د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، د چين د دولت رييس هو جين تاو او صدراعظم وين جيا باو په پاکستان کی د خپل هيواد د انجنيرانو او فنی پرسونلو امنيت ته ډير پام کوی او د فبروری په ١٥ نيټه د نيمی شپی لخوا د هغه خبر اخيستنی نه وروسته چه د انجنيرانو په شمول دری تنه چينی فنی پرسونل په پاکستان کی په ډزو ووژل شول ، دواړو مشرانو په جلا جلا توګه په پاکستان کی د چينايانو د امنيت ساتلوپه اړه لارښوونی ورکړی دی .
ولسمشر هو جين تاو د چين د بهرنيو چارو وزارت او په پاکستان کی د چين لوی سفارت ته لارښوونه کړی چه له پاکستانی لوری څخه ددغو انسان وژونکوکسانو د نيولو غوښتنه وکړی ، ترڅو په پاکستان کی د چينايانو امنيت تامين شی .
صدراعظم وين جيا باوهم د چينايانو د امنيت ساتلو او د دغی پيښی له امله د رامنځ ته شويو ناوړو تاثيراتو ليری کولو په اړه هم هدايت ورکړی دی .
دغه راز د فبروری په ١٦ نيټه سهار وختی د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ هم په دی اړه د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيد قصوری سره هم تيلفونی خبری وکړې . په پاکستان کی د چين د سفارت او کنسولګرۍ اړوند افراد هم د پيښی ځای ته ځانونه رسولی دي .