او د چينګ هوا پوهنتون د نقاشۍ په پوهنځی کی يی د کلالۍ او چينی لوښو جوړولو هنر په زده کړې او لوستنی پيل وکړ . وروسته په ښو اوغوره نمرو سره د دغه پوهنتون د ښيښې هنر د زده کړې يو څيړونکی محصل وکرځيد او په دی توګه هغه د دغه هنر د زده کړې په اړه د بنګله ديش لومړنی کس هم دی . د٢٠٠٥ کال د جولای په مياشت کی يی د لومړنی بهرنی محصل په توګه په چينګ هوا پوهنتون کی د ښيښيی هنری اثارو يو شخصی نندارتون پرانيست .

په چين کی د بنګله ديش لوی سفير مسعود مانا له دغه نندارتون نه د ليدنی په ترڅ کی د توفيق له هنری برياليتوبونو نه خوښی څرګنده کړه او و يی ويل __ زه ډير خوشحاله يم چه له خپل هيواد نه بهر د بنګله ديش ځوان هنرمند توفيق په بريالی ډول دغسی يو شخصی نندارتون چمتو کړی دی . زما په اند دغه نندارتون د هغو بهرنيو محصلينو لپاره چه په چين کی د هنری معلوماتو په زده کړو بوخت دي ، د هڅولو يوه ډير الهام بخښوونکی لرليد راښکاره کړی ده .

توفيق صاحب له خپلو اختصاصی مضامينو نه پرته ، د چين له عنعنوی کلتور لکه خطاطی او نقاشۍ سره هم ډيره علاقه او دلچسپی لری او په دی ساحه کی يی هم خپل برياليتوبونه لاس ته راوړی دی . د ٢٠٠٥ کال د سپټمبر په مياشت کی د چين په ختيځ د جه جيانګ ولايت په هو جو ښار کی د څه د پاسه سلو تنو هغو بهرنيانو په ګډون د رسم الخط او نقاشۍ مسابقه ترسره شوه چه په چين کی کار ، زده کړه او ژوند کوی . د مسابقی په نتيجه کی ښاغلی توفيق دوهم مقام ونيوه .

ښاغلی توفيق د شيانګ شنګ په شمول د چين له ځانګړو او فولکلوری هنری

ټوټو او اوپراګانو سره هم ډيره مينه لری . د ده چينی استاد دينګ ګوانګ چيوان زمونږ خبريال ته وويل ، توفيق زما يو ډير زيارکښ زده کوونکی دی ، نو زه ورسره مينه لرم . توفيق هم په مينه او ګرانتوب سره خپل دغه استاد ته چينايی پلار وايی .

د چين خبری رسنيو د ښاغلی توفيق دغه ډول تجربو ته چه په چين کی زده کړه او ژوند کوی ، پام اړولی او د تيلويزيونونو ، راډيويی سټيشنونو او ورځپانو زياتو خبريالانو ورسره مرکې کړی دي . توفيق په چينايی ژبه د ادبی ابتکار په برخه کی هم برياليتوبونه ترلاسه کړی او په ٢٠٠٤ کال کی د چين د بهرنيو ژبو د مطبعی په غوښتنه د ښاغلی توفيق مقاله په چين کی د بهرنيانو ژوند په نامه د کتابونو په لړۍ کی درج شوی ده . ورپسی د ده او چينايی پيغلې أن أن لخوا په ګډه ليکل شوی يو کتاب چه نوم يی د کلالۍ او

چينی لوښو جوړولو هنر په دولت کی زما سابقه دی ، هم له چاپه وتلی دی . پيغله أن أن د ښاغلی تفيق د يادونی په ترڅ کی زمونږ خبريال ته داسی وويل ،

هغه يو ډير مهربان زلمی دی او تل له نورو سره مرسته کوی .

ښاغلی توفيق وويل ، زه ډير بختور يم چه چين ته راغلی يم . زه له چين سره ډيره مينه لرم ځکه چه د دغه هيواد هر ګوټ له کلتوری فضا څخه ډک دی . هغه زياته کړه ، اوس هغه په دی هڅه کی دی چه د چينايانو ژوند ته ځان ورسوی .

چين ته د راتګ زما لومړنی هدف دا دی چه له چينايانو سره ملګری شم . پرته له دی نه د چين تيلويزيونی پروګرامونه وګورم ترڅو د چين د کلتور په اړه ګټور معلومات تری لاس ته راوړم . دريم د چين بيلا بيلو سيمو ته به سفر

وکړم او له دی لاری به چين ، چينايان او چينايی فرهنګ ښه وپيژنم .