<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-15 15:53:10    
د بيجينګ د حوي وين په نامه د منځني ښوونځي د بهرنيو زده کوونکو د روزنې څانګه

cri

په وروستيو کلونو کې د چين د لوړې پوهنې د سويې او په نړۍ کې د چين د اغيزو د جګوالي سره سم ډير زيات بهرني زده کوونکي غواړي چه د لوړې ښوونې د بشپړولو دپاره چين ته راشي ، ددوي د غوښتنې د پوره کولو لپاره د چين په ځينو لويو ښارونو کې نړيوالې ليسې جوړې شويدي چه د بيجينګ د حوي وين په نامه منځنی ښوونځی ددوي څخه يو دی .

دغه ښوونځی د بيجينګ ښار په مرکز کې پرته ده او داسي لرغونی منځنی ښوونځی دی چه يو سلو ديرش کاله تاريخ لری او دوولس کاله دمخه په دی ښوونځي کې د بهرنيو زده کوونکو څانګه پرانستله شوه . په دې بشپړ ښوونځي کې تدريسي ودانۍ ، کتابخانې ، ستيديوم ، د ساينس او تکنولوژۍ سالون ، د زده کوونکو د ليليې په شمول ډول ډول ودانۍ د ونو او چمتونو تر څنګ ولاړې دي چه په شمال کې يوه سپين رنګه ودانی د بهرنيو زده کوونکو د زده کړې او هستوګنې لپاره ده . اوس د اتم ټولګي زده کوونکي د چيني ژبې د لوست درس کوي .

اسلام عليکم ، نن مونږ څوارلسم لوست زده کوو . خبريال وليدل چه دلته د نورو ښوونځيو په پرتله د زده کړې لارې چارې بيلې دي . د ښوونکي د درس ورکولو نه پرته زده کوونکي هم د څو ډلو په ويشلو سره د لوست په هکله بحث کوی . ډله ايزه زده کړه په بهرنيو پرمختللو هيوادونو کې يو ډول تدريسی لاره ده ، ددغه ټولګۍ د چيني ژبې ښوونکې جامګ شون ځه خبريال ته وويل چه د ډله ايزې زده کړې لاره د بهرنيو زده کوونکو د زده کړې له عادت سره سم تر تطبيق لاندی ده .

د حوي وين ښوونځي د بهرنيو زده کوونکو د روزنې څانګې هدف د زده کوونکو لپاره د زده کړې يوې پرمختللي لارې برابرول دی تر څو دوي خپله هغه ارزو تر سره کړی چه د چين مشهورو پوهنتونونو ته داخل شي . ددې څانګې مشرې جانګ وويل چه زمونږ تدريسي پروګرام په دوو برخو ويشل شويدی چه لومړې له زده کوونکو سره مرسته وکړو چه د چين ډير ښه پوهنتون ته داخل شي ، دا زمونږ عمده هدف دی ، خو مونږ دا هيله هم لرو چه دوی نور زيات معلومات او پوهنې تر لاسه کړي مثلا د چيني او انګليسي ژبو سويه او د کمپيوتر د کارولو توان او داسي نور ، دغه راز د ټولنې او سيلاني په فعاليتونو کې ددوي د ګډون لياقت لوړوالی هم زمونږ د تدريسي پروګرام يوه برخه ده .

اوس په دې ښوونځي کې له جنوبي کوريا ، ويتنام او ماليزيا په شمول له اسيايي هيوادونو څخه راغلي دوه سوه زده کوونکي شته چه عمرونه يي د دوولسو نه تر اتلسو کلونو پورې دی . چين ته ددوي د راتګ مقصد دا دی چه د چيني ژبې د زده کړې او د چين له يو پوهنتون څخه له فراغت نه وروسته ښه کارونه پيدا کيږي .

اوولس کلنه نجلۍدو توي هونګ د ويتنام د يوه ډاکتر په کور کې زيږيدلې او يو کال دمخه په دې ښوونځي کې شامله شويده . هغې وويل چه شپږ کاله دمخه می له مور سره چين ته د سفر په وخت کې ښکلی چين له نژدې وکوت ، مور مې را ته وويل چه ته له چين سره ډيره مينه لرې ، کيداي شی چه په چين کې د چيني عنعنوي طب زده کړه وکړي . غواړم چه له ښوونځي څخه د فارغيدو نه وروسته د چيني طب او درمل پوهنتون ته داخله شم .

د چين د پوهنې او ښوونې د وزرات د احصايې لمخې له وروستيو کلونو راهيسې

چين ته د زده کړې لپاره د بهرنيو زده کوونکو شمير کال په کال زياتيږي چه يوازی وړم کال يولک لس زره تنه بهرني زده کوونکي چين ته راغلي دي . د حوي وين په شان ښوونځي په بيجينګ کې له لسو نه زيات دي . د اټکل لمخې حوي وين ښوونځي له يونس سوه څلورم کال څخه تر اوسه پورې له ديرشو هيوادونو څخه راغلي درې زره تنه زده کوونکي منلي دي چه له دوي څخه په سلو کې سل د چين لوړو ښوونځيو او په سلو کي اتيا برخه يي د چين مشهورو پوهنتونونو ته داخل شويدي .

خو د دغو بهرنيو زده کوونکو د ادارې او زده کړې کارونه اسان نه دي ځکه چه دوي له بيلا بيلو هيوادونو څخه راغلي او د ژبو ، کلتورونو او عادتونو له پلوه زيات توپيرونه لري ، نو لازمه ده چه چيني ښوونکي دوي ته لا زياته پاملرنه او ورسره مرسته ورکوي . د ژوند په برخه کې ښوونکي بايد ددوي د پلارو مور په شان دوي ته ښه پام ورکړي چه په ژوند کې ښه عادتونه او عملونه سره وروزل شي . د کوريت له جمهوريت څخه راغلې اتلس کلنه نجلۍ سو جي يونګ خبريال ته وويل چه له مشکلاتو سره د مخامخ کيدو په وخت کې ښوونکو زما سره ډيره مرسته کړې ده . پخوا مې هره ورځ پلار و مور ته تيلفون کاوه ، خو اوس په چين کې زماد ژوند او زده کړې لپاره زمينه مساعده شويده . هغه هيله لري چه د راتلونکي مارچ په مياشت کې د بيجينګ پوهنتون په امتحان کې کاميابه شي .